دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهقطر ته د ملا عمر د ورور عبدالمنان عمري سفر

قطر ته د ملا عمر د ورور عبدالمنان عمري سفر

تاند (سې شنبې، د جوزا ۸ مه) د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د طالبانو وزیر او د دې ډلې د موسس ملا عمر مجاهد ورور عبدالمنان عمري په یوه سفر د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه سفر تایید کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ویل شوي، چې له ملا منان عمري سره یو طالب پلاوی هم په دغه سفر کې ملګری دی.

معلومه نه ده، چې دا سفر د هغه تر واک لاندې وزارت او که نورو سیاسي مسایلو سره تړاو لري.

ټاکل شوې، چې د راتلونکې جون میاشتې په وروستیو کې دوحه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د درېیمې غونډې کوربه وي.

دې غونډې ته د طالب پلاوي د استولو هڅې چټکې شوي، خو طالبانو د تېرې تحریم کړې ناستې په شان په دې ناسته کې هم د خپل ګډون لپاره شرایط وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب