دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهرحماني: حکومت دې د ملېشه ځواکونو جوړولو پر ځای امنیتي ځواکونه سمبال...

رحماني: حکومت دې د ملېشه ځواکونو جوړولو پر ځای امنیتي ځواکونه سمبال کړي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۷مه: میر رحمان رحماني وايي حکومت دې د ملېشه ځواکونو له جوړولو لاس واخلي.

د ولسي جرګې رئیس مير رحمان رحماني د امنیتي میثاق پروګرام ته په اشارې سره ویلي، حکومت هڅه کوي ددې طرحې څخه په استفادې ملېشه ځواکونه رامنځه کړي.

نوموړي نن ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې ویلي، حکومت دې له دې اقدامه ډډه وکړي او زیاته کړې یې ده چې یادې طرحې د سیاسیونو په ګډون زیات هېوادوال اندېښمن کړي دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي افغانان له ملېشو هېڅ ښه خاطره نه لري او باید ددغه کار مخه ونیول شي.

د ولسي جرګې رئیس زیاته کړې، ددې طرحې په عملي کېدو سره به روان امنیتي وضعیت لا ګډوډ شي او له حکومت څخه یې غوښتي څو د ملېشه ځواکونو جوړولو پر ځای امنیتي ځواکونه ښه سمبال کړي.

د امنیتي تړون طرحه شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د حکومت له لوري اعلان شوه.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي میثاق طرحه د امنیت ساتنې برخه کې مثبته بولي او وايي، چې د یاد تړو له پلي کېدو راپدېخوا ۱۲۷ ترهګر نیول شوي چې ۱۸ یې ماین اېښودونکي دي.

مير رحمان رحماني دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي چې څه موده وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي وو، د افغانستان حکومت د هند په مرسته په کابل او شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو پر جوړولو کار کوي.

https://taand.net/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d9%87%d9%86%d8%af-%d8%a7%d9%88-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%ab%da%89%d9%87/

4 COMMENTS

  1. پرون که ریاست جمهوری د اول معاون مصاحبه د تلوع نیوز سره اوریدلی وی ، نو دغه تشویش باید رفع وی ، او که نه یواوار دی دغه مصاحبه وګوری . امر الله صالح وویل چه د میثاق شهروندی په امنیتی پلان کی ملیشه سازی ځای نلری . بلکه ددغه پروګرام یو هدف د ملت او امنیتی قواؤ تر منځ د ښی همکاری او همغږی رامنځ ته کول دی نه ملیشه سازی ، چه دا کار د افغانستان د نظامی متخصصینو د نظره هروحت ضروری ؤ او دی . هغه سیاسی تجاران چه په دغه پلان اعتراض لری ، اول خو دا کار ددوی مسلک او مسؤلیت هم نه دی ، خپله هم د امنیت په راوستلو کی کومی همکاری ته تیار نه دی .او بل دا چه دوی په خپله هم یووخت د ملیشه سازی عامل ؤ ، او اوس هم بعضی یی مسلح غیر مسؤل ملیشی لری ، چه باید دغه غیر قانونی اسلحی وزارت دفاع ته وسپاری په هر صورت ددوی انتقاد په دغه حکله په حکومت او دولت باندی د شخصی عقدی نه سرچشمه اخلی . متآسفانه دیوتعداد افغان سیاسیونو یو بد مرض د قدرت او مقام د بی حده حرص په اساس شخصی کینه او حسد دی ، چه دغه روانی تکلیف ددی عامل شوی چه په ډیره اسانی ملی منافع تر پښو لاندی کړی ، او د نظام د تخریب او بد نامی په جهت کی حرکت وکړی .

  2. د قوماندان علیپو ر ۳۵۰۰ ملیشه چه د دانش لخوا د ولسشر د ۹۱ کود لخوا معاش ورکو کیږی. چه د غنی او صالح زور پری نه رسیږی. او بل کود دغلا او شوکو دی، چه علیپور د کابل دشتی برچی کی غلو او تروربانډ لری، په غزنی، دایکندی، هزاره جات ،ارزګان او نورو ولایتو کی دغلو بانډونه لری چه د امنیت ملی هزاره ګان ورسره کمک وی. او په تارګیټ کی یی پښتانه دولتی او مخور مشران دی. لکه شجاعی چه په ښکاره ډول د ده شینو یا د غزنی او نورو ولایتو څه تر ۱۸۰ پوری پښتانه تر تیغه تیر کړل حتی کرزی حکومت کوششوکړه خو نوموړی یی ونه نیولو.
    د پنجشیر کی هر قوماندان او مشر په لسهاوو ملیشی لری چه د دولت څخه معاش اخلی، همدا اوس په کابل کی قوماندان امان الله ګذر د ۲۰۰۰ څخه زیاتی ملیشی لری، همداسی په کابل کی قوماندان ګل حیدر په لسهاوو ملیشی لری چه دغه دواړه د امریکا، پاکستان، ایرن او د نورو سفارتونو او حکومت څخه په زور او زبر دستی معاشونه اخلی. او نوری پیسی دبمونو د ترور او تښتولو او غلاوو څخه لاسته راوړی. همداسی نور زورمندان چه نه د اشرف غنی او نه د امرلله صالح زور پری رسی.
    د کرام الدین کریم جنجال او د حسیب قوای مرکز او عبدالحمید خراسانی(دملی بیرغ سوزیدونکی) په ښکاره په پنجشیر کی دحکومت او افغانستان په ضد دی مګر صالح خان یی ځواب نشی ویلای.

  3. بښنه غواړم زما د تبصری اصلی بحث پاتی شو.
    ادمه: کله چه د لوی پکتیا مشران و پوهیدل چه په شمال کی دوستم،د پنجشیر خلک اومرکزی برخوکی علیپور او کابل کی امانالله ګذر او قوماندان ګل حیدر په زرهاوو ملیشه یی ځواکونه لری. نو دلوی پکتیا خلک د اوس اوراتلونکی لپاره په دغه نزاکت او خطر پوه شول، نو حکومت ته یی خواست وکړه، چه مونږ ته دلس زره ملیشو جوړولو امر راکړی چه خپل سرحدونه پری د پاکستان لپاره قوی کړو.
    کله چه دلوی پکتیا د ملیشی خبره راپورته شویده، نو اوس دغه خلک په پټه وای چه په شمال کی هم د پکتیا په تعداد ملیشه ورکړی. اوبل دا وای چه ملیشه د وطن دراتلو لپاره ښه خاطره نلری. حال دا چه د شمال او مرکزی افغانستان د پخوا څخه په زرهاوو ملیشه لری.
    د ټولو فغانانو خواست دادی چه ملیشه یی او زورواکو قوماندانانو ته هیڅ ضرورت نشته.
    مونږ ملی پولیس، سرحدی ځواکونه او ملی اردو لرو. دغه قوای به هم افغانستان ساتی او هم به د خلک ساتی، ټول شخصی او زورواکه قوماندانان سره د خپلو خارجی وسلو باید او بایدحکومت ته تسلیم شی.

  4. یا دې په هېواد کې هېڅ ملېشه نه وي او یا باید ټولې پښتنې سیمې داسې په وسلو سمبال شي چې ټول لنډغر او د ایران لاسپوڅې ورته حیران شي. په لویه پکتیا کې باید په هر ولایت لکه پکتیا، خوست او پکتیکا کې دې د وسلوالو ملېشو لس زریزه پوڅونه جوړ شي. دا خلک په خپل ذات کې د نرخ او ډسپلین خلک دي او داسې اخلاقي او ټولنیز ضد کار به ترېنه ونشي چې د هېواد ګټو ته زیان ورسوي. سقاویانو په همدغو ملېشو د هېواد ملي ګټې د لوی ګواښ سره مخ کړي چې باید مخنیوی یې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب