دبنگله ديش له ازادۍ وروسته دپښتنو سياسي مشر خان عبدالولي خان په يوه وينا كې يو وخت د پاكستان د برخليك په باب وويل چې : يو سړي په خره بنگړي بار كړي وو، خر په لار نه تلو نو كوتك يې را واړاوه اوپه يو انډي يې گوزار وكړ چې شرنگ شو دننه په بوجۍ كې هر څه مات شول .په لار كې ترې چا پوښتنه وكړه چې څه دې بار كړې دي ؟
دخره خاوند په ځواب كي وويل: چې كه بل گوزار مي وكړ نو هيڅ شې نشته . د بي مخيني او به تاريخه مصنوعي ملك برخليك په همدې كيسه كې نغښتي دى . ددې كيسي نوره شننه وروسته كيږي . خو تر مخه يوه خاطره رايادوم . دبنگله ديش دازادي جگړه پيل وه زه په ښوونخي كي ووم اودرخصتيو په ورځو كي مې په كابل كې اخبار پلوره . ما به داخبار عناوين په زور اوجگ اواز ويل ، داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت مخ ته دجميل هوتل په مخ كې يو پاكستاني ولاړ وو ، هغه خپله غصه وښوده په هماغه مهال استاد بختاني خدمتگار رحمه الله رادمخه شو اودپاكستاني هلك خوله يې چوپه كړه . همدې پيښي زه په خدمتگار استاد نور هم گران كړم اووخت نا وخت به يې يادونه كوله .
خبره داسې وه چې دبنگله ديش له ازادې جنگ نه ترمخه چې كله انتخابات وشول ، سخته زلزله وشوه اوپه مليونونو خلك مړه شول . شيخ مجيب الرحمان چې هغه مهال يې ټاكني گټلي وي ، خو غوښتنيې يې د ناپاك پوځ له خوا له ننگونو سره مخامخ شوي په يوه وينا كې وويل :
دبنگال اولسه تاسو له قربانيو اوسرښندنو سره روږدي ياست . په دې طبيعې پيښه كې مو سخته قرباني وركړه خو كه ددې قربانيو نيمايي هم دخپلواكي له پاره وركړي په قسم چې تاسو به ازاد ياست . شيخ صيب له هماغه وروسته بندي شو . او دجگړې لپاره ٩٠ زره نه زيات پاكستاني پنجابي پوځ په بنگال وروخوت . جگړه پيل شوه دبنگله ديش اولس را پاڅيد او زيات په مليونونو خلك هند ته كډوال شول . دهند پوځ اړشو چې دبنگال داولس دژغورني له پاره اقدام وكړي . . په څو ورځو كي د پاكستان نوى زره عسكر سلامي شول اوجنرال نيازي دجنرال ارورا په مخ كي گونډه ووهله ،تسليم شو . بنگله ديش ازاد شو امريكايي سات(اوم ) نمبر بيړې يې كومك ته ونه رسيده . غربي پاكستان لكه بي پلاره يتيم پر ځاى پاته شو .
زياتره مورخين اوفلاسفه په دې باور دي چې تاريخ نه راستنيدونكى دي اوحركت يې پر مخ وړاندي ځي خو تاينبي په نوم فيلسوف په دې باور دي چې تاريخى حركت كله هم تكراريږي او دوراني بڼه غوره كوي . اوس په گاونډ هيواد كې چې ”سلمان رشدي“ يې دشرم په نامه ناول كې دكركتر په توگه دنامالوم پلار اولاد بولي له همدې برخليك سره مخامخ دې . دپاچا خان خبره ده چې پښتانه له څيلمي مسلمانان او په اسلام مين دي خو دپيسو او ماجبونو دټينگي نه دې . دا كاني په پښتنو هم وشوي . پاكستان تر زياته حده همدا مغولي اوبيا انگريزي پاليسي د پښتنو په يو لړ سياسي گوندونو اومشرانو هم تعميل كړه دهغو خولي ته يې قلف واچولو . چې په تدريج سره يې دكوچي دكرتو په څير مزه يې باران يوړه . وسوليدل او پاچاخاني ارمان يې له خاورو سره خاوري كړ .
”وايي چې يو كوچي په لار كي د سپو فظله مواد لاس كي را اخيستي وو، فكر يې كاوه كرت دي ، خو چې خولي ته يې اچولي وو ، گوري چې خوند يې نشته له ځانه سره يې ويلي وو چې كرت خو كرت دي خو مزه يې باران وړي ده . “
خو له بلې خوا پښتون اولس پرگني او مظلوم خلك لاژوندي دي ، دهغو جمعي روح لا غزوني كوي اه وفرياد كوي . دا فرياد كله هم دمنظور په څېره او خوله كې را برسيره كيږي او كله هم دگيله من وزير له وجوده اسطوره جوړوي . كله هم دعثمان كاكړ ، روني ارمان اونورو په سلگونو انسانانو اوازادي غوښتونكو په ارمانونو كي ځليږي اوانعكاس كوي .
وروستۍ تاريخي پيښه د گيله من وزير دشهادت اسطوره وه چې دجابر پوځ او اداري په دسايسو تر سره شوه . دوې اوس هم داتلسمي پيړي دمغلي حاكمانو اودبيربل دمزدورانو په څير فكر كوي چې پښتون اولس به په دې ترورونو و ډار شي او لاس به له خپلو غوښتنو واخلي . خو تاريخ څه وايي ؟
تاريخ وايي : تاريخ هغه څه مطرح كوي چې دحل قدرت يې لري دى كي شك نشته چې استبلشمنت كولى شي يو نه بلكې لس زره پښتانه ځوانان دگيله من وزير په څير ووژني اوحلال يې كړي. خو تاريخ هغه څه مطرح كوي چې دحل كولو قدرت يې لري . ديوه اولس دجمعي روح غوښتنه دكاڼي كرښه ده هغه هيڅكله دشگو په بند نه شي بنديداى . دپښتون اولس هغه لوي لښكر چې له اسلام ابادنه يې تر وزيرستان پوري د گيله من وزير جنازه په اوږه را وړه د اكار نه دسيد علي ترمذي سره شوي او نه دبل ولي سره . نه دجناح سره شوي او نه دلياقت علي اونه دبهټو سره خو دا پښتون اولس ته دگيله من وزير هغه گيله اورول وه ،هغه دخبرداري اذان و چې دپښتانه نسل په غوږونو كې چف شوه اوځاې ونيو ، نو اوس ،دې كي هيڅ شك نشته چې يويشتمه پيړۍ ده. دې كې استبداد م ظلم وحشت او بربريت نه چليږي .دمنظور پښتون دا خبره ډير رسا غږ دى خو كه څوك پرې پوه شي .
پښتين وايي : ”زه د پاکستان ریاست چارواکو ته هم وایم، داسې ښکاري چې زموږ او تاسو نوره ونهشوه، داسې ښکاري، نور دغه حالات چې تاسو جوړوئ پښتانه نور له تاسو سره په دې شرایطو تګ نهشي کولای.»
نوموړی پښتنو ته په خطاب کې وایي: «حوصلې به نهبایلئ، همت به نهبایلئ، سل زره سرونه قربان وو؛ خو دا وطن ورته نهپرېږدو، دا خپله خاوره ورته نهپرېږدو.»
پښتین همدا شان د اکتور په یوولسمه د پښتنو د قومي عدالت جرګې د بللو اعلان کړی او ویلي، چې د پښتنو لږ ترلږه ۴۰ زره استازي به پکې د پاکستان د سیاستونو او خپل وضعیت په اړه خپلې پرېکړې کوي.
هغه په یوه وینا کې پاکستان ته ویلي، چې پر پښتنو یې شل ګوزاره کړي، خو دا ځل به پښتانه منسجم او داسې یو ګوزار وکړي، چې د پښتنو تاریخ او برم به ور په یاد کړي.“
په واقعيت كې دپښتين خبره جمع دگيله من وزير شهادت دواړه اسطوري دي اودا هغه گوزار دى چې دخره په انډي كيږي .
ميمالفكاف