چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کمال خان بند د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نژدې شوي

د کمال خان بند د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نژدې شوي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۷) په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند په سلو کې ۸۶ چارې بشپړې شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د دغه بند پر جوړولو، چې زرګونه جریبه کرنیزه مځکه خړوبوي، ۸۵ ملیون ډالره پانګونه شوې ده.

دا بند د نیمروز ولایت په چهاربولک ولسوالي کې پر هلمند سین جوړېږي او له بشپړېدا وروسته به په درو ولسوالیو کې ۱۷۴۰۰۰ هلکتاره مځکه خړوبه کړي او دغه راز به د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکو ته د څښاک اوبه مهیا کړي.

همداراز ټاکل شوې ده چې دا بند په لومړي پړاو کې ۹ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې په وینا، په دې بند کې به ۵۲ ملیون مترمکعب اوبه زېرمه شي.

د دې ادارې ویندوی نظام الدین خپلواک وايي، کمال خان بند د اوبو د تنظیم د ملي ادارې یوه تر ټولو لویه پروژه ده.

دا بند ۱۶ متره لوړ دی او د دې په څنګ کې چې په نیمروز ولایت کې د سېلونو مخه نیسي، کرنیزو مځکو ته اوبه برابروي.

د کمال خان بند بشپړېدا به لږترلږه یوملیون افغانانو ته په یو نه یو ډول ګټه ورسېږي. یو شمېر خلکو ته به کار پیدا شي، نوې کرنیزې مځکې به خړوبې شي، او د ګڼو کروندګرو عاید به زیات شي.

د دغه بند د جوړېدا د مخنیوي لپاره بې شمېرې حملې شوي او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه د هغه د ساتنې په مهال وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا په هرات کې له سلما بنده وروسته دوهم ستر بند دی چې په وروستیو کلونو کې جوړېږي.

3 COMMENTS

  1. په کمو پیسو څومره لویه پروژه؟د ډیرو وږیو تږیو نسونه به ډک کړی، میلیاردونو ډالر افغانستان ته راغلل ،باد باران یوړل،وږی تږی خلک همداسی ګرځی،
    د دی بند جوړونکی به غټ ثواب وګټی،

  2. The feasibility survey and all construction estimates were done by the IECO (International Engineering Company) during President Daud Khan presidency, the expenses was supposed to be borrowed from World bank or Asian development bank. the credit of this project should be referred to late Daud Khan.

  3. السلام علیکم و رحمت الله
    این بند را در زمان رژیم خلق و پرچم دیدم تعدادی از وسائط زنگ زده هر طرف پراگنده بود ولی از کار و بار چیزی دیده نمی شد زیرا رژیم مصروف کار های نان لباس خانه بودند یک ساعت نشستم و گریه کردم که چطور وطنم بی صاحب شد
    و حالا از فاصله دور از خوشی گریه میکنم بالاخره نزدیک است این پروژه بنیادی که شهید سردار محمد داود خان تهداب انرا گذاشته بود بالاخره به پایه کاملا میرسد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب