یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ په پښتو ژبه کي وجهي ځېرنه | فضل الرحمن رحیمي

 په پښتو ژبه کي وجهي ځېرنه | فضل الرحمن رحیمي

لارښود استاد: پوهاند اجمل ښکلی

لنډیز: وجهیت د ګرامر د برخي یوه مهمه موضوع ده، چي د جملو په کچ راځي او اکثره د فعل سره تړاو لري، چي د یو کار به اړه د خبري کوونکي او ویناوال حکم دئ. د وجهي په اړه څو وېشونه سوي دي، خو د ټولو مطلب یو دئ، فقط ئې د منطق د هغي قاعدې مطابق عمل کړی وي، چي له کل څخه جز ته او له جز څخه کل ته، یعني یو استاد وجهه پر ډوله ویشي:

  • اخباري
  • غیر اخباري (انشايي یا التزامي) ( تائید،۱۴۰۰، ۱مخ)

او بیا وجهه پر درې ډوله ویشي لکه: اخباري، التزامي او امري.

کلیدي کلیمې: فعل، وجهیت، وجهه، خبر، امر .

سریزه په ژبپوهنه خاصتاً په ګرامر کي د فعل، د احتمالي یا قوع مسئله ډېره پېښیږي، چي رنګارنګي په وجود راوړي او د دې رنګارنګۍ له وجهي جمله د ادب لوړ مقام خپلوي. وجهه په عموم کي په ټولو ژبو کي سته، چي د ژبو ویونکي ئې د جملو او وینا دلنډون، د سن او طبقې معیارونه په نظر کي نیولو سره کاروي. وجهه د ګرامر د مهمي برخي جملې سره تړاو لري په جمله کي په جمله کي په دواړو ډولو جملو اسمیه او فعلیه کي راځي.

لکه: فعلي جمله:  – احمد راغلی دئ. محمود مطالعه کوي.

 اسمي جمله: – سبا احمد راځي.

او د وجهیت د تعریفونو، وېشونو او د دې ترڅنګ پر مهمو مواردو به پر خپل ځای وږغېږم.

وجه (Mood):

     په عربي کي ورته وجهه او په پارسي کي هم ورته ده وجهي کلمه کاریږي. وجه په عموم کي د نړۍ په mood وجه: چي په انګلیسي

ټولو ژبو کي سته او خبري کوونکي ئې د ادب، سن او ټولنیزو طبقو معیارونو په نظر کي نیولو سره فعلي وجهي استفاده کوي.

مثلا د پورته معیارونو په عملي کولو سره  یو چا ته د امریه جمله کارول باید ډیر مؤدبانه وي او د کښتي طبقې او کم سن لپاره باید عادي جملې استخدام سي په لاندي شکل کې مثالونه لیکم.

په عادي حالت کي          او امر د خواهش

چای وچښه       چای چشلای سی

د وجهي د تعریف په اړه لاینز وایي: د خلګو د چلندونو، خبرونو، اعتراضونو او اعترضونو په انعکاس دی

                                                                                                                                               (ګل زاده او عباسي، ۱۳۹۱، ۱۳۶ مخ)

او د فرشید وردم او شریعت له نظره: د فعل وجه هغه څه ته وايي، چي پر اخبار احتمال، امر، ارزو تمنا، تاکید، امید باندي دلالت وکړي.

                                                                                                                                                 (ګل زاده او عباسي، ۱۳۹۱، ۱۳۷ مخ)

 او استاد تائید د وجه په اړه وایي: د یو کار په اړه د خبري کوونکي یا وینا وال حکم دئ، مثلا د خبري سوالیه او امري جملې بیان ته وائي

                                                                                                                                          (تائید، ۱۴۰۰، ۱ مخ)

د وجهي د تقسیم په اړه

 استاد خویشکي وجه پر اخباري، شرطي، امکاني، احتمالي، امري، مصدري، او تمنائي باندي وېشلې ده

                                                                                                                                     (خویشکی، ۱۳۸۹)

او استاد ګلزاده او عباسي د وجهي درې مهم ډولونه ښودلي دي، چي عبارت دي د اخباري، التزامي او امري

                                                                                                                                       (ګل زاده، عباسی،۱۳۹۱، ۱۴۰مخ)

او استاد اخلاقي هم د درو ډولو وجهي خبره کوي اخباري، وړاندیزي او توانمندي

    (اخلاقي، ؟، ۱۳۰ مخ)

په هر صورت ویشونه هر عالم د خپل دید او علم مطابق کړي دي؛ خو د ټولو عالمانو هدف یو دی.

په ټولو ویشونو کي جامع ویش د استاد تائید دی چي راتلونکي وضاحت به د استاد د ویش مطابق وي.

خبري (Declarative mood): چي د یو کار، پیښي په اړخ خبر ورکوي، د یو واقعي پيښي په اړه مثبت او یا منفي خبر او ګزارش ورکوي.

مثال: احمد په کور کي دئ. حمید ښوونځي ته تللی نه دئ.

په پښتو ژبه کي خبري وجه صرفي او نحوي نه ده، بلکي فونولوژیکي ده، یعني د فونولوژیکي خواصو په واسطه خبري وجه تشخصییږي. د خبري وجه فونولوژیکي مشخصه آهنک دئ، یعني په د دې وجهې آهنګ عموما موازي وي.

مثلا:  موږ په سختو حالاتو کي له اولس سره مرسته کړې ده.

ناخبري/انشايي/ التزامي وجه (subjunctive mood)

هغه وجه ده، چي فعل واقیت ونه لري، د فعل وقوع قطعي نه وي او یا د کار په ترسره کولو سره مطمئن نه یو او د احتمال، شک، میل، قصد، خواهش، شرط او نورو جملو او فعلو لپاره استعمالیږي. ناخبري وجه لاندي ډولونه لري:

سوالیه (Interrogative): چي د یوشي په اړه پوښتنه کوي او د مجهول په اړه معلومات غواړي. مثال: څوک راغی؟

په پښتو ژبه کي امر په دوو طریقو سره را منځ ته کیږي. او پوښتنه پر دوه ډوله ده:

هو او نه سوالونه (yes no question): دغه سوالونه کومه مورفولوژیکي علامه او نحوي جوړښت نه لري، بلکي د فونولوژیکي جوړښت په اساس سوال تشخصیږي، یعني سوالیه جمله د آهنګ په واسطه تشخصیږي. داسي چي که چیري اهنګ د جملې پر وروستۍ برخه وي، نو جمله سوالیه ده.

مثال: احمد راغی؟                جواب: هو / یا/ نه

پرون دي احمد ته هغه خبره وکړه؟             جواب: هو/ یا/ نه

دوهم ډول: هغه سوالیه جملې دي، چي د سوالیه کلمو په واسطه یا استفهامي قیدو او استفهامي ضمیرو په واسطه جوړیږي. لکه:

استفهامي قیدونه: ولي، څنګه، چیري، پر څه شي، څومره او ….

مثال: احمد ولي یوازي راغی؟  حمید چیري اوسیږي؟ د احمد څخه دي پر څه شي خوا بده کړه؟ څومر خبري ئې وکړې؟

استفهامي ضمیرونه: څوک، چا، کوم، کومه.

د چا لپاره ورته ووایو؟    څوک ئې غوښتی؟ کوم شی دي په کار دئ؟       کومه خبره در ته وکړم؟

امري (Imperative): هغه وجه ده چي د یو کار یا شي په اړه حکم او امر کوي. مثال: (لېبر، ۲۰۰۹، ص، ۹۸)

مثلا: کښېنه        کښېنئ. لوبي وکړئ، لوبي وکړه.

په پښتو ژیه کي امر صیغه د اوس زمانې له ریښې څخه جوړیږي. او بیا مختاړي او وروستاړي پر وصلیږي.

د افعالو ډولونه عدد شخص مطلق/کامل حال امر ناکامل/استمراي امر  
لازمي فعال مفرد دوهم شخص کښېنه

ˈkʂen-a

کښېنه

kʂeˈn-a

 
جمع دوهم شخص کښېنئ

ˈkʂen-ay

کښېنئ

kʂeˈn-ay

 
متعدي فعل مفرد دوهم شخص وخوره

wə-xwr-a

خوره

xwr-a

 
جمع دوهم شخص وخورئ

xwr-ay

خورئ

wə-xwr-ay

 
مرکب فعل (۱) مفرد دوهم شخص کالي اوتو که/کړه

kali utu  k-a / kɽ-a

کالي اوتو کوه

kali utu  kaw-a

 
جمع دوهم شخص کالي اوتو کئ/ کړئ

kali utu  k-ay / kɽ-ay

کالي اوتو کوئ

kali utu  kaw-ay

 
مرکب فعل (۲) مفرد دوهم شخص کار وکه/وکړه

kɑr  wə-k-a/ wə-kɽ-a

کار کوه

kɑr  kaw-a

 
جمع دوهم شخص کار وکئ/ وکړئ

kɑr  wə-k-ay/ wə-kɽ-ay

کار کوئ

kɑr  kaw-ay

 

                                                                                                                                                      (تائید، ۱۴۰۰، ۲ مخ)

شرطي وجه (conditional Mood): هغه وجه ده چي د واقعت خلاف یو کار وښيي، مثلا: که زه وزیر د معارف وزیر وای، ما به د افغانستان په معارف کي کالج سیستم فعاله کړی وای. که احمد راغلی وای، ما به ټول داستان ور ته بیان کړی وای.

تمنايي وجه (optative mood): هغه وجه ده چي د یو کار او عمل په اړه هیله، امید او غوښتنه وښيي. مثلا: کاشکي احمد وختي راغلی وای.

په پښتو ژبه کي شرطي او تمنايي وجه صرفي نه ده، بلکي نحوي ده او داسي جوړیږي.

د شرط او تمنا ادات (particle) + مبتدا + اسم مفعول (past participle)+ د شرط او تمنا ټوبي فعل (وای).

احتمالي وجه: هغه وجه ده چي د یو عمل او کار په اړه شک او ګمان وښيي. مثلا: شاید سبا باران وي. ممکن احمد پر اته بجې را ورسیږي. احمد به کور ته رسېدلی وي. ښايي له دوی سره مرسته وکړي. شاید دوی په خپل منځ کي سره کښیني. شاید احمد اته بجې کابل ته ورسیږي.

پایله

په اړونده موضوع خورا ښه بحث وسو د وجهي له تعریف، ډولونو او اړوندو موضوعاتو راشروع او پر پایله ختم سو په پورته مقاله کي د د وجهي د تعریف په اړه وویل سول: د یو کار په اړه د خبري کوونکي یا وینا وال حکم دئ، مثلا د خبري سوالیه او امري جملې بیان ته وائي.

 او وجه پر دوه قسمه ویشل سوي دي. خبري او ناخبري. بیا نا خبري پر پینځه برخو لکه: سوالیه، امري، شرطي،تمنايي او احتمالي برخو ویشل سوي دي، او عموما فعلي وجه ناځینځیري خاصیتونه لري او دا نه یواځي په پښتو کي بلکي په دري او فارسي او د سامي ګروپ څخه عربي هم همداسي خاصیت لري په عربي د امر له پاره او یا د سوالیه له پاره خاص علامات لري، مګر اکثره وخت سوالیه جملې بې له علایمو راځي لکه:

      اصلي سوالیه جمله               وجهي سوالیه جمله

          هل ترید ان تذهب؟             ترید ان تذهب؟

په اصلي سوالیه جمله کي د پوښتني وییکی راغلی دی او جمله پوښتنیزه سوې ده، مګر په وجهي سوالیه جمله کي هیڅ پوښتنیز وییکی نه دی راغلی مګر بیا هم جمله پوښتنیزه سوې ده علت دادی چي دلته د متکلم فعلي وجه تغییر کړې ده او جمله پوښتنیزه سوې ده.

Conclusion

A thorough discussion was held on the relevant topic, starting from the definition of mood, its types, and related subjects, and concluding with the findings. In the above article, it was stated that mood is the speaker’s or writer’s attitude towards an action, for example, it refers to interrogative and imperative sentences.

Mood is divided into two main types: indicative and non-indicative. The non-indicative mood is further categorized into five parts: interrogative, imperative, conditional, desiderative, and potential. Generally, the non-indicative mood exhibits specific characteristics, not only in Pashto but also in Dari, Persian, and Arabic from the Semitic group, which share similar traits. In Arabic, there are distinct markers for imperative and interrogative forms; however, often interrogative sentences appear without these markers, such as:

Main Interrogative Sentence:
هل ترید ان تذهب؟ (Do you want to go?)

Mood Interrogative Sentence:
ترید ان تذهب؟ (You want to go?)

In the main interrogative sentence, the interrogative particle is present, making the sentence a question. In contrast, the mood interrogative sentence lacks any interrogative particles but is still considered a question. The reason is that the speaker has altered the mood, thus transforming the sentence into an interrogative form.

Top of Form

Bottom of Form

ماخذونه:

  1. عباسي، زهرا. ۱۳۹۱.ل برسی وجه در زبان. ایران. ادب پژوهی.
  2. اخلاقی،فریار. ؟ . سه فعل وجهی در زبان فارسی. ایران.
  3. تائید، نصیر احمد. ۱۴۰۰ل وجه، کندهار.
  4. خویشکی، محمد صابر، ۱۳۸۹ل. ننګرهار. مومند خپرندویه ټولنه.

1 COMMENT

  1. هېڅ سر مې پرې خلاص نه شو. موضوع داسې ليکل شوی لکه چې يو عالم بل عالم ته خط ليکلی وي. موږ عادي وګړي يې له سره په پام کښې هم نه يو نيولي. بله دا چې ټاپويي تېروتنې پکښې زياتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب