جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په لغمان کې ۵۰ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: په لغمان کې ۵۰ طالبان وژل شوي

تاند (دوشنبه د جوزا ۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په لغمان ولایت کې د مخکښو طالب قوماندانانو په ګډون د څه باندې سل تنو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې نن دوشنبه/ د جوزا ۳/ راغلي چې افغان ځواکونو تېره شپه د وسلوال پوځ د لوی درستیز محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت په مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، «د دې عملیاتو په پایله کې د طالبانو د مخکښ قوماندان زلمی او ګن شمېر نورو قوماندانانو او بهرنيو ترهګرو په ګډون، تر ۵۰ زیات ترهګر وژل شوې او ۶۰ تنه نور ټپیان شوې دي.»

دفاع وزارت وايي، د دغو نښتو پر مهال له مرکز مهترلام څخه تر الينګار ولسوالۍ پورې سيمي تصفيه شوي او د عليشنګ ولسوالۍ په لور عملیات دوام لري.

ورته مهال د لغمان ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د وروستیو نا امنیو په تړاو شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني شوي دي.

والي رحمت الله یارمل رسنیو ته ویلي چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې نا امنۍ د امنیتي منسوبینو د غفلت له امله رامنځ ته شوې چې له همدې امله یې شاوخوا سل امنیتي منسوبین زنداني کړي دي.

د ښاغلي یارمل په خبره چټکې هڅې روانې دي چې پر دغه ولایت د طالبانو بریدونه په شا وتمبول شي او د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به جدي اقدامات ترسره کېږي.

یارمل : د لغمان ۱۱۰ تنه امنیتي منسوبین د وظیفوي غفلت په تور ونیول شول

1 COMMENT

  1. که چېرې دولت وغواړي په لغمان کې ټول طالبان لمنځه وړلی شي، دا په دې معنی چې د الینګار ولسوالی د یو کلا په څیر ده که چېرې له دواړو غاړو (خواوو) پرې عملیات پيل کړی وای طالبانو یو طرف ته هم د تېښتې لاره نلرله، نو لدې امله الینګار د طالبانو قبرستان جوړیدلای شو.
    هغه منسوبینو چې امنیتي پوستې یې طالبانو ته پرې یښې دي د سختې جزا وړ دي او که کوم وکیل چې ویل کیږی په دې ناامنیو کې لاس لری باید له پارلمان څخه یې غړیتوب لغوه او د عمری زندان سزا ورته ورکړل شي چې راروان نسل هم ترې پند واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب