دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت: حکومت به د یوې جوړونکې ارادې سره په...

د بهرنیو چارو وزارت: حکومت به د یوې جوړونکې ارادې سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۷مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلند هیله لري.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، افغان دولت په کابل کې د اروپا اتحادیې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیو هرکلی کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت او د کاناډا سفارت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره دې د باور فضا رامنځته شي.

https://twitter.com/EUinAfghanistan/status/1302608273896603648?s=20

اروپايي ټولنې د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه دې دواړه لوري استفاده وکړي.

یادې ټولنې د سولې خبرو کې د ښځو په ګډون او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه مخکې لیکي، حکومت به د ښه نیت په درلودو د یوې جوړونکې ارادې سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي، چې ددې ښه نیت ښکاره بېلګه د طالب زندانیانو خلاصون دی.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان حکومت تیار دی چې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د مذاکراې له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي.

د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادې له مشرانو مننه کړې او ویلي یې دي، د سولې برخه کې د افغان دولت لیدلوری، د ټولو افغانانو، نارینه وو او مېرمنو د بنسټیزو حقونو خونديتوب دی.

2 COMMENTS

  1. وزارت خارجه او د افغانستان مذاکراتی ټیم ، د مصالحی شوری ټول په ګډه باید د د جانبه اوربند باندی تمرکز او تآکید وکړی ، نه اورکم ، اورکم عملی تعریف لکه څنګه چه تجربه شو نلری .اورکم د افغانستان ملت ته هم د منلو وړ اصطلاح نه ده ، او دشریعت اسلامی د لحاظه هم مردوده اصطلح ده . اورکم یعنی د افغانانو وینه تویول کمول ، ایا دی ته شریعت اسلامی جواز ورکوی ؟ یا افغانانوژنه دی ډیره نه خو په کم تعداد دی ادامه ولری ؟ دا جواز دداسی یوه فکر سره د اسلام په کوم کتاب او د اسلام د تاریخ په کوم کنج کی پیدا کولای شی ؟

  2. یفتلی صاحب،
    کاش چه بهرنی چارو وزارت،مصالحی شورا،او طالیبانو، دا ناوړه جنګ پای ته رسولی او سوله یی کولای شوای،
    دا جنګ د امریکا او پاکستان په لاس کی دی،
    دا جنګ امریکا او پاکستان تودوی،او هم یی سړوی،
    خبره د نورو په لاس کی ده،
    د همیشه په شان.لکه راوالپنډی مجاهدینو حکومت،بن جرمنی غونډه.
    او فعلا د قطر خبری اتری د افغانانو منځ کی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب