Homeخبرونهرحماني: په فاریاب کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی

رحماني: په فاریاب کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي، په فاریاب کې د اوسني وضعیت دوام ترهګریز فعالیتونه رامنځته کوي.

د رحماني په خبره، چې د فاریاب د نوي والي پر ضد لاریونونه به د دغه ولایت امنیتي وضعیت خراب کړي او ترهګریزو فعالیتونو ته به لاره هواره کړي.

رحماني زیاته کړې، چې که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو د دغه ولایت د ځینو ولسوالیو سقوط به د اوسني حاکم وضعیت د ګډوډۍ له امله وي.

د ولسي جرګې مشر د فاریاب په لانجه کې پر ټولو ښکېلو کسانو غږ کړی، چې ژر تر ژره خپلمنځیو ستونزو ته سیاسي حل‌‌ لاره پيدا او په دغه ولایت کې د پېښېدونکو ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

رحماني دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې لس ورځې وړاندې محمد داود لغماني د ولسمشر محمداشرف غني په حکم د فاریاب د نوي والي په توګه د دغه ولایت مېمنې ښار د پوځ لوا مقر کې کار پیل کړ.

د نوموړي د ټاکل کېدو سره سم، د فاریاب خلک او د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند پلویان غوښتنه کوي، چې والیان، ښاروالان او ولسوالان باید ټول د دوی په خوښه پر دندو وګمارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...