جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د پاکستانیانو په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي

ننګرهارکې د پاکستانیانو په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳مه) د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي تېره شپه یې د دې ولایت په اچین او سپین غر ولسوالیو کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

والي ضياءالحق امرخېل وایي، د یادو ولسوالیو په وچ کوټ او مامند سیمه کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

امرخېل زیاتوي د ګڼو وژل شویو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.

هغه ولس ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به هېڅکله هم وسله والو ډلو ته اجازه ور نکړي چې عام ولسونه وځوروي.

والي پر ولسونو غږ وکړ، چې د خپلو سیمو امنیت تامین کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې تازه د ننګرهار د رسنیو دفتر لیکلي، چې اچین ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه ور رسېدلي او وسله وال طالبان یې په شاه تمبولي دي.

د رسنیو دفتر وایي، په روانو نښتو کې تر اوسه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو بل لورته ځايي خلک وایي، چې د اچین ولسوالۍ په جګړه کې افغان ځواکونه ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

دوی زیاتوي تر اوسه ۱ سرحدي پولیس، ۴ د سیمه ییزې اردو سرتېري  وژل شوي او ۴ سرحدي پولس او ۲ د سیمه ییزې اردو سرتېرې ټپيان دي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب