جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهلغمان کې د ۳۸ ملیونه افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ...

لغمان کې د ۳۸ ملیونه افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ شو

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳مه) په لغمان ولایت کې د یوه ورزشي جمنازیوم کارونه بشپړ شول.

د یاد ولایت د بدني روزنې آمر بادام ګل ملتزم وایي، په دې جمنازيوم ۳۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او په اساسي ډول جوړ شوی دی.

نوموړی وایي دا جمنازیوم د ختيځ زون په کچه لوی جمنازيوم دی، چې په جوړېدو سره يې په لغمان ولايت کې د بېلابېلو ورزشونو د لوبغاړو ډېرې ستونزې حل شوې.

په ورته وخت کې د لغمان والي رحمت الله يارمل، ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې د ورزشکارانو ستونزو ته پر وخت رسيده ګي کوي.

هغه وويل، په دې جمنازيوم کې به په نېږدې راتلوونکي کې د زون په کچه بېلابېلې لوبې ترسره شي.

هغه وویل، ژر به د بدني روزنې آمريت غصب شوې ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه او عاملينو سره به يې قانوني چلند ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...