شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهاوچا: ماینونه هره میاشت ۶۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي

اوچا: ماینونه هره میاشت ۶۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم دفتر (OCHA) وايي چې په افغانستان کې هره میاشت له تېرو جګړو د پاته ماینونو د چاودنو له امله ۶۰ کسان وژل کېږي او یا هم معلولېږي.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ (جون ۴) په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې د دغو  ماینونو له امله وژل شوي یا معیوب شوي کسان اکثره ماشومان دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې (OCHA) راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴۰۱ کسان د ماینونو د چاودنو او د جګړې د پاته شونو وسایلو د چاودنو له امله قرباني شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم اعلان کړی چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې چاودېدونکي توکي پکې ډېر دي او د ډیرو انسانانو ژوند اخلي.

په تېرو څو لسيزو کې د کورنيو او چريکي جګړو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په زرګونو ماينونه ښخ شوي چې له امله يې د پام وړ ناچاوده توکي پاتې دي.

په افغانستان کې له جګړې پاته چاودونکي وسایلو یو غمجن میراث پریښی دی. د ماین پاکۍ له ډیرو هڅو سره سره، پراخې سیمې د ناچاودو ماینونو او وسلو څخه ډکې پاته دي، چې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه ماشومانو ته یو دوامداره ګواښ دی.

د جګړې له دغو پاته شونو څخه روان خطر پر افغان ماشومانو ناوړه اغېز کړی دی. ډیری یې د ناڅاپي چاودنو له امله له ژونده بې برخې شوي یا سخت ټپیان شوي دي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب