Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات کې د طبي بوټو د صادراتو اندازه کې د پام وړ...

هرات کې د طبي بوټو د صادراتو اندازه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۴ مه ) د صنعت او سوداګري وزارت چارواکي وایي، د هرات ولایت د طبي بوټو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې سږ کال د هرات د طبي صادراتو کلنۍ کچه تر ۴۰ میلیونه ډالرو لوړه شوې ده.

هغه زیاتوي، د هغې احصایې له مخې چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا ترسره شوې، په ۱۳۹۹ کال کې له دغه ولایت د طبي بوټو د صادراتو کچه د تېر کال پرتله ډېره شوې ده.

د احصايې له مخې، په ۱۳۸۸ لمریز کال کې له هرات ولایت څخه د طبي بوټو صادرات نږدې شل زره ټنو ته رسېدل چې ۲۱ میلیونه امریکایي ډالر ارزښت یې درلود.

د دغو د معلوماتو په اساس،  په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د دغو بوټو صادرات ۳۶زره ټنه ته لوړ شوي چې ۴۰ میلیونه امریکايې ډالر ارزښت لري.

په یادو طبي بوټو کې توره او سپینه زیره، کُنځلې، خاکشیر، د ریحان تخم او نورې طبي ګیاوې او بوټي شامل دي چې ډېری یې ترکیې، هند اروپایي او عربي هېوادونو ته صادریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...