پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+کوټې/اجمل پسرلی

کوټې/اجمل پسرلی

په دیوال یې څلور ګوتې کیښودې، ګوتې یې سره وموښلې، ځیږې ګوتې یې وچې ورته وایسیدې. برش یې له پورته لاندې بیا له لاندې پورته پر دیوال کش کړ، راکش کړ….. کړکۍ ته ورسېد. د کوټې کړکۍ پنځه ضلعي لري. په همدې ځای کې د خوب تخت ځاییدای شي، د تخت له سره د غولي هغه ځای ښکارې چې هلته به چمن وي… تک شین چمن، د تخت سره سرجایي، د خوب د څراغ بانجاني رڼا،  د تخت څنګ ته پر یوه میز میوې او کلچې……

برش یې له لاسه ولوید، غولی ککړ شو، د برش سر یې وموښه، شاوخوا دیوالونو کم رنګه اسماني لمبه کوله، د کړکیو ترمنځ يې پر دیوالونو ژر ژر برش تیر کړ. راکوز شو. لاندې یې رحیم ته چې غلتک یې چلاوه وویل:

-خان د خوب په پنځه کوټو څه کوي؟

رحیم یوه ګوته کړۍ کړه د تندي خولې یې پرې وڅنډلې:

-خدای پاک ورکړې

-خدای خو په ټولو مهربانه دی

– نو هر وخت خان ستا صفتونه کوي اوس به راشي ورته ووایه هاهاهاها

په کپرک کې د غلتک له کړپ کړوپ سره د رحیم د خندا غږ ورک شو. کریم د ونې ډډ ته تکیه وکړه، په سپیرو خاورو کې یې  پښې وغځولې. د خوب د لویې کوټې اسماني رنګ یې تر سترګو کیده، د خوب کوټه یې په ذهن کې بشپړه شپږ ضلعي راتله… د خان غږ شو:

-څرنګه بې همته شوی یې

کریم اوچت پاڅید. خان مخته دی ورپسې سیخ دوهم پوړ ته وختل. خان له کړکۍ سره په بیخ کې څڅیدلي رنګ ته ګوته ونیوله:

-ستا کار مې په دې خوښ و چې پاک وي دا دې څه کړې

-دا پاکیږي

-پاکیږي خو کار باید پاک وي چټل کار مې نه خوښیږي

کریم خوله خلاصه کړه چې د خوب د ډيرو کوټو پوښتنه وکړي، خان په تشه کوټه کې لاړې تو کړې، کریم خوله ورټوله کړه، خان ووت، ده د کوټې غولي ته صافي ونیو.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب