جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیارمل: لغمان کې د نا امنیو په تړاو ۱۰۰ امنیتي منسوبین زنداني...

یارمل: لغمان کې د نا امنیو په تړاو ۱۰۰ امنیتي منسوبین زنداني شوي

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳مه) د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي،  چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې نا امني د امنیتي منسوبینو د غفلت له امله رامنځ ته شوې ده.

یارمل زیاتوي، چې له همدې امله یې شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني کړي دي.

د والي یارمل په خبره  چټکې هڅې روانې دي چې پر دغه ولایت د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شي او د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره جدي اقدامات ترسره کېږي.

لغمان کې داسې مهال یاد شمېر امنیتي منسوبین زنداني کېږي، چې تېره ورځ طالبانو د لغمان د مرکز مهترلام پر ځینو برخو بریدونه کړي وو.

امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو دغه بریدونه په شا تمبولي دي.

د یادونې ده، چې په لغمان کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت خورا د اندېښنې وړ بلل کېږي او وسله وال طالبان ورځ بلې ته جګړه زیاتوي.

د ځايي خلکو په وینا د لغمان دولت شاه ولسوالي اوس هم د طالبانو په ولکه کې ده.

خو بل لورته تازه په لغمان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پيل شوي او چارواکي وایي چې طالبان یې په شاه تمبولي دي.

دفاع وزارت وایي، چې تر دې دمه یې د روانو عملیاتو په لړ کې ۵۰ طالبان وژلي او ۶۰ نور ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو طالبانو کې د دوی مشهور قومندانان هم شامل دي.

اوس هم په یاد ولایت کې جګړه په تېزۍ سره دوام لري او له همدې امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

یارمل : د لغمان ۱۱۰ تنه امنیتي منسوبین د وظیفوي غفلت په تور ونیول شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب