جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهیارمل : د لغمان ۱۱۰ تنه امنیتي منسوبین د وظیفوي غفلت په...

یارمل : د لغمان ۱۱۰ تنه امنیتي منسوبین د وظیفوي غفلت په تور ونیول شول

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳ مه)  د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي، د دې ولایت یوسل لس لوړ رتبه او ټیټ رتبه نظامیان د وظیفوي غفلت او نورو ناغېړیو په تور ونیول شول.

ښاغلی یارمل وایي، نیول شویو کسانو په دندو کې ناغړیتوب کړی او اوس مهال بندیخانه کې دي.

د لغمان والي دغه راز زیاتوي چې په دغو کسانو کې د لغمان ملي امنیت اپراتیفي مرستیال هم شامل دی.

لغمان کې بېګا جګړه د مرکز مهترلام تر دروازو رارسیدلی وه خو اوس چارواکي وایي، د مهترلام ښار په شاوخوا سيمو کې وضعيت د عادي کېدو په لوري روان دی.

سرچینې وایي، دا مهال جګړه په نسبي ډول کمه شوې او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

ورته مهال د لغمان وضعيت کابو کولو لپاره د دفاع وزارت چارسمبالی وزير ياسین ضياء، د ملي امنيت لومړی مرستيال عبادالله عباد او نور پوځي چارواکي له تازه دمو ځواکونو سره يو ځای دې ولايت ته رسېدلي او د جګړې رهبري کوي.

ځایي چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو پر ضد او د له لاسه وتلیو سيمو بېرته نيولو لپاره د ځمکې او هوا له لارې عملیات دوام لري.

د لغمان ولايتي دفتر په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، له یکشنبې مازدیګر را وروسته د لغمان په ګڼو سيمو کې تازه دمي ورغلي کمانډو ځواکونه ځای پر ځای او عملیات یې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا درې ورځې وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې د لغمان دولت شاه ولسوالي یې نیولې، خو دفاع وزارت هغه مهال وویل، له ولسوالۍ يې امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ کړی دی.

د لغمان د دولت شاه، الینګار او اليشنګ ولسوالیو سربېره د مرکز مهترلام اړوند هم د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځایه او خوندي سیمو ته کډه شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب