سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله د ناټو او د اروپایي ټولنې له استازو سره ولیدل

عبدالله د ناټو او د اروپایي ټولنې له استازو سره ولیدل

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې په کابل کې د اروپايي ټولنې له مشر ارنول پاولس سره لیدلي پر افغان سوله یې بحث کړی دی.

سپېدار ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل، تاوتریخوالي د کمښت او د مذاکراتو په لړ کې د وروستیو کلونو پر لاسته راوړنو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملي پخلاینې عالي شورا ټینګار کړی،چې په افغانستان کې د سولې او ثبات بریالي کېدل د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو د همکاریو په دوام پورې اړه لري.

دغه راز له غرمې وروسته عبدالله عبدالله د سولې د بریا لپاره د افغانستان د سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ د هڅو د پیل په اړه په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره هم خبرې کړې دي

نوموړي د سولې د هڅور پر ګړندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټول ښکیل لورې دې په دغه پروسه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د اروپایي ټولنې او کاناډا د استازولی یوه خبرپاڼه خپره کړې وه او پر افغان حکومت یې غږ کړی و چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه ورکوي او ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب