پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي

په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي او ډېر ژر به د افغانستان په نورو ښارونو کې هم د دغو کمرو د نصبولو لړۍ دوام وکړي.

تېره اوونۍ د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې هم د امنیتي کمرو د نصب لړۍ پیل شوه.

ده زیاته کړه چې د دغو امنیتي کمرو نصب به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته وکړي.

عبدالمتین قانع دا هم څرګنده کړه چې د امنیتي کمرو په د څارنې په وسیله یو شمېر پلان شوي امنیتي ضد بریدونه شنډ شوي دي.

خو ده یې کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې طالبانو د چین د مخابراتي وسایلو له جوړوونکي هوواوې سره د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...