برناد لويس د اسلام تر ټولو مشهور متخصص بلل کېږي. که څه هم برناد لویس ته په اسلامي هیوادونو کې چندان په ښه سترګه نه کتل کېږي، تر ټولو کلک دښمن یې ادوارد سعید دی؛ خو زه یې له دې اړخ سره کار نه لرم. دلته یې د اسلام او دموکراسۍ په رابطه ځینې خبرې درسره شریکوم.
لويس لومړی له دې دواړو مفهومونو څخه خپل هدف او مقصد روښانه کوي.
د ده په نظر، دموکراسي داسې یوه کلمه ده چې هم ډېره کارول شوې او هم ناسمه کارول شوې ده. په مختلفو ځایونو کې ښکاره شوې او مختلفې معناوې یې ورکړې دي. ځینو ځایونو کې ناسمه او ان برعکس کارول شوې ده.
د لویس په نظر، ځینې په دې باور دي چې اسلام يوازينۍ حقیقي دموکراسي ده. لویس بیا په دې باور دی چې دا ادعا هغه وخت سهي ده کله چې موږ د دې ادعا د مدعیانو نظر ومنو. لویس په دې ادعا باندې چندان باور نه لري او نه هم دې ته ورته نظر لري.
د لویس هدف له دموکراسۍ څخه په لومړۍ درجه کې د حکومت د لرې کولو او ټاکلو تګلاره ده، چې د لومړي ځل لپاره په انګلستان کې رامنځته او بیا نورو سیمو ته پراخه شوه.
دوهم هدف یې د سمویل ضابطه ده چې وايي هغه هیواد د دموکراسي لرونکی دی چې په هغه کې د حکومت سوله يیز او دوه پرلپسې بدلونونه د ازادو انتخاباتو له لارې رامنځته شي او حکومت بدل کړي، نه دا چې حکومت انتخابات بدل کړي.
د لویس په قول، امریکایان سلطنتي حکومت او دموکراسي د یو بل ضد ګڼي؛ خو د ده په باور دموکراسي د جمهوریتونو په نسبت په سلطنتي حکومتونو کې ښه برخلیک درلود. په دې اړه دی د هغو سلطنتي حکومتونو لیست مطرح کوي، چې هلته په کې دموکراسۍ ښه برخلیک درلود. دی په راتلونکي کې هم په همدې حکومتونو کې د دموکراسي راتلونکی ښه ویني او د لا غوړېدو په باور دی.
د برناد لويس په نظر، اسلام هم ګڼې معناوې ورکوي. یوه معنا یې دین دی او دوهمه معنا یې بیا یو تمدن دی چې د اسلام تر چتر لاندې یې رشد کړی دی.
همدا دوه تعبیرونه هم بیا په خپل ځان کې مختلف صورتونه لري. د لویس په نظر، که اسلام یو تمدن وبولو، هدف مو هغه جماعت دی چې له یو میلیارد څخه زیاتو خلکو څخه جوړو او په پراخو سیمو کې له څوارلس سوه کاله راهیسې استوګند دی.
خو که اسلام ته په دین باندې قایل شو یا اسلام دین وبولو، بیا هم باید ځینې تمایزات وکړو.
لومړی هغه څه ته چې مسلمانان هغه ته ناب، خالص او اصیل اسلام وايي قرآن او حدیث دي.
دوهم د فقهاو اسلام چې په فکر، عقل، فقه او سنتي کلام باندې ولاړ دی. دریم د بنسټپالانو اسلام دی.
د لويس په قول، په اسلام کې دموکراسي په تاریخي مدارکو چندان په زړه پورې نه ده. په ډیرو کمو ځایونو کې د دموکراسي څرک ليدل کېږي. له ترکیه پرته ۵۳ اسلامي هيوادونو کې د سمویل ضابطه صدق نه کوي. د ترکیې په دموکراسي هم له مختلفو لورو نقدونه وارد دي.
د اسلام په سراسر تاریخ کې تر ټولو رایج حکومت تک سالاری دی. غالب سیاسي سنت په فرمان او اطاعت باندې ولاړ دی.
لویس يو بل واقعیت ته چې د اهمیت وړ دی اشاره کوي. هغه د شهروند مفهوم دی. د لویس په باور، نه په عربي او نه هم په ترکيې کې داسې مفهوم وجود لري چې هغه دې د شهروند د مفهوم ځای ډک کړي. یعنې د دې مفهوم ځای خالي دی.
په دې دواړو ژبو کې د وطنوال یا هیوادوال اصطلاح شته؛ خو دا هيڅکله هم د شهروند د کلمې معنا نه ورکوي. شهروند یعنې هغه څوک چې د ښار په چارو یا د ټولنې په چارو کې شریک وي.
د لویس په باور، دا کلمه ځکه په دې ژبو کې نشته چې دا مفهوم په دې ژبو کې نشته.
لويس په دې باور دی چې په اسلامي شریعت او سنت کې داسې عناصر شته چې د دموکراسي په توسعه او رامنځته کولو کې ګټور واقع کیدلی شي.
د ده په نظر، اسلام د سیاست په برخه کې له غني ادبیاتو څخه برخمن دی. د لويس په نظر، اسلامي فقهاوو او علماوو له پخوا څخه د سیاسي قدرت د ماهیت، استعمال او سلب په باره کې او همدرانګه د صاحبانو د دندو، مسولیتونو او تکالیفو په باره کې په دقت فکر کړی دی. په اسلام سنت کې خپلسری حکومت سخت تقبیح (بد) ګڼل شوی دی. د سنتي اسلام په جهان کې د خلافت او حاکمیت محوري او بنسټیز حدود عقد او اجماع ټاکل ترڅو په دې طریقه حکمرانان او خلیفګان له مستبد کېدو څخه را وګرځوي. د لویس په قول، دې تصور وجود درلود چې د سیاسي قدرت اعمال بنسټ په عقد باندې ولاړ دی یا د سیاسي قدرت اعمال په هغه عقد باندې ولاړ دی کوم چې د خلکو او حاکم ترمنځ د متقابلو تعهداتو تر نظر لاندې جوړ شوی دی. اتباع د حاکم حکم منلو باندې مکلف دي او همدرنګه حاکم هم د اتباعو په وړاندې تکالیف لري. کوم عقد باندې چې سیاسي قدرت ولاړ دی، دا عقد د انحلال وړ دی. په هغه صورت کې چې حکمران په کړو تعهداتو عمل ونه کړي یا خپل توان له لاس ورکړي؛ نو ويلی شو چې په سنتي اسلام کې د خلکو رضا او منلو اصل موجود دی.
په اکثره احادیثو کې اتباع د حاکم په اطاعت باندې مکلف دي. که څه هم ځینې استثناوې ښکاري. مثلاً په یو ځای کې راغلي چې د خالق په وړاندې له مخلوق اطاعت مه کوئ. یا بل عبارت د انسانانو د فرمان په اطاعت، الاهي قانون مه ماتوئ. همدرنګه په ځینو ځایونو کې راغلي، چې تاسو په دې باندې نه یئ مکلف چې د ګناه په وړاندې هم اطاعت وکړئ، یعنې که حاکم د داسي شي فرمان درکړي چې هغه د ګناه لامل ګرځي، نو تاسو یې په منلو باندې نه يئ مکلف. د لویس په قول، د پیغمبر ص دا ډول خبرې له حق سرپیچي ده.
د لويس په قول د اصولو له سطحې چې ښکته راشو او هغه څه ووینو چې هغه پېښ شوي، داستان بیا فرق کوي؛ خو په ټوله کې ویلی شو چې په اسلامي فرهنګ کې د دموکراسي موافق او مساعد عناصر وجود لري. د پیغمبر ص یو حدیث کې راغلي چې زما په امت کې د نظر اختلاف د خدای د رحمت نښه ده. یعنې ویلی شو چې دا حدیث د دې معنا لري چې د عقایدو له تنوع څخه باید استقبال وشي، نه دا چې سرکوب شي. د لويس په قول، د دې خبرې ښه مثال د څلورو مذهبونو شتون دی. د لويس په باور، وروستۍ د ذکر وړ خبره دا دچې اسلام په فروتنۍ باندې ډیر ټینګار کړی دی. د اسلام له نظره، ټول اتباع له عامو تر خاصو له شخصي کرامتو برخمن دي او حاکمان باید له کبر او غرور څخه پرهیز وکړي.
دویمه برخه، بیا…
Facebook
Twitter
LinkedIn
E-mail
البته ” برنارد ” لویس یا لوئیس.
لوئیس هم یهود ۇ او هم انګریز ( پلار او نیکه ئې د هنګری د هیواد څخه لندن ته مهاجر سوی یهودان وه).
برنارد لوئیس د امریکا د امپریالیسټی گټو د تأمین په مرکز کی یو وفادار فکری مستخدم او په غربی آسیا کی د غرب د امپریالیسټی جګړو سخت طرفدار ؤ.
برنارد لوئیس په اسلامی نړی کی د دموکراسی وضعیت پخپله سلیقه بیان او تشریح کړیدی خو په ډیرو عربی هیوادونو کی ئې د غرب خصوصاً امریکی لخوا د دیکتاتورانو د ملاتړ په هکله مرموزه موضع غوره کړی وه.
له بلی خوا
ادوارد سعید یو عرب – مسیحی – فلسطینی متفکر ۇ کوم چی د خپل وطن سره مینه ئې ( منهای عربیت – مسیحیت) د خپلی فکری مبارزې او مقاومت سرلوحه وه بناءً د ادوارد سعید او خلیل جبران او حتی میشل عفلق غوندی اشخاصو د بوټ تڼۍ هم تر برنارد لوئیس غوندی پلیدو کسانو ډیر شرافت او فضیلت لری.
نو خبره می دا ده چی زموږ ځوانان باید د لوئیس غوندی روشنفکرانو! په خوږو ادبیاتو و نه غولیږی ځکه دا هغه روشنفکران دی چی هغه څه زموږ لپاره نه غواړی کوم چی ځانو ته ئې غواړی ضمناً هغه نری او ډنګر احساسات او روحیات او معنویات چی زموږ ځوانانو کسب کړیدی هم ترې اخلی ( سمّ پاشی ئې اصلی هدف دی ).