چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهلاوروف وايي، د افغانستان واقعیتونو ته په کتو روسیه پر طالبانو بندیزونه...

لاوروف وايي، د افغانستان واقعیتونو ته په کتو روسیه پر طالبانو بندیزونه پای ته رسوي

تاند (سې شنبه، د جوزا  ۸ مه) د روسیې د دولتي خبري اژانس RIA ریانووستي  د راپور له مخې، د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې حکومت به طالبان د منع شویو ترهګرو سازمانونو له لیست څخه وباسي.

روسیې دا پرېکړه په جګړه ځپلي افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو درې کاله وروسته کړې ده.

د طالبانو تحریک له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل: «قزاقستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې، موږ هم د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د هغوی د ایستلو پرېکړه کوو.»

د ۲۰۲۳ کال په پای کې قزاقستان طالبان د منع شویو سازمانونو له نوملړ څخه وایستل.

په طالبانو باندې له نړیوالو بندیزونو سره سره، روسیې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. خو روسیې تراوسه د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د دوهمې برخې د مشر ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د طالبانو د بندیزونو د لیرې کولو په اړه راپور وړاندې کړی دی.

د بندیزونو له لیسته د طالبانو ایستل به د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې هم نژدې او زیاتې کړي.

د ریانووستي اژانس پر اساس، لاروروف وویل چې دا پرېکړه په افغانستان کې د موجودو واقعیتونو پر اساس کوي.

ده زیاته کړه: «دوی حقیقي قدرت دي. موږ د افغانستان په وړاندې بې تفاوته نه یوو او تر هر څه مهم دا دي چې زموږ د منځنۍ اسیا متحدان یې په وړاندې بې تفاوته نه دي.»

په همدې حال کې مسکو د افغانستان طالبانو ته په خپل ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

1 COMMENT

  1. لارړف ګله،
    تاسې خو د مرحوم ياسر عرفات په وخت کې د فلسطين ملاتړي واست او هغه خپل پخوانی اخلاقي مسؤوليت مو نن تر سره کړئ او له آیرلنډ، ناروي او هسپانيه سره په ګډه همدا نن اعلان وکړئ چې فلسطين په رسميت وپېژنئ.
    کريميا مو پخپله خېټه کې واچوله او يوکراين ته مو بډې راوهلي دي. نن دی او که سبا دی يوکراين به تاسې ته د تېر په څېر پاتې کيږي.
    لاروف ګله،
    تېر ته په کتو موږ وتاسې هم تاريخي دوستان پاتې شوي يو. زموږ کله هم نه هيريږي چې تاسې لومړنی هېواد واست چې د ارواښاد غازي امان الله خان په وخت کې چې موږ له برتانيا خپله خپلواکي اعلان کړه، نو تاسې په رسميت وپېژندلو. که دې پر ياد وي، نو د هغه ستونزه د نجونو د ښوونځيو او د ولس د زده کړې او راوېښولو وه، خو له بده مرغه چې د هغه وخت د نړيوال مونتاژ ښکار شو او له هېواده پرېښوولو ته مجبور شو.
    بيا وروستۍ ناخوالې شوې چې کودتا وشوه او تاسې د داسې چا ملاتړ وکړ چې هغوی نااهله ول او کارمل مو په ټانګونو سپور راوړ او امين مو ووژلو.
    بيا مو د ارواښاد ډاکټر نجيب الله په شتون کې له رباني، مسعود او فهيم سره تړون وکړ او رباني پوتين ته وويل چې د نجيب الله په پرځونه کې ورسره مرسته وکړي چې دويمه کودتا بريالۍ او د جبل السراج تړون رامينځته شو.
    امريکا هم ورته لوبه د محمد اشرف غني په شتون کې له طالبانو سره وکړه او خليلزاد يې د همدې لپاره ګومارلی وو. د قطر د دوحې تړون يې رامينځته کړ او برحال ولسمشر يې منزوي او له افغانستانه يې د رسميت حق سلب کړ.
    فلسطين خو د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او نه حماس په دې دومره جنګي شپو او ورځو کې خپل ښوونيز مرکزونه د نجونو او هلکانو پرمخ تړلي نه دي، خو دې نورو تړلي دي.
    که تاسې ته په تاريخي لحاظ زده کړه ارزښت لري، نو تاسې د تېر امان الله خان د وخت هغه وخت هم راياد کړئ چې هغه د نجونو پر زده کړه له هغسې مشکلاتو او ستونزو سره مخ شو چې د کفر فتوی پرې ولګول شوه، خو نن تاسې ….
    تاسې د واقعيتونو د ليدلو خبره کړې ده، نو ايا تاسې په دې خپله خبره کې رښتيني ياست چې واقعيتونو ته ګورئ او که خپلو ګټو ته؟
    لاروف ګله،
    که واقعيت وي، نو ايا د روسيې د يو سابقه دار مامور او د بهرنيو چارو د وزارت اړوند تجربه ناک شخصيته تاسې به خپله لور/لورګانې په ننني عصر کې له څو کلونو لپاره همداسې بې سرنوشته پرېږدئ؟
    زه خو قوي باور لرم چې خپله لور/لورګانې او ان د خپل هېواد لوڼې به يوه ورځ څه ان چې يو ساعت هم بې زده کړې پرېنږدې.
    افغانستان خو اوس د پاکستان د پوځ د غلبې لاندې دی. دا پاکستان دی چې د طالب پر مټ يې زموږ ښوونه او روزنه هم ولوټله او سياسي ازادي خو يې ستاسې د بيرته وتلو په وخت کې د حکمتيار په لاس ولوټله.
    موږ خو له خپلې سياسي خپلواکۍ خلاص شوي يو، خو هيله ده چې ښوونه او روزنه مو هم تاسې مه لوټئ.
    تاسې و انصاف مو.

    https://www.youtube.com/watch?v=x1hxZdflMt4&t=508s
    د افراسياب خټک وينا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب