تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده امر کړی چې په دولتي کور یا ودانۍ کې اوسي، باید ورڅخه ووځي.
د طالبانو د مشر په حکم کې ویل شوي، هغه کسان چې له دولتي ادارو او د وزارتونو له ودانیو څخه شخصي استفاده کوي، نورو ځایونو ته دې انتقال شي او له یادو ودانیو څخه دې د دولتي چارو د پرمخ بیولو لپاره کار اخیستل کېږي.
په خبر کې دې ته اشاره نه ده شوې چې طالبانو په کومو یا څومره دولتي ادارو او ودانیو کې اړولي او شخصي استفاده ورڅخه کوي.