شنبه, جون 29, 2024
Home+مقدس سفر | عزت الله شمسزی

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

شپږمه برخه

د عمان مازیګری

عمان د خوښیو د شور او زوږ ښار دی. د غونډیو او تپو پر سر د نویو او پخوانیو ودانیو  تضاد ددې ښار د ښایست یو خوندور ترکیب جوړ کړی. له دې ښاره داسې بې ډنګه ډونګه کوچېدل هم راته ناځواني ښکاره شوه. مازیګر یوازې له خپلې کوټې ووتم چې د ښار په لوړو او ژورو کوڅو کې قدم ووهم. که د سوات او کالام سمسورتیا یوې غاړې ته کړو ډېر سره ورته دي. هغه ښارونه غرونه غرونه او دا پر ۱۹ غونډیو او وچو منظرو ودان دی. د ښار په هر واټ او هره کوڅه کې د پیړیو پیړیو تاریخ سترګکونه وهي چې لرغونې او عصري زمانه یې سره غاړه غړۍ کړې دي.

په بازار کې د خلکو له ګڼې ګوڼې او شور و زوږ نه معلومېږي چې ژوندي خلک دي. په مارکیټونو او دوکانونو کې خوندور خواړه، هنري صنایع،‌ د موسیقۍ اواز دا ټول ددې خلکو د متنوع فرهنګ او خوشاله ژوند تصویرونه دي.

په یوه سوپر مارکیټ کې مې دوه زنانه ټیکري واخیستل، دمغازې ښځینه مالکه ډېره مهربانه ښځه وه او ډېره ښه رویه یې راسره وکړه. ویل یې دا په عمان کې جوړېږي. عمان نه یوازې دا چې د کالیو په صنعت کې ډېر پرمخ تللی بلکې د امریکې ډېرۍ کمپنۍ دلته خپلو تولیداتو ته کارخانې لري. دلیل یې دادی چې دلته تر امریکې کارګر په ارزانه بیه پیدا کېږي. له ځان سره مې ویل موږ هم تر چا کم نه یو د راشکو بابا او شمس بابا په نامه د دیګ بخار کمپنۍ مو ټولې دنیا ته صادرات لري. که نور څه نه وي دغه ویاړ خو را په برخه دی. د مېرمنې له خبرو معلومېده چې لوستې وه. ویل یې نن سبا دلته ښځینه تر نارینه و زیات له تعلیمي مراکزو فارغېږي. په تخنیکي سکټور کې د کاري ځواک درېیمه برخه ښځې دي. مېرمنې له شخصي کاروبار پرته په دولتي او خصوصي شرکتونو کې هم پرېمانه دي.

د سړک پر غاړه ځای ځای د تازه میوو او ترکاریو دوکانونه هم ښکارېدل. سره له دې چې عمان د اوبو له کمښت سره مخ دی خو خلک یې په زراعت کې هم تر چا کم نه دي.

عزت الله شمسزی

موږ به سبا له دې ښار روانېږو او بله ورځ به له اردن نه هم ووځو، خو د اردن خاطرې به تر ډېره عمره راسره وي. په اردن کې مې له افغانستان سره ډېر شیان مشابه ولیدل خو ډېر څه داسې وو چې موږ سره یې جوت توپیر درلود. افغانستان یو متنوع ملت دی چې د پښتنو، تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکو، ترکمنو، بلوڅو، پشه ئیانو او نورو په ګډون توکمونو نه جوړ دی چې هر یو یې د هېواد په بډایه کلتوري جوړښت کې ونډه لري. افغاني ټولنه په داسې حال کې چې یوه اسلامي ټولنه ده په قبیلوي جوړښتونو او دودیزو کلتوري ارزښتونو ولاړه ده، خو په مقابل کې بیا اردن دومره ګڼ ملتونه نه لري. د نفوس ډېری برخه یې عربان دي. اردنیان یو ځانګړی کلتوري میراث لري چې د بدوي رواجونو، عرب، سوریایي دودونو او اسلامي اصولو څخه اغېزمن شوی. یو شی چې په دواړو ټولنو کې مې په پراخه توګه مشاهده کړ هغه دا و چې دواړه ټولنې خپلو ټولنیزو او کورنیو ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او خورا ارزښت ورته لري.‌ دوی هم لکه افغانانو ډېری وخت د خپلو کورنیو هوساینې ته لومړیتوب ورکوي او هڅه یې دا وي چې کورنی جوړښت یې خراب نه شي. زموږ لارښود رضوان یې ښه مثال دی، هغه وایي امریکې ته ځکه نه ځم چې ویرېږم کورنی سیسټم مې خراب نه شي. ماته یې ویل زه ډېر وخت هڅه کوم له خپلې کورنۍ لرې دنده وانخلم ځکه له خپلو اولادونو سره ماښامنۍ خوړل، ګډ ژوند او ددوی تعلیم او تربیه راته ډېره مهمه ده. د اردن د خلکو مېلمه پالنه هم کټ مټ د افغانانو په شان سخاوتمندانه ده. د مېلمنو هر کلی او ډېر قدر کوي. د اردن د تاریخي او کلتوري ځایونو په لیدو راته دا هم څرګنده شوه چې دوی بډایه فرهنګي میراث لري او د خپلو تاریخي او کلتوري شتمنیو او ارزښتونو ډېر قدر کوي. دوی وایي دا زموږ ملي ویاړ دی او موږ په همدې تاریخي او کلتوري میراثونو پېژندل کېږو. خو له بده مرغه افغانان بیا دغه ارزښت ته ډېره پاملرنه نه کوي.

سره له دې چې دواړو هېوادونه اسلامي‌ هېوادونه او سني مذهب په کې اکثریت دی، خو له بده مرغه یو غټ توپیر په کې دادی چې دلته اسلام په سیاست کې دومره دخیل نه دی. همدا به یې لامل وي په افغانستان او اردن کې د ښځو د زده کړې وضعیت د پام وړ توپيرونه لري. په افغانستان کې، د ښځو لپاره د زده کړې فرصتونه په تاریخي ډول د کلتوري نورمونو، ټولنیزو محدودیتونو او سیاسي بې ثباتۍ په شمول د مختلفو عواملو له امله محدود شوي دي. اوسمهال چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ده، نجونې په ښکاره توګه له زده کړو منع شوې دي، ښځې په حکومت او موسساتو کې کار ته نه پرېښودل کېږي او په همدې ډول یې پوهې او مهارتونو ته هره ورځ خنډونه زیاتېږي. له بلې خوا، اردن د ښځو د زده کړې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په هیواد کې د ښځو د سواد کچه لوړه ده، او دوی ابتدايي، ثانوي او دریمې درجې زده کړې ته لاسرسی لري. د اردن میرمنې په فعاله توګه د لوړو زده کړو، مسلکي او تخصصي کارونو په برخه کې بوختې دي او هیواد یې د تعلیمي فرصتونو په برخه کې د جنډر مساواتو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

 سره له دې چې دلته لا هم ځینې داسې کارونه شته چې هغه د شرقي ټولنې او منځني ختیځ په خلکو کې رواج دی لکه یو ځای مې یادونه وکړه چې دلته هم د ځینو دولتي ادارو مامورین تر ټاکلي وخت د مخه وځي.‌ په ځینو مواردو کې په لویه کچه درغلۍ شته،‌ لکه د نوي ښار د تعمیراتو او نورو برخو کې مګر بیا هم دا څو ورځې ما دا احساس کړ چې پلازمینه عمان او نور ښارونه یې د ښاري پراختیا، پاکوالي، پراخو سړکونو او ښایسته جوماتونو له لحاظه د ستاینې وړ دي. د دې تر څنګ خلک یې د لکه د ځینو نورو عربي‌ هېوادونو، لکه عربستان، کویټ، دوبۍ او قطر غوندې مغروره نه دي. دوی نرم مزاجه، هوښیار او مینه ناک دي، مسافرین او میلمنو سره په درنښت چلند کیږي. ټوریزم ته ځانګړې توجه کوي او له دې لارې ډېر عاید ترلاسه کوي. موږ چې کله هوایي‌ ډګر ته ورسېدو ما فکر کاوه د ۸۰ کسانو د پاسپورټونو دخولي به ښایي ساعتونه وخت وغواړي، مګر موږ یې په ډېر عزت او قدر یو ځانګړي ځای کې کېنولو او شاوخوا نیم ساعت کې یې د ټولو پاسپورټونه راوړل. ما چې کله ددوی ښه رویه ولیدله دکابل هوایي ډګر مې یاد شو چې یو ځل په ۲۰۲۱ کې کابل ته تللی وم. له الوتکې چې ووتلو د خروجي‌ او دخولي‌ وهلو د غرفو مخکې موږ افغانان او تر پنځوسو زیات بهرنیان شاوخوا یو ساعت ولاړ وو چې د دوو مامورینو ناندرۍ خلاصې شي.‌ دوی خپلو کې په کومه خبره وران شوي وو، یوه تن یو قومندان ته زنګ وهلو او بل کوم بل زورور ته. همدغه وخت چې موږ په دې ټرمینل کې ولاړ وو،‌ د ټرمینل یوې دروازې ته مې پام شو چې ګډوډ لاینونه پرې غځېدلي وو او یو څراغ هم له خپل ځایه بې ځایه شوی او لاندې ځوړند و. د خپل وطن او خپلو خلکو په حال مې افسوس وکړ چې شل کاله نړیوالې مرستې لکه سیلاب ور روانې وې خو چارواکي او زورواکي یې داسې په درغلیو بوخت وو چې د یو عادي څراغ جوړولو ته یې وخت نه لرلو.

دلته هر ځای چې ګورې د ټوریستانو بسونه ولاړ وي، ښه لوکس هوټلونه او رسټورانټونه یې پرېمانه ورته جوړ کړي او د سیاحانو ذهني او فزیکي‌ امنیت یې په ښه ډول خوندي کړی دی.‌ متاسفانه افغانستان چې په جغرافیوي لحاظ تر اردن ښایسته دی،‌ حکومتونه یې ټوریزم ته دومره ارزښت نه ورکوي او د اعلیحضرت ظاهرشاه بابا تر پاچاهۍ وروسته هېڅ‌ یوه حکومت ټوریزم ته پاملرنه ونه کړه. یو شی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ راته یو شان ښکاره شو هغه په هر ښار او هره ټولنه کې د ښایسته جوماتونو شته والی دی.  توپير دادی چې دلته د لمانځه لپاره څوک په سوک، څپېړه نه وهي.‌ عبادت یې د خدای جل جلاله او بندګانو ترمنځ‌ دیوې شخصي اړیکې په توګه پرېښی.

مقدس سفر | عزت الله شمسزی

1 COMMENT

  1. ماشاءالله ، شمسزی صاحب ، ډېره په زړه پورې لیکنه ده ، له هرډول املایي غلطیو پاکه ، بېطرفانه او په حقیقت کې زمونږ د ګرځندوی او توریزم برخې ته یو ښه مثال دی . تاسو ته ښه سفر غواړو . هیله ده ، د خپل سفر یا یون دا لړۍ ترپایه ولیکې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب