دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد کیسو ژوند| لیکواله: هیله پسرلی

د کیسو ژوند| لیکواله: هیله پسرلی

یو تمځی مخکې لا پوهه شوم چې بس مې غلط کړی دی خو راکوزه نه شوم؛ ما ویل څه ضروري کار هسې هم نه لرم، توکل په خدای. اصلا د پراګ ښار د کوچینوالي یوه ګټه  دا ده چې سړی پکې له نابلده ځایه نه وېرېږي.
 تېره اونۍ مې د لیسې د وخت له استادې سره چې ملګرې مې هم ده خبرې کولې. له اوږدو، تکراري نصیحتونو وروسته یې راته ویل” که ستا پر ځای وی، ۲۷ کلنه، ځوانه، د کور اور، ماشومانو غم مې نه وای ، کار مې درلودلی، یو ساعت هم په کور نه کښېناستم. ټوله دنیا مې ګز و پل کوله.»
استادې ته مې و نه ویل خو د ۲۵ کلنۍ له اخري ماښامه وروسته نور نو ځواني نه پاتېږي یوازې یې ستړیا پاتې وي.
ـــــــــــــ
د بس په اخري تمځي کې ښکته شوم. د  پراګ له ښاره راوتلې، د چکیا په یو کلی کې یم چې د بس تمځي د لوحې په اساس بوشتیهراد نومېږي.
د مني شروع ده. هوا نه سړه ده نه ګرمه. دغه حالت یوه نشه لري، مستوي مې، پوهیږم خبره مې په عقل نه ده برابره خو ته وا ژوند په عقل برابر دی؟
 زړه کله کله غواړي چې لاره ورکه کړې، ستړی ژوند هیر کړې، د میسجونو د ټنګ ټنګ پر ځای چوپتیا ته غوږ شې، په پردو کوڅو کې وګرځې.
ـــــــــــــ
په بوشتیهراد کې وګرځیدم. قنده سیمه ده. د چکیا د هر بل ځای غوندې ونې پکې پریمانه دي. لوړې ژورې لارې، تنګې، تنګې کوڅې او یوه کلیسا چې نه لرغونې ده، نه نوې ده، نه ښایسته ده، نه بدرنګه… یوازې یوه کلیسا ده. د اوبو یو کوچینی ډنډ هم لري. هیلۍ پکې ګرځي. ځینې تکې سپینې، ځینې خړې غوندې. نه، خړې نه، طلايي رقمه خطې لري او چې وزرونه لږ پورته کړي، بانجاني بڼکې یې هم ښکاره شي. اااااه نه یې شم تشریح کولی. ښایست هنر دی. هنر نو کله تشریح کیږي، یوازې احساسیږي.
خوشحاله یم چې غلط بس مې سم نه کړ. یو نیم ځل ښايي ضرور وي چې په نابلده سړک پل کیږدې، عادي کورونو ته په غور وګورې، له اوبو سترګې وانه ړوې، د یوې ونې پاڼې لمس کړې، موسم حس کړې او د هوا بوی وپېژنې.
 د اوبو د ډنډ هغې بلې غاړې ته یو بار دی. میز او څوکۍ یې دباندې ايښې دي. ورغلم، شین چای مې وغوښت.
ماته مخامخ میز کې یوه نجلۍ ناسته ده. ښايي ۱۴ کلنه به وي. تولستوی لولي. کتاب په روسي دی، نه پوهیږم چې کوم کتاب به وي خو د پوښتي له عکسه پوهه شوم چې د تولستوی کتاب دی.
آه، تولستوی، چې په لیسه کې وم ډېر مې لوست. خو فکر مې نه کاوه چې په یوویشتمه پېړۍ کې دې، په یو ګوښه کلي‌ کې، د جمعې په یو مازدیګر کې، یوه پېغلوکې د یوټیوپ پر ځای تولستوی ته غوږ شي. دې حالت خوند راکړ.

د ښوونځي له وخته مې کیسې لیکلې. فکر کوم وروستۍ کیسه مې د لیسانس په دوره کې لیکلې وه، بیا مې لیکل پریښودل. اصلا نور نو په کیسو باور نه لرم.
کیسه لیکوال وايي ژوند کیسه دی خو دغسې نه وي. په کیسه کې پیښې منطق لري‌ او ژوند په منطق نه جوړیږي. په کیسه کې اضافه کرکټر نه وي خو ژوند له اضافه خلکو مالامال دی. د کیسې پای معلوم وي او ژوند بې سر او بره شی دی چې نه یې پیل معلوم دی نه یې پای.

د بوشتیهراد د کلي د چای پیاله زیاتي ختمه ده. د مني باد ورو ورو تیزیږي او د نوې ځواني مازدیګرونه مې په زړه را وریږي.
هغه ماښامونه را په یادیږي چې په کیسو مې لا باور درلود. هغو شپو ته مې بیا زړه کیږي چې د داستایوفسکي د کرکټرونو په سرګرداني کې به دومره غرقه وم چې خپل ستړی ژوند به مې له یاده وتلی و. د کیسو ژوند ته مې بیا زړه کیږي.
پای
پوشتیهراد، چکیا
د سپتمبر اوله ، ۲۰۲۰

2 COMMENTS

  1. اول تر اخيره مې ولوسته په زړه پورې کيسه وه•
    بالکل له پنځوويست کلنۍ څخه وروسته نور نو ځواني نه پاتې کيږي•
    زه هم وايم چې ژوند يوه کيسه ده لوړى ژورې په هر چا راځې• له دوه کلنۍ څخه له پلار پاتې سوم ډېري کيسي مې په زړه کې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب