دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي، د افغانستان چاپیریال له جدي ننګونو سره مخامخ دی

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان چاپیریال له جدي ننګونو سره مخامخ دی

نن د جون پنځمه د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو له خوا د چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه ټاکل شوې ده.

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ورته تر ټولو کمه پاملرنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېریال له ګواښ سره مخامخ دی.

هغې د اقلیمي بدلون په وجه د سیلونو، وچکالۍ او پر دښتو د کرنیزو مځکو د بدلیدو د مخنیوي لپاره د بیدړتیو اقداماتو، د سرچینو د ښه مدیریت او د ایکوسیستم د بیا رغونې غوښتنه وکړه.

اوتونبایوا ټینګار وکړ چې افغانستان د اقلیمي بدلون او د چاپیریال له تخریب څخه سخت اغیزمن شوی دی.

اوتونبایوا په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ته په اشارې څرګنده کړه چې لږ تر لږه شل زره کورونه ویجاړ شوي دي.

دې یادونه وکړه چې د سيلونو په ځواب کې، ملګرو ملتونو 10,000 خلکو ته خوراکي توکي او 2,500 نورو ته سرپناه برابره کړې ده.

اوتونبایوا دا هم په ګوته کړه چې د لسیزو جګړو د افغانستان چاپیریال ته د پام وړ زیان اړولی دی. هغې د هیواد د طبیعي ښکلا د ساتنې لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مشرې په پای کې وویل: «افغانستان ښکلی چاپېریال لري او باید د هغې د ساتنې لپاره هڅې وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب