Homeخبرونههندي رسنۍ: کابل کې پر افغان سکانو د شوي برید څېړنه کېږي

هندي رسنۍ: کابل کې پر افغان سکانو د شوي برید څېړنه کېږي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۷) هندي رسنۍ وايي، ټاکل شوې ډېر ژر د دغه هېواد يو پلاوی کابل ته لاړ شي، څو په کابل کې په افغان سېکانو هغه بريد وڅېړي چې ۲۷ تنه پکې وژل شوي وو.

انډيا ټوډې ورځپاڼې ويلي، دغه پلاوي کې څلور کسان برخه لري او هغه بريد څېړي چې د روان کال په مارچ مياشت کې په کابل کې په يوه درمسال ترسره شو. په دغه بريد کې يو هندي تبعه هم وژل شوی و.

د دغه راپور له مخې ټاکل شوې هندي پلاوی له هغو بنديانو سره وګوري چې د افغان حکومت له لوري د دغه بريد په تړاو نيول شوي دي.

افغان حکومت تر دې مهاله په دې تړاو تبصره نه ده کړې.

هند تر دې وړاندې ګڼو افغان سېکانو ته د دغه هېواد ويزې هم ورکړې دي او تر دې مهاله ۱۸۴ کورنۍ هند ته ستنې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...