شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد دوه ګون تابعیت لرلو په اړه د پېښور د لوړې محکمې...

د دوه ګون تابعیت لرلو په اړه د پېښور د لوړې محکمې پرېکړه

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د پېښور لوړې محکمې بالاخره د هغو پاکستانۍ مېرمنو په اړه پرېکړه وکړه چې د افغانستان له اتباعو سره یې واده کړی وي.

د محکمې له پرېکړې سره سم، دا ډول ښځې له دې سره سره چې د پي او آر یا افغان تابعیت کارت غوښتنه یې کړې وي، کولی شي دوه تابعیته ولري.

د او آر کارت لرونکو تېر کال د پېښور لوړې محکمې ته غوښتنلیک سپارلی و.

د پېښور د لوړې محکمې (هايي کورټ) له پرېکړې سره سم، هر هغه څوک چې یوې خوا یې (مور یا پلار) د پاکستان تابعیت ولري او عمر یې تر ۲۱ زیات نه وي، دوه تابعیته لرلی شي.

خو د چا چې عمر تر ۲۱ کالو لوړ وي، باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې په اړه پرېکړه وکړي.

همداراز فیصله شوې، هغه افغان ښځې چې له پاکستاني نارینه سره یې واده کړی وي، باید یو تابعیت ولري او بل پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب