لیکوال: یونس تنویر
اصل کې پنځونه په خپل ذات کې یو اهمیت دی. هیڅ تخلیق له اهمیت او ارزښته خالي نه وي. انسان خلق شو، نو د خدای تعالی (ج) پېژندنه وشوه. حال دا چې هغه دومره ستر ذات دی، چې هیڅ پېژندنې ته اړتیا نه لري.
یوه وخت کې پیرمحمد کاروان ویلي و: شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي. مسله دا ده، چې شاعران یو داسې صفت لري، چې هغه خدای سنت دي، ځکه چې خدای تعالی (ج) دایم پیغمبران باندې وحې د تورو او کلمو په ډول نازلې کړې دي. او کتابونه یې پرې نازل کړي او صحیفې یې پرې نازلې کړې دي.
نو شاعران هم د تورو پنځګر دي. د معنی او مفاهیمو تخلیق کوي، او تخلیق په خپل ذات کې د اهمیت وړ دی. او دا چیرې هم نه شي کېدای، چې انسانې تخلیق دې له کرکتنې عاجز وي.
اصل کې د تخلیق ظرافت مهم دی. دا په تخلیقي متن کې اړتیا ده، چې هسې بیان رامنځته شي، چې پوره سحرګر وي. الفاظ یې دومره موزون او مناسب وي، چې بیخي یې یو ډول داخلي موسیقي ورسره مله وي.
د سید جیلاني جلان په شاعرۍ کې ددې شي زیات مصنوعي او تصنعي ضعف دی. یانې ترکیب دومره په تصنع ولاړ وي، چې هیڅ مو داخلي هیجان ته نه شي ور د ننه کولای. مسله دا ده، چې موږ به الفاظ هنري کړو، ولې د لفظ شعر کول ضروري دي. دا دواړه شیان د شاعرانو ترمنځ زیات په ناپامۍ نیول شوي دي. یانې دوی الفاظ هنري کوي، ولې شعر کوي یې نه.
یانې په شعر کې لفظ له هنري کولو زیات په مانا ولاړ وي. او معنی له لفظ څخه زیاته تخیلي وي. لفظ هغه وخت تخیلي وي، چې یا د مسرو د سیاق له مخې شوی وي او یا د ترکیب د مفهوم د ښکاره کولو له بابته وي. نو د شعر هنر د ژبپوهنې د تصنع کشش نه دی؛ بلکې د شعر هنر تخیلي وي. دا ځکه چې تخیل په جذبه، مشاهده او په معنی کې وي. د جلان په شاعري کې ځینې ترکیبونه د روایت سره قوي اړیکه نه لري.
کله چې ترکیب د شعر د سیاق لپاره نه وي، نو له تصنع خالي نه وي. مثلاً موږ به په غړمبهار کې کله داسې فطري والی پیدا کړو، لکه زمانې راشه او وړیا مې اوښکې یوسه. او بیا د غړمبهار په مسره کې د (ډار) او (دی) تکرار بې خونده او له تصنع ډک دي.
چار چاپېر د وینو غرونه را روان دي
غړمبهار دی ډار دی ډار دی امتحان دی
کله- کله الفاظ هنري وي، مګر مانا کمزورې وي، لکه : شرنګ یو موزون لفظ دی. او د سندر مارې سره په روایتي ډول ښه راغلی دی، مګر د غزل سره د شرنګ صفت ځکه یو ډول تصنع ده، چې غزل له شرنګ زیات جذبه او تغزلي معنې ته اړتیا لري او دا د روایت سره هیڅ تړاو نه لري. اصل کې شرنګ په روایتي لحاظ زیات تراژیدک دی، او یا شرنک په روایتي ډول زیات رومانوي دی، او یا بیخي یو ډول خمریه انداز لري، مګر د غزل سره د شرنګ کیسه یوه څه له تصنع ډګه ده، ځکه غزل یو بېل کیفیت دی، د جلان صیب دا بیت لولو:
شرنګ به یې غزلې څنګه نه کوي؟
مینه د جلان چې سندر ماره وي
مګر د روایت په انداز درست ویل د خوشحال بابا او بیا د استاد ناګار بیتونه راوړو:
د خوشحال د زړه خوښي په هغه سات وي
چې شرنګا د سپینو تورو وي په زغرو
او په رومانوي انداز کې استاد ناګار ویلي دي:
د بنګړو په شرنګ سجده شوې سندریزه
موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې
یانې د جلان شعر مانیز درایت نه لري او وجه دا ده، چې له روایت سره تړاو نه لري، یانې شعر د زیاتې مانا له مخې تخیل کیږي. د لفظ په تصنع تخیل مازې انداز وي او شعر هومره نه وي. دا کیسه د جلان په دې بیت کې هم محسوسه کیدای شي:
اوس یې د ځوان شاعر شاعرې زمانې غلامې
اوس یې د شعر د شرنګیدلي کلي خان دی هغه
جلان کله-کله د سلاست زرین هار وشلوي. او د مسرې موزون بحر مات کړي. او نامزونه شي. یانې الفاظ او مانا به یې درسته وي، مګر سلاست به یې مات وي. یانې دنګې اینې او زرین ماهیان د پیغلو سره یوه تلمیحي تشبیه ده، مګر د پیغلو په سینو زرینو ویښتو سره، زرین ماهیان استعاره ده، مګر سلاست یې په دې مات دی، چې زرین ماهیان، دنګې اینې او پیغلې جمع ترکیبونه دي، په دوهمه مسره کې په سینې، (مفعول)، باندې، (مرستیال فعل) او اوړي (فعل) دی، چې ټول مفردې سیغې لري، چې د بیت په سلاست کې یې بې خوندي له لرې ښکاري. او د مانا فطري والی یې له منځته وړی دی:
دا دنګې اینې دي چې زرین ماهیان پرې خوري؟
که پیغلې په اتڼ کې په سینې باندې اوړي؟
کله-کله منظره ښه وي او ترکیبونه تصنعات رامنځته کړي. کاشکې د افسوس او ارمان لپاره ډېره د ګودر او پیغلو سره خوندوره کلمه ده. مګر کلیمداره او په ټتر زنګیدل د مسرې منظر یې مات کړی دی. او د تخیل پر ځای یوه عامه ولسي مشاهده را اخیستې ده :
کاشکې ګودر شمه د هغو کلیوالو پیغلو
چې کلیمداره یې زنګیږي په ټټرو پسې
مګر اصله مسله دا ده، چې جلان یو تخلیقي شاعر دی. او تخلیق په خپل ذات کې د اهمیت وړ دی او د جلان شاعري زیاته د ارزښت وړ ځکه ده، چې ډېرې خبرې پرې کېدای شي. ما یو وخت د جلان شاعري لوستې وه، چې زیات د تغزل خواږه مو پکې لوستي و. ولې د هغوی ټولګو څخه یې غمي غمي سیندونه ډېره لوړه شاعري ده.