شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزتاريخي تکامل | ليکوال: علي عباس جلالپوري

تاريخي تکامل | ليکوال: علي عباس جلالپوري

ژباړن: بارکوال مياخېل ||

مؤرخين تاريخي پېښې تر خپله وسه کره او په ديانت سره بيانوي او د تاريخ فلسفيان د دوى په استازيتوب د تاريخي حرکت يا د تمدن د ودې او تکامل قوانين لټوي، چي په دې توګه تاريخ ته د ساينس او فلسفې درجه ورکړل شي.

د تاريخ په فلسفه کې عبدالرحمن ابن خلدون ته لومړى مقام ورکړل شوى دى، مشهور انګرېز مؤرخ ټوينبي د ابن خلدون په ستاينه کې د هغه د منلو اعتراف کړى دى. ابن خلدون پخپله مقدمه کې د بشري ټولنې د تکامل قوانين مرتب کړل او تاريخ ليکنې ته يې د ساينس درجه ورکړه، په همدې خاطر هغه نه يواځې د تاريخ د فلسفې موسس دى، بلکې د ټولنپوهنې  بنسټګر هم بلل کېداى شي.

د ابن خلدون په فکر ځنګلي او صحرايي خلک په بشري ټولنه کې د لومړيتوب حيثيت لري، ځکه چي د نړۍ ټول ملتونه تر همدې لومړي پړاو تېر شوي او د تهذيب او تکامل پر لور يې ګامونه اخيستي دي. کله چي صحرايي او غرني خلک مهذب او متمدن قومونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او فتح يې کړي، بيا پخپله د هماغو مفتوحينو تمدن خپل کړي، په عياشيو اخته شي او له خپلې پخوانۍ زړورتيا او وړتيا بې برخې شي، بيا د صحرايي خلکو يوه بله څپه راشي او پر دوى غالبه شي، دا لړۍ همداسې روانه وي، هغه وايي د يوه سلطنت نسکورېدل همدومره منلې او يقيني خبره ده، لکه د يو انسان زړېدل او مړ کېدل. ابن خلدون پر بشري ټولنه باندې د طبعي اغېزو په اړه علمي بحث کړى دى، هغه وايي جغرافيايي چاپېريال نه يواځې پر سياسياتو او اقتصادياتو اغېز کوي، بلکې د انسان پر ظاهري بڼه، خوى خصلت، مفکوره او احساس باندې هم اغېز کوي. ويچو، مونتسکو او ټامس بکل په دې برخه کې له ابن خلدونه استفاده کړې ده، د تاريخي جبريت او تاريخي عمل د څرخ (حلقويت) تصورات يې هم له هغه اخيستي دي. سپينګلر هم د تاريخي جبر قايل دى، د هغه په فکر د نړۍ ملتونه د عروج، ځوړتيا او زوال تر پړاوونو تېرېږي، لکه انسان چي د ماشومتوب، ځوانۍ او زړتيا تر عمرونو تېرېږي.

سپينګلر ويلي دي چي غربي ملتونه له تنزل سره مخامخ شوي دي. کروچې فلسفې ته د تاريخ د را نيژدې کولو هڅه کړې ده. د هغه مشهوره نظريه دا ده چي مذهب د يوه ژوندي او فعال قوت په توګه ختم شوى دى او هنر اوس د هغه ځاى نيسي.

د هيګل تاريخي نظريه د هغه له مثالي جدليت سره تړلې ده. د هغه په فکر د امثال او تفکر تر منځ ټکر د تاريخي حرکت سبب کېږي. د تاريخ د فلسفې په سرلارو کې ټوينبي په تاريخي عمل کې د قدر او اختيار پلوى دى، د هغه په فکر که په يوه داسې ملت کې- چي زوال پرې راغلى وي- د خپل زوال او ځوړتيا په اړه شعور پيدا شي او د نامساعدو حالاتو چيلنج ته غاړه کښېږدي، نو هغوى بيرته د عروج بام ته ختلاى شي.

د هغه نظريه مذهبي ده او هغه په پراخه کچه د عيسويت خپرېدل او مشهوره کېدل د خلکو د ستونځو يواځينى حل ګڼي. کارل مارکس د تاريخ د جدلياتي ماديت استازيتوب کړى دى، هغه وايي چي طبقاتي تضاد د تاريخي حرکت او تکامل تر ټولو لوى سبب دى او د تاريخ اساسي عوامل له پيله راهيسې اقتصادي دي. توليد، وېش او پلور (صرف)، همدغه شيان اخير د ژوند نورې برخې هم- که مذهبي وي يا اخلاقي، فلسفيانه وي او که ادبي- تر اغېز لاندې راولي. توليد او له هغه سره تړلي شيان د ټولنې اقتصادي اساس جوړوي. د مادي شيانو د توليد طريقه ټولنيز، سياسي او روحاني اعمال تشکيلوي. د انسان د وجود اثبات او تعين د هغه شعور نه کوي، بلکې اقتصادي او ټولنيزه وضعه د هغه شعور تشخيصوي او ظاهروي. انسان فکر کوي چي د هغه افکارو ته د فلسفې فکري مکتبونه، اخلاقي اصول، مذهبي عقايد، ټولنيزې کرکې او هنري ذوق د منطقي استدلال په وسيله وده ورکوي، خو دا د هغه تېروتنه ده، په اصل کې اساسي اقتصادي عوامل د هغه د افکارو لورى او تمايل ټاکي، په دې توګه کارل مارکس هم په تاريخي عمل کې د جبريت پلوى دى.

د هغه په فکر که خلک هر څومره پوه او ځيرک وي، د تاريخ لورى نه شي بدلولاى، هغه وايي دا د جبر شعور دى چي موږ ته واک او ځواک را په برخه کوي، يانې انسان د خپل طبعي حالت او وضعيت په ټاکلو کې مجبور دى، البته د همدې جبر په حدودو کې هغه دا توان لري چي حالات بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب