جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهرحماني: هرکال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جېبونو ته ځي

رحماني: هرکال دوه نیم میلیارده ډالر شخصي جېبونو ته ځي

تاند ( دوشنبه ، د جوزا ۳مه) د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه.

رحماني وویل، هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي جیبونو ته ځي.

دغه راز د ولسي جرګې ګڼو نور غړو هم د دې غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت سرپرست دې ژر تر ژره د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

دوی وایي د مالي سرپرست وزیر دې شته فساد په اړه وضاحت ورکړي.

میر رحمن رحماني زیاتوي، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ بیا ویلي وو،چې فساد د افغانستان په ګمرکاتو کې په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې لاس لري.

د پلټنې ادارې رئیسې له خپلې دندې استعفا ورکړه

وروسته له هغه چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ادارو کې د فساد د ډېروالي راپورونه ورکړل شول نو تېره ورځ د افغانستان د پلټنې ادارې رئیسې هم له همدې امله له خپلې دندې استعفا وکړه.

غزال حارث تېره ورځ ویلي وو، چې اوږده موده یې د پلټنې په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړه، خو زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې چاره سخته ده.

د حارث په خبره دوه ځلې یې خپله استعفاء ولسمشر ته استولې خو نه ده منظوره شوې.

هغې هیله څرګنده کړې وه،چې افغانستان په نږدې راتلونکي کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو واحد لیدلوری ولري.

2 COMMENTS

  1. والله ما به شنیدن می شرمیم تمامی شما فاسق و فاجر هستید و هریک تان یک حلقه از زنجیر خبیثه هستید که مملکت را مثلی کرم درخت خورده و پوسیده می سازید. مردم افغانستان فعلا آن مظلوم بیغرت شده است که حتی الله ج از نزد شان متنفر است به خاطریکه به چشم خود حق خود، اولاد و مملکت خودرا می بیند که از طرف شما مافیا و مفسدین خورده می شود ولی کور، کر و بیغرتوار تحمل می نماید.

  2. غله ، مافیا ، جنګسالاران او مفسدین ټولو ته معلوم دي . د ولسي جرګې غړي د دې پرځای چې اصلي مجرمین ولس ته په ګوته کړي او یا یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي ، د مالیې سرپرست وزیر یې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی .
    هغه بېچاره خپله اعتراف کوي چې غله ټول لوړي پوړي چارواکي دي . خورد ضابط اسمعیل خان ، عبدالرشید دوستم ، عطامحمد نور ….. د فاریا ولایت نوي والي ته دسیسه هم د هغه ولایت د ګمرګ انحصار د دوستم په لاس کې ده .
    که زور مو رسیږي ، بسم الله کړئ او ټول خلع سلاح او په زندانونو کې واچوئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب