پنځمه برخه
له روميانو سره د اصحابو لومړۍ جګړه
اردن کې مو نن درېیمه ورځ ده. د سهار تر چایو او ناشتې وروسته مو بسونه ورو ورو د غرب خواته وخوځېدل. بس کې زه او ډاکټره بشرا یوه سیټ کې کېناستو. ډاکټرې بشرا سره نن سهار بلد شوم.
زموږ د سفر یوه ښه ځانګړتیا داده چې عباداتو ته په کې منظم وخت ورکړل شوی دی. سهار وخته لمانځه ته پاڅېدم. د لابي تر څنګ لوی هال کې ټول ملګري را غونډ شوي وو. چا ذکر کاوه، چا سنت لمونځ او څوک په مراقبه کې ناست وو. ماته د ښځو او نارینه و برابرۍ ډېر خوند راکړ. د سهار تر لمانځه وروسته مو په ګروپي شکل پر محمد علیه السلام درود او صلوات واستاوه او وروسته ډاکټرې بشرا له استاد مهدي نه غوښتنه وکړه چې په عربي ژبه نشید ووایي. استاد مهدي د مصر دی، له ده سره مې په دویمه ورځ هوټل کې معرفت وشو. دی له ۱۷ کلونو راهیسې کالیفورنیا کې د حقوقي سلاکار په توګه کار کوي. ده سره یې په سفر کې مور او خور، مېرمنه، دوه لوڼې او اوه کلن زوی هم و. په دویمه ورځ چې موږ د مبارکې ونې لیدلو ته ورتللو استاد مهدي په بس کې په عربي ژبه ډېر خوندور نعتونه وویل. چې کله مبارکې ونې ته نږدې چاردیوالۍ ته تللو هلته یې هم په ډېر ښکلي انداز دودیزه دایره وغږوله او ټول ګروپ محمد علیه السلام ته درود واستوه. ډاکټره بشرا چې زما شاته ناسته وه فکر کاوه زه د پاکستان یم، خو وروسته مو یو او بل ته ځانونه ور وپېژندل.
پر لاره مې نجونو او هلکانو ته پام شو چې ډله ډله خپلو ښوونځیو ته روان وو. یو ځای څو مېرمنې ولاړې وې، یوه تور حجاب اغوستی و، بل پر ټیکري ویښتان پټ کړي وو. د دواړو لاسونو کې کتابونه وو. لومړی مې فکر وکړ مامورینې دي، خو د کتابونو په لیدو پوی شوم چې معلمینې دي. یوه شېبه په چرت کې لاړم. له ځان سره مې ویل چې دا موږ څه بلا وهلي یو چې ښوونځیو ته مو خنډونه اچولي. لوڼې مو راته ژاړي چې موږ اوچت الوت غواړو خو موږ یې وزرونه کلک نیولي، تر دې خو لا پنځوس کاله مخکې ښه وو. په یوویشتمه پېړۍ کې زموږ بحث پر دې دی چې تعلیم شه دی که بد. ایا په نړۍ کې به بل داسې قوم وي چې د تعلیم مخالف وي او له خپلو خویندو یې د کار احق اخیستی وي؟ خو که لور او خور دې باسواده شوه، ستا د مېرمنې درملنه به وکړي. په دې نه شرمېږې چې د ښځې په وجود دې پردی ډاکټر لاس وهي خو دې ته غیرتي یې چې نجونې دې مکتب ته نه ځي. که د نړۍ علما درته وایي چې د نجونو تعلیم فرض او دیني حکم دی وایې د خلکو کلتور او فرهنګ یې نه ایجابوي. بابا ته خو یې د ښوونځي دروازه خلاصه کړه که چا په کلتوري لحاظ نا مناسبه بلله خپل اولادونه به نه ورپرېږدي او که چا ورسره څه ستونزه نه لرله خپل اولادونه به ور ولېږي. دا بندونه او خنډونه خو ستا له خوا دي. دادې اردن او دا دې هغه ځمکه چې د انبیاو خاوره ګڼل کېږي او په کلتوري لحاظ تر ما او تا ډېر بدوي وو، خو اوس په کې څوک نه د تعلیم مخالف کوي او نه د ښځو د کار روزګار. زموږ او ددې نورو مسلمانانو ترمنځ څه توپیر دی. دوی خو عرب دي، قران د همدوی په ژبه نازل شوی، دین موږ ته د همدوی په وسیله رارسېدلی. اوس ددوی دین بدل دی او که موږ د کعبې لاره غلطه کړې ده.
زه په همدې چرتونو کې وم چې تر خپل قد لږ چاغ مصطفی زموږ مخې ته ودرېد. فکر کوم چا ترې کومه پوښتنه وکړه. لنډه توره او سپینه ږیره، سور چارخانه دستمال یې هر وخت په سر تړلی وي. مصطفی تر رضوان لږ جدي دی او خبرې هم په خپل انداز کوي.
- موته د اردن جنوب خواته کرک یا الکرک ایالت کې ده چې له پایتخت عمان نه شاخوا ۶۰ مایله لرې او د بس دوه ساعته لاره ده. لومړی به د جګړې ډګر وګورو بیا تر هغه لږ وړاندې د اصحابو هدیره ده. په دې سیمه کې د هجرت په اتم کال د موته په نامه د اسلامي تاریخ یوه مهمه غزا ترسره شوې ده. ویل کېږي دا لومړی ځل و، مسلمانان له رومیانو سره چې په سیمه کې یو سوپر طاقت و مخ شول.
مصطفی خبرې کولې او ما شاوخوا منظرو ته کتل چې بسونه د کرک صحرایي لارې ته تاو شول. د اردن د ښارونو ترمنځ د سړکونو دوه ډوله شبکه ده. ځینې سړکونه د کرنیزو ځمکو نه تیریږي چې عربان یې “طریق الزراعي” بولي او ځینې بیا له دښتو څخه تیریږي او د “طریق الصحراوي” په نوم یادیږي. د صحرا سړکونه معمولا د ګړندي ترافیک لپاره وي چې په امریکا کې هم همداسې ده. که تیز مزل غواړې نو بیا به Highway ته ننوځې خو که د کلیوالي سیمو ننداره کوې نو بیا په Country roads مزل ډېر خوندور دی. جالبه خو داده چې امریکایان هېواد ته هم Country وایي او اطرافي سیمو ته هم Country وایي له نابلده سړي نه بیخي لاره ورکه کړي.
پر صحرایي لاره تر لږ مزل وروسته په یوه دښته کې یو کلی او څو دوکانونه وو. دواړه بسونه ودرېدل او مصطفی موږ ته وویل چې دا ځای نامي شیدې لري او زموږ مصریان ملګري یې سخت شوقیان دي. کټ مټ لکه د کابل پروان لاره کې چې چشمه دوغ یو خاص شهرت لري.
زه او ډاکټره بشرا هم ورښکته شولو. یوه دوکاندار نه مو دوه پیالې شیدې وغوښتې. بشرا چې کله د شیدو غوړپ وکړ، ما ویل:
- کیسا هی دودھ پتي.
- یہ بکری کے دودھ ہے
ماته د مستنصر حسین تارړ یوه خبره رایاده شوه چې اندلس ته د سفر پر مهال یې په یوه هوټل کې د وزې د شیدو چای څښلي و او په دې خاطر یې غوسه کړې وه چې د ګجرات جټ تارړ یو وخت خپل دښمن ته د وزې شیدې نه ورکولې. مستنصر حسین تارړ رښتیا هم ښې سفرنامې لیکلي. ماته دده او ارواښاد مولانا وحیدالدین خان سفرنامې ډېر خوند راکوي. د تارړ د سفرنامو کمال دا دی چې طبیعي منظرې او مختلف کلتورونه په ډېر هنر سره بیانوي. د مولانا وحیدالدین خان د سفرنامو ښېګڼه بیا داده چې وړې وړې پېښې را اخلي او د عبرت و نصیحت په توګه یې لوستونکو ته وړاندې کوي.
بشرا ته مې دا کیسه وکړه ما ویل ته خو خپه نه شوې. ویل یې نه که څه هم زما پلار د ګجرات و خو زه په لاهور کې لویه شوې یم. زما لپاره د وزې شیدې هم د الله تعالی نعمت دی. بشرا تر ما دمخه دوکاندار ته پیسې ور وړاندې کړې هغه ویل ځه خیر دی. ما ویل نه ولې خیر دی همدې ته ناست یې. ما هم پیسې ور وړاندې کړې. زما له لاس نه یې پیسې واخیستې.
موټر کې مې ډاکټرې بشرا ته وویل چې دا خلک د ښځو خاص احترام کوي. هغه ورځ چې د مبارکې ونې لیدلو ته ورغلي وو هلته دوو ښځو اودس ته حاجت پیدا شو. هغو موظفینو په ډېر احترام ورسره مرسته وکړه. کاش چې دا احترام یې د پاکستان او افغانستان د خلکو غوندې ظاهري نه وي.
هغې ویل عرب پخوا بدوي وو، خو اوس زمانه بدله شوې ده. دا وطن ښځو ته ډېر مصئون دی هر چیرې چې وغواړي یوازې تللې شي. د خپلې پاکستانۍ ملګرې کیسه یې وکړه چې یو وخت یې کراچۍ کې څه ستونزه لرله او د مسقط یوه روغتون کې یې د دندې لپاره انټرویو ورکړې وه، خو هغه د مسقط څخه 200 کیلومتره لرې د نسبتا لږ نفوس لرونکي ښار روغتون ته غوره شوه. هغې احتجاج وکړ چې دا خو ښځینه ذات ده او لرې نابلده سیمې ته څنګه لېږل کېږي. د روغتون کوم رئیس ورته ویلي و ډاکټر صاحبې دا عمان دی، ته په هر کونج کې خوندي یې. اندیښنې ته اړتیا نشته.
اوس هغه ډاکټره، که شپه وي یا ورځ، له چادرۍ پرته بې پروا خپل کار ته ځي راځي. دلته له کوره بهر ډېرى کارونه مېرمنې پخپله کوي او په دې کې کومه ستونزه نه لري. حجاب د عماني ښځو په منځ کې رواج دی، خو په غیر عماني میرمنو څه جبر نه شته چې هغوی دې هم واغوندي. هو یوه اخلاقي تمه ان له بهرنیانو هم شته چې خپلې مټې او پنډۍ پټې کړي او د ځایي خلکو دیني او کلتوري ارزښتونو ته احترام وکړي.
زموږ بنډار روان و چې یوځل بیا د شیخ عمر غږ شو. پوهېږم چې له تقریرونو او تاریخونو به ستړي یاست. خو دغسې ځایونو ته تر تګ دمخه د هغوی په اړه معلومات لرل ضرور دي. لکه دمخه مې چې وویل دلته د رومیانو او مسلمانانو لومړۍ جګړه شوې ده. د دې جګړې لامل دا و چې د حدیبیې له سولې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د قبلولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ته د بلنې لیکونه واستول. نو حارث بن عمیر ازدي (رض) د شام د بصري والي ته ولیږل شو، کله چې موته ته ورسید، د شهرابیل بن عمرو غساني له خوا ووژل شو.
که څه هم په هغه وخت کې د روم ځواک د مسلمانانو له ځواک سره هېڅ د مقایسې وړ نه و. خو د غساني پر ضد پوځي اقدام ضروري وګڼل شو. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته د درې زره کسانو یو لښکر واستاوه او حضرت زید بن حارثه یې د لښکر د قومندان په توګه وټاکه. اصحابو ته یې وویل چې که زید بن حارثه شهید شي، نو جعفر! ابن ابي طالب به د لښکر مشر شي او که هغه هم شهيد شي نو حضرت عبدالله بن رواحه به د لښکر امير وي او که هغه هم شهيد شي نو هغه څوک چې مسلمانان پرې متفق وي هغه به امير وي. د دې وړوکي لښکر په مقابل کې روميانو يو لوى لښکر درلود چې د ځینو روایتونو له مخې یې شمېر یو لک ته رسېده. مسلمانانو په جګړه کې ډېره مېړانه وکړه خو بیا هم د لښکر په شمیر کې د لوی توپیر له امله د مسلمانانو د لښکر قوماندانان يو په بل پسې شهيدان شول. چې کله درې واړه جلیل القدره صحابه شهیدان شول، نو بيا حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه بیرغ په لاس کې واخیست.
د اسلام په لښکر کې د خالد بن ولید دا اولنۍ جګړه وه. ده چې دجګړې خاص استعداد او مهارت درلود، د لښکر ساحه یې بدله کړه، د موته همدې ساحه کې دوه غونډۍ دي چې مسلمانان له همدې غونډیو اسیب پذیره و، د ماښام په تیاره کې یې یو شمېر کسانو ته وویل چې د غونډیو هغې بلې غاړې ته ورشي او سبا سهار وختي، د خاورو ګردونه جوړ کړي چې رومیان فکر وکړي موږ ته مرسته راورسېده. بل کار یې دا وکړ چې د لښکر دواړو خواو کې یې تغیرات راوستل او د بیرغ ساحه یې بدله کړه. لنډه دا چې په همدې جنګي هنر، زړورتيا او وړتيا سره يې وکولی شول چې نور مسلمانان له تلفاتو وساتي او د مسلمانانو پاتې لښکر له کوم زيان پرته راوباسي. ددې جګړې په اړه د اسلامي مورخانو باور دادی چې یو طرف هم د جګړي د بري ادعا نه شي کولی، خو البته دومره وشول چې رومیانو او شاوخوا مسلمانانو ته یې وښودل چې یو کوچنی لښکر هم د وخت د یو سوپر طاقت مخې ته درېدلی شي او غرور یې ماتولی شي. خالد بن ولید چې کله بېرته مکي ته ورغی رسول الله صلی الله علیه سلم یې مخې ته راووت او هماغه وخت یې د سیف الله یا د الله جل جلاله د تورې لقب ورکړ.
هغه درې جلیل القدره صحابه او د مسلمانانو د لښکر قوماندان چې په دې جګړه کې شهیدان شول، درې واړه مهم کسان وو. عبدالله بن رواحه یو له هغو صحابه کرامو او شاعرانو څخه و چې د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دفاع یې کوله او د حماسي شعرونو او قصیدو په لیکلو یې مسلمانان غزا ته هڅول. هغه یو له دولسو امیرانو څخه و چې په عقبه کې یې له محمد صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ. دوه تنه نور یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کورنۍ غړي وو. زید بن حارثه ته یې زوی ویلي و او جعفر بن ابي طالب یې د کاکا زوی و. ددوی ترڅنګ په دې غزا کې شاخوا څلویښت صحابه شهیدان شوي، چې نور دجګړې په ډګر کې ښخ شول، خو د قوماندانو زید، جعفر او عبدالله جسدونه د جګړې له ډګر څخه لږ لرې ښخ شوي دي. دلیل یې ښایي دا وي چې جګړه سخته وه دوی ونه شول کولی نور شهیدان له هغې ساحې راوباسي.
موږ د جګړې له ډګر سره نږدې بازار کې د سړک پر غاړه ودرېدو. د جګړې سایټ نه اوسپنیز جال تاو شوی او هلته څوک نه پرېښودل کېدل. ددې بازار ختیځ خواته یو کیلومتر لرې بیا هغه هدیره ده چې اصحاب په کې دفن دي. موته کټ مټ د ګردیز د بازار غوندې خو تر هغه لږ کوچنی دی. هماغسې وچ بادونه او ګردونه په کې چلېدل. زړه مې و د معرکې ډګر ته نږدې ورشم خو ستونزه دا وه چې هلته دوه ځایونه ښکارېدل. له یوه دوکاندار نه مې پوښتنه وکړه چې د موته جګړې ډګر کوم یو دی هغه چاردیوالي چې لري او که کنډر. اول مې په خبره پوی نه شو. کله چې مې ورته د هغو اصحابو نوم واخیست چې دلته شهیدان شوي ویل یې ښه ښه ته د مقام جعفر پوښتنه کوې. هغه لږ مخکې دی. فکر کوم بیا هم پوی شوی نه و. ویل یې د کوم ځای یې ما ویل د افغانستان. ښه ښه افغاني ډریوران په دې لاره ډېر تیرېږي او کله کله درېږي. وروسته چې مې تحقیق وکړ پوی شوم چې ځينې پښتانه لوی ټرکونه چلوي او کله کله د سعودي او اردن ترمنځ هم بارونه وړي.
موږ په دې بازار کې دیوې شېبې لپاره ودرېدو. هلته لږ لرې د موټرو یوه هډه وه، له یو څو دوکاندارانو سره مې خبرې وکړې. ډېر خواږه خلک وو. یوازې یوه ستونزه وه چې لکه افغانستان باید د اجناسو د پیرودلو پر وخت ورسره چنې ووهل شي. دوی یې هم لکه زموږ دوکانداران ګران بیه کوي خو ورو ورو را ښکته کېږي. د ماسپښین وخت و، شاوخوا ګڼ شاګردان لیدل کېدل چې له ښوونځیو راوتلي وو. نجونې او هلکان ټول څوک موټرو ته ولاړ وو او څوک پیاده کورونو ته تلل. یوه دوکاندار راته وویل دلته یو جامعه موته پوهنتون او یو څو ښوونځي دي. داسې ښکاري چې اردنیان له تعلیم او پوهې سره ډېره مینه لري. د موټرو هډې ته ولاړم ما ویل ته صبر چې لکه افغان ډریوران مې یوې او بلې خواته کش کوي او کنه. یو دوه ټیکسي والا رانږدې شول او پوښتنه یې وکړه که چېرته ځم نو دوی به مې ورسوي، خو نورو کلینرانو او ډریورانو کش را کش نه کړم. ما ته د کابل خاطرې رایادې شوې چې کله به له کابله لغمان ته تلم نو په پلچرخي کې به مې ارو مرو له ډریورانو سره خوا بدېده. یوه تن به یوې خواته کش کولم او بل به له بلې خوا نارې وهلې. یوه مشهوره کیسه خو داسې هم وه چې کوم وخت کابل کې له کوم سړي نه ښځه ورکه شوې وه. وایي ډریورانو یې میړه یوې خواته کش کړی و او بل ډریور له بلې خوا غږ کړی و چې هله خورې میړه دې هغه موټر ته وخوت، ښځه غریبه چې چادرۍ کې وه شاوخوا ورته چندانې ښه نه ښکارېده ایسته بلې سراچې ته ختلې وه. دا خبره لکه یادونه چې مې وکړه ښایي یوه جوړه شوې کیسه وي خو له بده مرغه تر ډېره زموږ د هډې او موټروانانو فرهنګ همداسې و.
د موته جنګ په یو پراخ میدان کې شوی و. اوس که څه هم دلته ډېره ابادي شوې ده، خو د میدان له ساحې نه یې اوسپنیز دیوال تاو کړی او د جګړې سنګرونه د هماغه وخت په شکل لا هم په خپل ځای دي. په میدان کې هم د ځینو اصحابو قبرونه شته او کېدای شي یو وخت به پرې مزارونه هم جوړ شوي وو خو اوس یو څو وران قبرونه ښکاري. د موته د ډګر مخې ته د جامعه موته په نامه پوهنتون دی چې د اردن په لویو پوهنتونو کې حسابېږي. موږ دلته یو څو عکسونه واخیستل. دعا مو وکړه او د مقام جعفر خواته لاړو چې له دې ځایه یو کیلومتر لرې دی.
په مقام جعفر کې مې د زید بن حارثه او جعفر بن ابي طالب رضی الله عنهم قبرونه په خپلو سترګو ولیدل خو د عبدالله بن رواحه قبر تر دوی شاوخوا یو کیلومتر لرې د کورونو په منځ کې و . په هدیره کې مې ویډو اخیستله چې د مزار دوه تنه مسوولین راغلل. په عربي یې راته څه وویل پوی نه شوم. په اشاره یې پوی کړم چې زما په موبایل به راته عکسونه واخلي. یو دوه قبرونه یې هم را وښودل. له زینې چې ښکته شوم د ګوتو په اشاره یې رانه پیسې وغوښتې. دا کار یې ښه یا بد په دې څه نه وایم، خو ما داسې احساس کړ چې د عرب و عجم په ذهن کې د غربیانو یو شان تصویر دی. دوی فکر کوي څوک چې غرب کې اوسي هغوی تر موږ غني دي. په هدیره کې لکه زموږ د زیارتونو غوندې ملنګان او پيران نه اوسېدل. نه تاویزونه کېدل او نه هم چا د قبرونو عبادت کاوه. پر یوه قبر مې هم کومه جنډه او ټوټه ونه لیدله زه نه پوهېږم چې زموږ هېواد ته دا رواجونه له کومه ځایه راغلي.
د حضرت زيد بن حارثه او حضرت جعفر بن ابي طالب رضي الله عنهم له قبرونو سره يو لوی جومات هم جوړ شوی دی چې د اودس او لمانځه ټولې اسانتياوې لري. موږ په همدې جومات کې د ماسپښین لمونځ وکړ او بېرته د هوټل خوا ته روان شولو. پر لاره رضوان غږ وکړ چې د سړک چپ لورته وګورئ دغه سپینه ګنبده چې د کورونو په منځ کې ښکاري دا د عبدالله بن رواحه زیارت دی. دده په وینا ښایي د جګړې د شدت له امله صحابه و هغه وخت ونه شول کولی دی له جعفر بن ابي طالب او زید بن حارثه سره په یوه هدیره کې ښخ کړي. د عبدالله بن رواحه د زیارت شاوخوا اوس ټول کورونه دي او چې موټر لږ مزل وکړي نو یوه لویه دښته شروع کېږي. ماته جالبه داده چې له پایتخت پرته د اردن اکثره کورونه یو ډول ښکاري، ټول له سیمټي بلوکو جوړ شوي او دنګ دیوالونه لري. سړی داسې فکر کوي لکه ټول چې یوه انجنیر ډیزاین کړې وي. ددوی کورونه ډېر ځل و بل نه لري، نه یې د باندې رنګ او ډیزاین ته دومره پاملرنه شوې ده. عام خلک یې ساده کورونه او ساده ژوند لري. زموږ غوندې لویې لویې چاردیوالۍ یې هم نه شته. بس ساده کورونه چې ابارتمان ډوله شکلونه لري. دا ټولې ابادې په سوځنده دښتو کې دي. دښتې یې ټولې وچې او له تیږو یې معلومېږي چې لمر یې سوځنده دی.