شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا کې یو وسله وال ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

امریکا کې یو وسله وال ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۳) د امریکا په نیوجرسي ایالت کې په یوه وسله واله پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سپوټنیک اژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو وسله وال کس په یوه کورنۍ میلمستیا کې پر ګډونوالو د ټوپک خوله راواړوله او په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

چارواکي وایي چې په ټپيانو کې د دوو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

پولیسو ویلي چې بریدګر له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

بلخوا سي ان ان بیا ویلي چې بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی دی او پولیسو هم د تل په څېر د پېښې د پلټنې خبره کړې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په اوهایو ایالت کې یو وسله‌وال کس په یو نایټ کلپ کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د اوهایو ایالت پولیسو ویلي چې په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د پېښې انګېزه روښانه نه ده او بریدګر هم د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي.

پولیسو ویلي چې دوی د یادې پېښې پلټنه پیل کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې داسې پیښې رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې څو څو ځله د ځینو وسله والو له خوا ورته بریدونه ترسره کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب