جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د طالبانو بریدونه له سخت مقاومت سره مخامخ شول

بدخشان کې د طالبانو بریدونه له سخت مقاومت سره مخامخ شول

تاند (دوشنبه د جوزا ۳) د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، پر شپږو ولسوالیو یې د وسله ‌والو بریدونه په شا تمبولې دي.

د بدخشان له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله‌ والو طالبانو غوښتل تېره شپه د یفتل پایان، درایم، خاش، جرم، وردوج او راغستان ولسوالیو پر ځینو برخو بریدونه وکړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو وسله والو نښتو کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب