یکشنبه, جون 16, 2024
Home+د ټولنیزو ارزښتونو له مخې، د ښکلاپوهنې معیارونه

د ټولنیزو ارزښتونو له مخې، د ښکلاپوهنې معیارونه

۸ څپرکی

استادشهسوار سنګروال

موږ په تېرو پاڼو کې ځاې ځاې د ښکلا پېژندنې په اړه څرګندونې وکړې ، ولې په دې اړه مو په تېر سر لیک کې ووېل، چې آیا ښکلا علم دی او که هنر؟ خو په په دې هکله مو په لومړي سر کې د هنر په تړاو تر یوه بریده، هنر پېژندنې ته سر ورښکاره کړ…..اوس غواړو چې ښکلا وپېژنو، چې علم دی او که هنر؟!

که موږ ووایو چې هنر د ښکلا ځانګړې برخه ده او په دې ټینګار کوو، چې هنر کې هر څه ښکلی دي او هنر بدرنګي نه مني …!؟ خوکه د بیلابېلومذ اهبوپاڼې واړوو، نوبیا پوهېږو،چې ځنو ته ځنې مذهبونه ښکلي اوځنو نوروته بیا بدرنګه وي .

دمثال په ډول ، برهمنیزم ، زر تشتیزم، هندویېزم اود بودېزم بېلابېلې څانګې ، مذهبي دودونه او د لمانځنې بڼې او توکي تر یوه بریده یوله بل سره توپيرلري ، ولې هنرمند، بت کاږونکی او بت تراش د لمانځنې دغه توکي په بېلابېلو بڼو پنځوي.

یو شمېر بوتان داسې انځور کېږي، چې کټ مټ فزیکي جوړښت او ښکلا یې انسان ته ورته وي، ګوروچې ښکلې سترګې، شونډې، پوزه، د مخ بشپړ انځور او په ټوله کې د بدن بشپړ غړي یې پنځولي دي ، ولې داسې بوتان هم ګورو، چې هنرمند د خلکو د عقاید له مخی، داسې رغاولي، چې نیمه تنه او د بدن یو شمېر غړي یې انسان ته ورته دي او یو شمېر نور غړي یې داسې بدرنګه پنځول شوی، چې ان ماشومان ترې ډاریږي…

 آیا د هنرمند دغه ډول پنځونی، هنري ارزښت لري او که د هنري ارزښت له چاپېریاله یې باسو، چې ګنې هنري ښکلا، نوښت او پایښت نه لري؟ هنرمند خودخپل هنر پرمټ یوه هنري تابلوپنځولې ده،داچې رنګ اوخوند یې له مذهبي سلیقي سره توپیر لري ، نود ښکلا پوهنې معیا رهم سلیقوي بڼه خپلوي .

پخوا تر دې چې د دې پوښتنې بشپړځواب ته راوګرځو ښه به وي، چې د ښکلا پوهنې اوښکلاپېژندنې پربنسټ د هنري ارزښت په رڼا کې بودېزم برهمیزم،زرتشتیزم اوهندوییزم وپېژنو:

 په اوس مهال کې د هندوستان اتیا سلنه (۸۰٪) خلک د هندو مذهب پيروان دي او نور یې بودایان، مسلمانان، عیسوي کاتولیکان او یهودیان بللی شو.

موږ په یو شمېر انځورونو، مجسمو کښنو او بوتانو کې ګورو، چې هنرمندانو پخپلو جادوګر ګوتو د وخت ناخوالې، انګېرنې او مذهبي لمانځنې کاږلي دي. هغومره چې هنرمندانو د بودېزم په تړاو مجسمې جوړې کړي دي او د بودیزم د عقایدو پخلی شویدی، ښایي په پرتلیزه توګه دومره د نورو بېلابېلو عقایدو او مذهبي لمانځنو، پنځونې نه وي شوي .

 هنرمندانو د مجسمو او انځورونو له لارې ډېرڅه کړې، چې د تاریخ په اوږدو کې له لرغوني تاریخ نه راواخله تر معاصر تاریخه پورې دغه دود پاللی دی او د دې يو لامل دا دې چې بودېزم یو لرغونی مذهبي دود دی، چې بودا د ۵۰۸ مخزیږدی او ۴۸۸ مخزیږدي تر مینځ د دې بنسټ کېښود، پرمختیا یې ومونده او پراختیا .

 دده اصلي نوم «سیدارتا ګاتاما وه، (siddharta-gatama) چې د ښې روې، مهربانۍ او د «تلقین» په وسیله د خلکو په زړونو کې ځاې وموند.

«بودا» د منور او روڼ اندي په مانا دی او دده په ویاړ ډېر معبدونه، استوپې او لمانځ ځایونه، د هنرمندانو، انځور ګرانو او انجنرانو له خوا وکاږل شول، چې ځانګړې ښکلا، پرتم او دب دبه ورکړه شوې ده.

دی به تل د بوهي د ونې لاندې ناست وه او د واحد خدای لمانځنه او ستاینه به یې خپلو مریدانو او پلویانو ته کوله. د هند په ملی ګالرۍ کی یو انځور په دېوال راځړول شوی، چې کسه یې داسې دی: یوه ورځ چې دی د بوهي ونې لاندې ناست وو او پیروان یې ترې راچاپېر ول، یو ناڅاپه یوه کوتره له هوا راوغورځېده او دده په تخرګ کې ځان پټ کړ… بیا نو بودا خپلو مریدانو ته ووېل، هلي چاړه راته راوړئ.

له ده نه راتاومریدانو یو بل ته وکتل، چې بودا خو له وینو تویولو کرکه لری او دی نه یوازی په انسانانو مهربانه دی، بلکې څاروېیو او الوتونکو سره هم مینه لري … ولی چاړه غواړي، چې کوتره پرې حلاله کړي؟ خو بیا هم چاړه یې ورته راوړه او بودا له خپلې پڼدۍ غوښه پرې کړه او لرې یې وغورځوله ، په دی وخت کې شاهین یا باز له ونې راغوټه شو او د بودا د پڼدۍ غوښه یې په منګلو کې واخسته او والوت .

له هغې وروسته یې کوتره ازاده کړه او هغه هم والوته،چې دبودا دغه کارپه عاطفي لحاظ هرچاته دپام وړوګرځېد.

سره د دې، چې دغه انځور په دو ژبو، هندي او انګلیسي تشریح شویدی ، خو که تشریخ شوی هم نه وی، انځورګر او هنرمند داسې دغه کیسه ښکلې پنځولې ده ، چې هر سړی او هر لیدونکې په اسانه پرې پوهېدلی شي.

بودا چې د خپلې پوهې له مخې، څلوېښت کاله د ګنګا په ټاپو کې تبلیغ وکړ او وې لېدل، چې د هند روحانیون د «veda» چې د اریایانو سپېڅلي کتاب وه او هغه لارښوونې تعقیبوی، نو بیا یې د تلقین او تبلیغ له مخې په درې ګونو کړنو، چې دا یې د انسانانو تېروتنی او بدګڼې ګڼلی، یانې :

ناپوهي، بدخواهي او خودخواهي چې انسانان بې لارې کوي ، ټولنیز کړه وړه بدرنګوي،ښکلاله مینځه ځي، باید خپل ځانونه ترې وژغوري . . . بیانودده پیروانو او مریدانو دده د ښودنو پخلی وکړ.

یوه ډله هنرمندان او انځور ګر دېته وګمارل شول ، چې دده مجسمې جوړې کړي اوله دې پرته په پراخه پیما نه، دیوې مینې له مخې ، دده یو شمېر پلویانو او مریدانو په لرغونې «پالي pali» ژبې د یوه کتاب د کښلوهڅه هم وکړه :

۱ـ چې لومړی د هغه افکار، تعلیمات او سپارښتنې وليکي .

۲- دده په عقیده روح نه مري تحول منونکی دی.

۳- که انسان ښه کارونه وکړي، روح یې خوشحالېږي او دانسان روح ښکلا ته لاره پرانیزي .

په ټوله کې بودیزم ژوند سپېڅلی ګڼي او ټینګار کوي، چې د ټولو ژوند ېیو شیانو ساتنه او پالنه ضروري ده چې  بایدوشي.

ولې بیا هم په لرغوني هند کې د هنرمندانو داسې پنځونې،انځورونه او مجسمې ګورو،چې د یوه برهمن او«سود را » ټولنیز ژوند تمثیلوي.

د هند دهغه مهال په لرغوني تاریخ کې د «مانو» په نوم یوه نامتو قانونپوه د اخلاقو د علم په اړه ، د

«ما نا فا زاساستر» پنوم یو کتاب لیکلی دی ، چې دهغه مهال خلک یې په دوه ډلو وېشلي دي:

۱ـ د ویداش، چې له برهمنیانو او د هغوی له مصاجینو او پیروانو څخه د دوئ طبقه جوړه ده.

۲- سودرا، دوئ هغه طبقه ده چې د «دویداش» په پرتله ټیټه وه او د «برهمني» طبقې په چوپړ کې وه.

کله چې موږ د هند په یو شمېر موزیمونو، کتابونو او ګاللر ېیو کې ددوی انځورونه چې هنرمندانو کاږلي دي ګورو، تاریخپوهان او لرغون پېژندونکي کولی شي، چې د دوی تاریخ، اقتصاد او ټولنیز ژوند د همدې تصویرونو او مجسمو له لارې ولیکي… مانا داچې هنرمند پخپل هنري کمال اوښکلاداډول پنځونې کړي دي .

په دغو انځورونو کې دوه توکې ډېر موهم دي، لومړی همدا چې هنرمند دښکلاپوهنې له مخې په انځور کې د هغه مهال د ټولنیز ژوند هر اړخیزه مینځپانګه خوندي ده، دویم دغه هنري انځورونه دومره ښکلاییزه شیمه او دب دبه لري، چې لیدونکی هرومرو ځانته راکاږي.

که موږ لومړنۍ پوښتنې ته راشو، چې د هنرونو په اړه (۷) ګونو څانګو کې کوم هنري انځورنه او مجسمې د هندوییزم د لمانځنې په موخه (چې تیاتر او موسیقي د مذهب برخه وه) جوړې شوې دي، ځنې د بڼې له مخې توپير لري .

په دې مانا چې ځنې یې مجسمې که هغه ډبرینې، خټینې او یا پلاسټیکي وي د ښکلا له مخې هر څوک ځانته راکاږي (استثنا لري) ولې یو شمېر مجسمې او انځورونه، دومره وېروونکي وي، چې ان ځنو ته د کرکې وړ وي.

خو هندوییزم د مذهب یو شمېر کسانو ته، چې د داسې توکو لمانځنه کوي نه یوازې ډېر ښکلی برېښې، بلکې ورته سپېڅلي هم وي.

له دي چې راتېر شو، هنرمند که ښکلی مجسمې جوړې کړي او یا په اصطلاح بدرنګه انځورونه کاږلي، چې له اصل شي سره که هغه ښکلی دی او که بدرنګه څيزونه ، په دواړو کې د ده د هنر شتون ټاکوونکی دی.

مانا دا چې هر هنري اثر چې ښه پنځول شوی وی، هغه د هنري ښکلا اوارزښت له مخې ښکلی دی او په هنري ذات کې بدرنګي شتون نه لري، ولې بیا هم هنري ښکلا یې نسبي ده .

د غرشاسپ (ګرشاسپ) د واک په مهال تر ډېره بریده د لمر لمانځنه کېده اولمر ورته دمذهبي ښکلایوه سرچنه وه. خوزرتشت دځپلې عقیدې له مخې دوخت له غوښتنې سره سم ورته ووېل، زه له دې وروسته غواړم د واحد چښتن عبادت او لمانځنه وکړم.

پاچا ته چې زرتشت ګران وه او نه یې غوښتل چې خپه کړي، نو ورته وېل وېل، زه پخپله لمر لمانځنې ته ژمن یم، خو تر هغې چې ماته د وخت ټول عالمان د یوازینی خدای منطق په ګوته نکړی، زه به تر هغې لمر لمانځنی ته ژمن پاتی شم.

نو بیا یې له کشمیر نه راواخله، تر پارس او پوری پنځه سوه تنه پوهان راوغوښتل او په دوه ورځني سمینار کی ټولو د زرتښت د څرګندونوپخلی وکړ او د اوستا کتاب یې سپېڅلی وګاڼه.

د عقیدې له مخې د لمر لمانځنې، اور لمانځنې، توپان لمانځنی، ستور لمانځنی او د ګڼو نورو توکو لمانځنې په تړاو چې کوم هنري اثار پنځول شوي ول اوښکلاییز ارزښت یې دپام وړو، له دې وروسته دوېته په مذهبي لحاظ ښکلی اوسپېڅلي نه وو. ولې په هنري تخلیق او نوښت کې یې ،تلپاتې ښکلا شتون درلود.

د بي بي مریم مجسمې او انځورونه، چې کلیساګانو کې کښل شوي اوس هم کاتولیکانو، پروتستانو او نورو عیسوي پيروانو ته سپېڅلي دي، خو د اسلام سپېڅلي دین ته نا سپېڅلي دي.

خو هنرمندانو، چې د خپل هنري ځواک پر ګوتو، هغوی ته د ښکلا رنګ او خوند ورکړی دی، هنر خوښوونکو اوښکلاپېژندونکوته بیا هم د بي بي مریم مجسمه ښکلې او زړه راښکونکې ده.

د نیل خونړی سین چې د مستۍ په مهال یې د مصر په لرغوني تاریخ کې، ډېرې ځمکې، کورونه او انسانان پخپلو خړو څپو کې ډوبول ، ولې بیا هم مصریانو ته سپېڅلی وو او نیل یې د مصر ښکلې ډالۍ او تحفه ګاڼه.

د مصر په لرغونو توکو کې له فرعونیانو نیولې د نیل رود تر مجسمو او انځورونو پوری اوس هم هغه هنري ارزښت او له ښکلا ډکه دب دبه او پرتم په هغو توکو کې تر سترګو کېږي …او ټول سیلانیان ورته ګوته په خوله دي.

یو وخت به چې د نیل رود په مستئ شو نو لرغونو مصریانو به هر کال یوه پېغله سینګار کړه، ګاڼی به یې ورته په تن کړی، ښکلی وریښمنې جامی به یې ورته واغوستی او بیا به یې په سره ډولۍ کې کېنوله او د یوې سپېڅلی نندارې او جشن په توګه، چې فرعون به په یو لوړ ځای ناست وه او بیا به یې د ناوې سره ډولۍ د نیل رود خړوڅپو ته ورډالۍ کړه.

په دې ورځ به خلکو ځانګړی عبادتونه کول، هر مصري ته دا ورځ ښکلې وه اودویته دښکلا پېژندنې معیارونو بیل رنګ او خوند درلوداوحال داچې اوس خلکو ته دغه کیسې بوږنوونکې دي، خو کوم انځورونه چې هنرمند پخپلو هنري ګوتو کاږلي دي لاهنرمندانو ته اوسیلانیانو ته په زړه پورې دی.

اوس هغه دودیزه او منلې میله مړه ده، هغه هنري ګوتې هم مړې دي، خو د هنرمند د هر اثر ښکلا ، دښکلا پوهنې له مخې لا ژوندئ ده، تلپاتې او ابدي ده.

دخلکوپه عقایدو کې هم یو ډول ښکلاشتون لري ، چې دهمدې مذهبي  مینې له مخې،چې ددوۍ دزړه ذوق پرې خړوبه کېده ،هم دپام وړدي،چې په هرټاکلي وخت کې دیوشمېر توکو لمانځنه کوله ،چې څو بېلګې داسې دي :

.په لرغونو دودونو او مذهبونوکې،

خلکو ته دښکلاتوکي

له مخزیږدي نه ۲۰۰۰ کاله دمخه د ټولو اریایي مېشتو سیمو اوسېدونکو ګډ عقاید او ګډ فرهنګ او دودونه درلودل ، ولې له هغې نېټې وروسته چې ورورو اریایان ووېشل شول ، له یوه ځا یه بل ځاې ته ګډ شول نو د دوئ دغې کډ والۍ تر ډېره بریده د دوئ د عقایدو لارې سره بېلې کړې.

څرنګه چې ددوۍ لارې بېلېدې ،همدارنګه ددوۍ دښکلاوولارې هم ووېشلې شوې،پروني ښکلي توکي ورته نورښکلي نه ول اوهغه څه ورته ښکلي وو،چې ددوۍ ژوند ته یې نوې لاره کړې وه .

 که څه هم لرغونو اریایانو په سر کې، داسې ټاکلی دین او مذهب نه درلود، چې په کوم فکري بنسټ ولاړوو، خو د طبیعت هغو توکو، چې ورته ګټه رسوله، د هغو لمانځنه یې پیل کړه، چې موږ لمر د ساري په توګه یادولی شو.

د زردښتي دین تر راتګه پورې، په ویدي پېر کې بیا هم اریایانو یو لړفکري او زهني خوځښت ته لاره پرانسته . د ژوند لومړني توکي، لومړي عقاید او لومړني ساده قوانین یې د مادي او معنوي ژوند په رڼا کې یو د بل پسې رامینځته کړل.

د ارباب الانواعو په ستاینه او لمانځنه یې پیل وکړ او داسې منظومې ترانې یې وکاږلې، چې بیا به یې د لمانځنې په موخه زهن ته سپارلې او له یوه نسل نه به یې بل نسل ته لېږدولې.

په سر کې په طبعی بڼه لمر، سپوږمۍ … مذهبي بڼه خپله کړه او کله چې ویدي سرودونه رامینځته شول، بیا هم د دین او مذهب یو ټاکلی بنسټ په ګوته نشو، خو د یوه مذهبي ضرورت له مخې راتلونکی  ، د ساري په توګه ریګوید د طبعي توکو لمانځنې په موخه د «وارونا» (له ستورو ډک اسمان)، اندرا (تالنده بریښنا)، سوریا میترا (مهر، لمر)، اګني (اور)، سوما (د بوټو زوخا)، ماروت (باد) او نور طبعي توکي، چې هم یې انسان ته ګټه رسولی شوه او هم زیان … د داسې توکو لمانځنه ، ستا ینه اویادونه به یې کوله.

که څه هم تر دغه دمه آریایانو د مذهبي دودونو د لمانځنې لپاره، یو ټاکلی ځاې نه درلود، ولې کله به یې، چې یو ښکلی او رنګین چاپيریال تر سترګو شو، نو بیا به یې هلته د طبعي توکو ستاینه او لمانځنه کوله.

د ویدي عصر په ځانګړنو کې یو موهم دود «قرباني» وه او سپارښتنه به کېده، چې په قرباني باندې ارباب الانواع شتمن کېږي.

په دغه اریایي عصر کې، چې ویدي دوراوپېر وه او لا اوستا یې پېراودور خپلې وزري نه وي پرانستې د «واحد خدای» د فکر احساس، د دغه مهال په اریايي ټبر کې شتون درلود.

د سرودونو له جوهر او ارزښتونو څخه ښکارېده، چې ټول هغه توکې چې انسانانو ته ګټور وو، هغو ته به یې «دووس dovos کلمه کاروله او ټول ګټور توکي، چې طبعي ښکلا به یې درلوده، په نیکي سره یادول ، چې له ټولو ستر ځواک یې د دووس پاتر dyeuspater پنوم یادوو.

هغه توکي، چې به په طبعې ډول نوراني وه دوېته بې دډیوې او یا څراغ مفهوم درلود، مسترداس د «ریګوید کلتور» پنوم ګټور اثر کې، یادونه کړېده، چې د ریګوید په سرودونو کې د یو شمېر ارباب الانواع نومونه یاد شویدي، چې موږ میترا، وارونا، اګني او نور د ساري په توګه یادولی شو.

د ریګويد په سرودونو کې د اریایانو لومړی مور او پلار «یم» او «یمي» یاد شویدي، انګېرنې په دودیزه توګه داسې دي، چې ګنې دواړه سره ورور او خور وو او غبرګوني ول، خو د مور په ګېډه کې لا د دوئ نکاح تړل شوې وه.

لکه دمخه چې وویل شول ،په سرودونو کې د اریایانو ډېر موهم ارباب الانواع «اندرا» بلل شویدي چې د جګړې پر وړاندې د پکتا ( پختا )قبیلې ملاتړ کاوه. . .

هغه مهال، چې آریایان، د هند له لرغونو اوسیدونکو «داسیوسیانو» سره په جګړه بوخت ول، اندرا، د اریایانو د برې دوعاوې کولی.

د لرغونو اریایانو په سرودونو کې دغه دود هم پالل کېده، کله به چې اندرا ته د «سوما» قرباني او صدقه ورکول کېده، د شپېلۍ نغمې او د سوما د زوخامستي ورته ډېره په زړه پورې وه.

د ریګوید په سرودونو کې د غرونو او په غرونو کې د مارانو ډېری کیسې راغلی دي، چې وروسته دغو کیسو راتلونکي نسل ته لاره پیدا کړه او د پلکوریک بڼه یې خپله کړه.

په دغه ترڅ کې د میترا ییزم تصوفي اړخ، ځکه د پا وړ وو، چې غوښتل یې د ژوند نه په ټولو چارو کې باید عدالت او برابري وساتلی شي . د میترا په مذهب کې هم د قرباني دود پالل کېده او پلویانو به یې د میترا د خوشالولو لپاره څاروي قرباني کول.

میترا د نورو دینونو او مذهبونو په څېر، چې خپل څښتن ته نږدې شي د عبادت ۸ درجې یې درلودې، تر هغې چې وروستي پړاو ته ورسېږي.

«ارونا » بیا د اسمان رب النوع ګڼل کېده، چې د اریایانو یو لوې او ځواکمن ارباب الانواع و .

د وارونا پلویانو او پيروانو داسې انګېرله، چې وارونا هر څه ګوري، هر څه اوري او توله نړۍ اداره کوي.

له دې سربېره اګني (داور، قربانۍ …) چې د کورنیو ساتوونکی او رب النوع ګڼل کېده.

سوما (هوما) د ریګوید په زمانه کې نه یوازې یو ښه شربت وو، بلکې د خپل ارزښت له مخې د ارباب النوع ارزښت یې هم خپل کړ. باید له یاده یې ونه باسو، چې یو شمېر ارباب الانواع غبرګونې او جوړه یي بڼّه درلوده، لکه میترا-وارونا یا ماروت-واسو، ادیتیا adityae او نور یادولي شو.

د ښکلاپوهنې او هنرپېژندنې ،

 خپلوي په څه کې ده؟

پروفیسور «اونرزیس» پخپل کتاب، استیتکس کې د ارستو له انده کښلی دي چې استیتکس په کلاسیکه ټولنه کې د هنر له بدلون سره ارګانیک پیوند لري.

کله چې د لرغوني یونان ټولنیز ا نسان او د هغه مهال له غوړېدلي هنر سره پرتله کېږي، نو دغه فکر او احساس مینځته راځي، چې انسان د ښکلا معیار دی.

د ښکلا پېژندنی دغه معیار،فکراواند، چې په طبیعت کې شتون لري، د ټاکلو توکو تر مینځ څرنګوالي، نږدې والي اوبرابرښت ته لاره اواروي.

 موږ په تېره کی د اوو(۷) ښکلو هنرونو (تیاتر، موسیقي، انځورګري، مجسمه جوړونه، نڅا …) یادونه وکړه، چې دا پخپله د ښکلا پوهنې توکي اودښکلا پېژندنې چاپېریال دی او موږ پکې خپله ښکلا موندلی شو.

یوه برتانوي نامتو هنرمند او استیتک پوه ویلیام هوګارث د ۱۸ مې پېړۍ په اوږدو کې «د ښکلا پېژندنې اوښکلا څېړنې» په تړاو یو کتاب لیکلی دی او ټینګار کوي چې ښکلا د ماهیت له بیان سره مرسته کوي.

ډېر استیتکس پوهان د ښکلا پېژندنې قوانین داسې راپېژني، چې د توکو تر مینځ نږدې والی او تناسب، ریتم، د کل او جز تر مینځ اړیکې، د ښکلا پېژندنې هغه ارزښتونه دي، چې قوانین یې د طبیعت له خوا ټاکل کېږي.

کله چې د بېلګې په توګه د یادو توکو یادونه وشوه، له دې څخه ښکاري، چې د استیتکس او د ښکلا پوهنې چاپېریال، قلمرو او افق، د هنر له چاپېریاله پراخ دی او دا ځکه چې له هنره پرته طبعي ښکلاوي په طبیعت کې شتون لري او دغه ښکلا هنر پورې محدوده نه ده.

شعر، ژبه او ادب نومي کتاب کې د چرنیشوفسکی له انده کښل شویدي دي چې «په هنر کې هر څه ښکلي دي، که په یو ه شعر کې هنري جوهر شتون ولري هم ښکلی دی، هنر د ښکلا ځانګړې برخه ده. په هنر کې د یوه اثر ښکلا هر وخت د هنري تخنیکونو په کارولو سره، د هنرمند مهارت نه ټاکي، بلکې هر څه دمخه دغه ښکلا ،دښکلا پوهنې له مخې د رښتنې نړۍ د ارزونې څېړنه او تغیر په ګوته کوي…»[1]

له دې پرته یو شمېر څېړونکي د ښکلا پېژندنې په اړه د رښتنې نړۍ د توکو تناسب او عینی صفات د پام وړ ګڼي او همدا ډول ټینګار کوي چې د هنر اغیز هم د خپل هنري نوښت له مخې د ښکلا ځانګړی برخه ځلولی شي.

خو یو شمېر ښکلا پېژندونکي په دې اند دي، موږ نشو کولی، چې ښکلا د یوه منطق له مخې وسنجوو. دوی ټینګار کاوه هر څومره چې د رنسانس مخکنیو، د کلاسیک پېر د مجسمو اندازه لګوله، چې په پاې کې د انسان د ښکلا لپاره بشپړ قوانین ومومې بریالي نشول، ځکه چې د انسان د جوړښت او بڼې ، د ښکلا په ټاکلو نسبتونو او یا د هغه د جوړښت په بهرنیو ځانګړتیاو کې نه ده، بلکې دا د مانا په لوړتیا، ستایلو او نمانځنه کی ده.

د ښکلا نمانځنه اوښکلا پوهنه د دوئ په اند ، چې فکرکوي ، هغه هم په دې مانا ، چې ښکلا د ماهیت سره سرو کار لري.

دغه ډله پوهان وایي، ښکلا یوازې په انسان کې نه لیدلی کېږي. بلکې هر توکی او یا یو شی هغه وخت ښکلی دی، چې د هغه بېرونۍ بڼه یا ظاهري شکل کې د احساساتو او عواطفو څرک ولیدل شي.

که څوک پخپل فکر کې دښکلا پوهنې پر بنسټ ، ښکلا احاس نه کړي د ښکلا پېژندنې په اړه څرګندونې نشي کولی.

له یا دو دوه ډلو پوهانو سربیره، په دې وروستیو کې یو شمېر استیتکس پوهان، د یو شي اصل او یا د یوه توکي ارزښت پېژندنې ته ډېره پاملرنه کوي او بیا د ارزښت پېژندنې له مخې «ښکلا پېژندنه» د یوه توکي د ارزښت پر بنسټ موږ ته راپېژني.

ولې بېلابېل استیتکس پوهان یو لړ پوښتنو ته ځواب نه وایي، د ساري په توګه د ښکلا پنځونې ځانګړی جوهر په کوم ځاې کې وي؟ او د دغه جوهر بېرو نی اړخ څومره د لمس وړ دی؟

موږ د مخه په ښکلا پېژندنه کې د توکو د تناسب خبره وکړه او د ښکلا پوهنې له بېلابېلو توکو نه مو یوازې موخه تناسب نه، بلکې د یو شي ماهیت هم دی.

ارستو هم د ښکلا په تعریف کې انګېري، چې یو ښکلی ژوی او یا د هر توکي درلودونکې اجزاوې، نه یوازې د اجزاوو د نظم پنځول دي، بلکې داسې یو تناسب او ورته والی ولري، چې عارضی نه وي. نو ځکه خو چرنیشوفسکی وایي ښکلا ژوندی ده، څرنګه چې فکر کوو باید وي .

اپلاتون، شلینګ او هېګل په ټوله کې د استیتکس او په ځانګړي ډول د ښکلا پوهنې په تړاو، په دې فلسفي اند، چې په شیانو کې یو مفهوم پټ وي او په بشپړ ډول پکې یو ځلا ګورو.

 د مثال په ډول په یوه ښکلي بڼ کې ښکلي ګلبوټي ګورو او د ګلاب زړه راښکونکو ګلانو کې یو ګلاب ډېر ښکلی دی، چې له نورو نه یې د ښکلا وړتیا ډېره ده او بشپړ صفتونه پکې تعریف شوي دي … نو موږ د همدی ګلاب ځلا، رنګ او ښکلا دنورو په برتله ځانته راکاږي ، دا ځکه چې موږ ته ډېر ښکلی دی.

له یادو فکرونو، اندونو او څرګندونو نه موږ دې پایلې ته رسېږو چې ښکلا یانې څه ؟ یا په بل عبارت موږدښکلا پوهنې له مخې دیوشمېر کسانوله ډلبندۍ اوله یوشمېر اصطلاحاتو،‌مقولو ،څرګندونواوانګېرنو سره مخ کېږو،چې په دې کې یوه ډله ښکلا پوهان دي ،چې ښکلا په فلسفي لحاظ څېړي ، یوه ډله نور ښکلا پېژندونکي دي ، دوې دخپل ذوق له مخې دښکلا معیارونه ټاکي اودرېیمه ډله ښکلاځوښوونکي دي ،دویته دوه ډوله ګلان په مخکې کېږده ، چې یونرګس اوبل ګلا ب وي ، ښایي یوشمېرکسانو ته نرګس ښکلی وي اویوشمېرنورښایي دګلاب ګل خوښ کړي .

ددغوڅرګندونوپه تړاوبه موهمه وی ،چې په علمي توګه درنولوستونکوته دښکلا ارزښت اوپایښت ورپه ګوته شي :

۱ـ یوه ډله ښکلا پېژندونکي او استیتکس پوهان په دې ټينګار کوي، چې ښکلا یوه بشپړه ذهني مقوله ده او یوازې د انسان په ذهن کې ځانګړی ځاې لري، چې موږ په دغه لړ کې «تیودورلېپس theodorlipps» یادولی شو، چې د استیتکس پوهنې له مخې ټینګار کوي، « د بېرونۍ نړۍ توکو ته هنرمند د خپلې پوهې او احساس پر بنسټ غنا ورکوي. »

همدغه ډله ښکلا پېژندونکي هم ، په دوه ذهني او عیني نظرېیووېشلي ښکاري او سپارښتنه کوی او په دې معتقد دي، چې د ښکلا مانا او مینځپانګه د یوه توکي اوعنصر، له داخلي جوهر سره تړاولري.

د استیتکس ښوونځي اودښکلا پوهنې دغه ډله پوهان په دې اند دي، انسانان چې د خپل چاپېریال کوم ښکلاییز توکي ګوري، ټینګار کوي ،چې د دغو توکو تر مینځ د ښکلا خپل مینځي خپلوي شتون لري.

چرنیشوفسکي د «واقعیت سره د هنر استیتکی اړیکی» تر سرلیک لاندې کتابګوټي کې کښلي دي، چې د ښکلا ذهني تیوري په ناسم فلسفي بنسټ ولاړه ده.»

دی د ښکلا په عیني ماهیت ټینګار کوي او په ذهني لامل باندې دومره انتقاد او نیوکه کوي چې ان د پام وړ یې نه ګڼي او دی انګېري، چې د ښکلا مفهوم ژوند دی .

نامتو فیلسوف «نیچه» هم تر یوه بریده د دې خبرې پخلی کوي، چې د ښکلا په تړاو پکا ر دی چې په عیني توګه ولې د یوې ځانګړتیا له مخې قضاوت وشي، خو په دې ټینګار کوي، چې ښکلا یوه مطلقه ذهني چا ره اوپدیده ده .

۲- یو شمېر ښکلا پېژندونکي پوهان څو ګامه وړاندې اخلي او د دوئ په اند، انسان د ښکلا د ټولو ارزښتونو او قوانینو له مخې پنځونې کوي، الوتونکي او څاروي بیا د اړتیاو له مخې، چې عمل او کړنې یې له موخې او هدف سره ورته والی نه لري، خپلې هڅې تر سره کوي، ولې انسان هر څه د ښکلا د قوانینو، مقولو او ارزښتونو له مخې یو ښکلا لرونکی اثرپنځوي، وده ورکوي او پرمختګ .

کله چې یوه الوتونکې پخپلو هګیو کیني «کوړکه» کېږي او دا د د ې د غریزې برخه ده، ځکه چې طبیعت او د تېرو نسلونو له کړو او زده کړو نه زده کړه کوي، پخپلو کړو وړو کې د نوښت ځانګړتیا نه لري.

ولې د انسان پنځونه د تېرو په پرتله بشپړوونکې ده، له ښکلو نه ښکلی شی پنځولی شي. څومره چې د انسان ژوند پېچلی کېږي، همغومره د ښکلا ارزښتونه پراختیا او پرمختیا مومي.

 دغه ډله ښکلاپوهان او ښکلا پېژندونکي دې پایلې ته رسېدلي دی، چې د ښګلا په تړاو د معاصر انسان هڅی او هوډ د ټولنیز ژوند په ارزښتونو، تاریخي شرایطو، عقایدو او نورو ټولنیزو بهیرونو ولاړ دی.

دوئ د هنر د اصالت او رسالت یادونه هم کوي او په دی اند، چې د ښکلا پوهنې مقولې او توکي د تاریخی ماهیت او ارزښت له مخې زیات په هنر کې ځلا مومي.

د یوناني استیتک پوهانو په اند ښکلا او عقیده دوه نه جلا کېدونکي توکي دي، چې ان د لرغوني یونان په هنر کې کولی شو، چې د ښکلا پېژندنې د نوو پنځوونو پیدایښت ومومو.

 په مینځنیو پېړېیو کې هم چې د پوهې او علم ډېوې پکې تتې وې، د ښکلا جوهر د راهبانو په کلتوري دودونو کې هم تر سترګو کېده او رونساس خو بیا ښکلا ته سا ورکړه ، نوې او رنګینې جامې ورته په تن کړي. نو ځکه خو دغه ډله ښکلا پېژندونکي پوهان ټینګار کوي، چې د واقعي ښکلا پوهنې ، رښتني ښکلا پېژندنه د رنسانس دمهال د استیتک پېژندنې ځانګړنه ده او په بېلابېلو ادبي او هنري ښوونځیو کې هم یو شمېر ښکلا پېژندونکي خپل فکراواند لري، چې څو بېلګې داسې دي :

د کلاسیزم د پېر ښکلا پېژندونکي د پوهې او عقل په معیار ټینګار کوي، چې ګنې هغه څه ښکلي دي، چې د ښکلاپوهنې له مخې یې ارزښت د عقل پربنسټ اودپوهې له له مخې په ګوته شوی وي .

د رونسانس په دور اوپېر کې د رومانتیستانو (درومانیزم د بنسټ له مخې) انګېرنه دا وه، چې په ښکلا کې روحاني او اروایي لوری ټاکوونکی دی .

راډیکالو رومانتستانو د ښکلا په دی اړخ داسې ټینګار کاوه، چې د ښکلا جوهر او ارزښت انسان ټاکي ، نه بل څوک !!

په «ریالیزم او ضد ریالیزم» کتاب کې چې کومې څرګندونې د ښکلا پېژندنی د توکو په ریالستیکي اړخ شوي دي یو شمېر پوهانو ته د پام وړ دي.

د دې پېراودور ادب پوهان، هنر پېژندونکي او د دې عقیدې پلویان په دې اند دي، چې په ریالستيک هنر کې د ښکلا پېژندنې چاپېریال ډېر وغوړېد او د ښکلا له هغه اړخ سره یې هم ډېر توافق وښود او وې وېل هغه ښکلا موږ ته د پام وړ ګڼلی کېږي، چې د ژوندانه رښتتنې بیان پکې انځور شوی وي.

دغه ډله ښکلا پوهان ، ښکلا د یوه عیني ارزښت له مخې مني او سپارښتنه کوي چې انسانان باید هغه وپېژنی او خوند ترې واخلي.



) شعر ژبه او ادب ۱۳ مخ[1]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب