جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان د کابل رژیم ته؛ نورولي محسود او د ټي ټي پي...

پاکستان د کابل رژیم ته؛ نورولي محسود او د ټي ټي پي نور مشران را وسپارئ

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) د پاکستان حکومت یو ځل بیا په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي د مشرانو د موجودیت ادعا کړې او د طالبانو له رژیم څخه یې د دوی د ور سپارلو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې د طالب رژیم د نه همکارۍ په صورت کې به په دې اړه یو اړخیز اقدام وکړي.

پاکستان تر دې مخکې هم ورته خبرداري ورکړي او له یو اړخیز اقدام څخه یې هدف په افغانستان کې د ټي ټي پي د ځپلو په نوم اقدامات وو.

دغه هېواد د طالب رژیم له بیا واکمنیدو سره څو ځله د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته هوایي او ځمکني عملیات کړي او مدعي شوی، چې دا عملیات یې د ټي ټي پي د ځپلو لپاره کړي.

په کابل کې واکمن رژیم بیا د پاکستان لخوا شوې ادعاوې تل رد کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید پر دوی د نیوکو پر ځای خپله انرژي د خپل امنیت ساتلو مسوولیت ته پاملرنه وکړي.

پاکستاني وزیر په تازه څرګندونو کې د هغه برید ملامتي بیا افغان خاورې ته راجع کړې، چې پښتونخوا کې پر چینایي انجینرانو شوی و.

کابل کې واکمن طالب رژیم دا ادعا هم بیا- بیا بې اساسه ګڼلې ده.

5 COMMENTS

  1. هیبتې ځناور ټرلیبان او ټی ټی پي ټول د ای آیس اي ناجایزه پرکټې دئ، او ای ایس ای د انګریز ناجایزه ترهګر دي. نو معامله پاکه او صفا دي، او هغه دا چېناسو دری واړه حرامیان سره یو او جوړ یاست، نور خلک زهیروئ او بس!

  2. دا خو هغه كارونه (اصطلاح) ده چی طالبانو به د پاکستان او ایران + نورو په نغوته جمهوریت ته کاروله، خو پاکستان و إيران به ورته نه کاروله. عمران خو دير زيات احساساتي شوى وو أو داسى نور. دا خو همدا پاکستان و ایران+ د امریکا په شمول نور تول ول چی دوی یی واک ته ورسول او نن ورته هماغه کارونه کوي چی دوی به جمهوریت ته کاروله.
    رحمان بابا
    کوهي نه كنه د بل سري په لار کی
    کنه هسی ….
    دوی خو جمهوریت ته غشي ور ايشتل، خو نن همدوى ته ور ايشتل كيري.

  3. فکر کوم د پنجابیانو کونې ته بیا لږ واسلین او غوړ توکې وررسېدلي دي . په دې توګه غواړي له یوې خوا ټالبان وډارکړي چې که د دوی له اوامرو سرکشي وکړي مثلا له روسیې ، ایران او چین سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګې کړي ، نو پنجاب به د دوی له خوا جوړشوي ډلې او د هغوی مشران چې ګویا په افغانستان کې موجود دي ، وټکوي او له بلې خوا به د افغانانو ملي روحیات نور هم زخمي کړي .
    که پنجابیانو زمونږ پر خاوره داځل تعرض وکړ ، باید ټول ملت په یوه غږ د هغوی مداخله محکومه کړي او د خپل وس په اندازه دې دا موضوع په نړیوالو سازمانونو کې مطرح کړي ، چې پنجابي دولتي ترهګري ودروي او هغوی د یو متعرض دولت په توګه وپېژني . افغانان هم باید په ټول قوت سره د پنجاب مخالفې ډلې او ګروپونه تقویه کړي ، ترڅو سندیان ، کشمیریان ، بلوچ او پښتون محکوم ملیتونه له دوی نه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړي

  4. دغه باچا چه پخوا یی د شمس په نوم تبصری لیکلی. سوچه ماته د پاکستان د ای اس ای جاسوس او تنخوا خور ښکاری. دغه نیمچه چڼی د ای اس ای تنخوا خور دی.
    شمس یا باچا ته ای اس ای وظیفه ورکړیده چه د افغانانو ټول شخصیتونه چه په هر حکومت کی وه په یو نوم او بل نوم وشرموی.
    شمس فکر کوی چه انترنیت زما شخصی حریم دی خو……………..

    • ته هم د پنجاب په پړۍ تړلي ثابت سوئ. د افغانستان په مستعار نوم زویه خلک نسئ غولولي. تا د شخصیتونو یادونه کړئ. ته چا ته شخصیت وایې ؟ هغه هیبتې ځناور چې خپل ٢٠ کلن ځوان زوى ته یې له باروتو ډک واسکټ ور واغوست او بیا د قچلاغ په مدرسه کې مدار سو؟ او که ته د هیبتې ځناور په نامه کندهار کې مخ پټ د ای آیس ای جنرال ته شخصیت وایې؟ دا که ته هر یوه ته شخصیت قایل سئ ستا په تاوان دئ.
      بله دا چې، ته شمس ، پاچا یادوي او یو بل سوډر هم چې یو څو وخته کیږي الحمدلله ورک دي همدا خبري زمزمه کولى. ځه ته او وجدان دی زه به ولي د بل چا په نامه لیکني کوم ؟ ته به د ما څه وکړئ؟ دا معلومه سوه چې، تا هم په پنجابي مدرسو کې وخت تیر کړئ او ډیر ښه یې روزلي یې. او یا دا چې، بې ادبي معاف تر خوټو کم عقل یې په نړیوال سیاست دی سر نه خلاصیږي او په احساساتي ډول په مجازي فضا کې ګوزونه اچوي.
      زه به د خوشحال بابا په دې بیت اکتفا وکړم:
      چې عذاب دی په دنیا کې
      هغه څه دي له نادان سره صحبت دي
      اګر عاقل در خانه هست یګ حرف بس است!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب