Homeخبرونهصدیقي: د ملي دسترخوان له پروګرام سره مخالفت له ملت سره مخالفت...

صدیقي: د ملي دسترخوان له پروګرام سره مخالفت له ملت سره مخالفت دی

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۷مه: صدیق صدیقي وايي، حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره پوره تیاری لري او طالبانو ته په کار ده چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره خپل پلاوی چمتو کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، چې نن یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، وویل، دوی د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د پیلېدونکو خبرو په تړاو، په کابل کې د اروپایي ټولنې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیې هرکلی کوي.

ښاغلي صدیقي په دغه خبري ناسته کې ویلي، القاعده ډله اوس هم د افغانستان او د افغانستان د متحدانو لپاره یو ګواښ دی او زیاته کړې یې ده، چې له یادې ډلې سره د مبارزې په خاطر باید د سیمې او نړۍ هېوادونه له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

هغه د ملي دسترخوان پروګرام ته په اشارې وویل، ولسي جرګه په دې برخه کې پوره معلومات نه لري، نو لومړی دې خپل معلومات بشپړ او بیا دې غبرګون وښيي.

ولسي جرګې د دویم ځل لپاره هم د ملي دسترخوان پروګرام رد کړی دی.

هغه د ملي دسترخوان له پروګرام سره مخالفت له ملت سره مخالفت بللی او زیاته کړې یې ده چې د ملي دسترخوان لګښت د نړیوال بانک له لوري د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي.

2 COMMENTS

  1. ټول ملت په تاسې بې اعتباره شوی دی، ځکه چې تاسې د کرونا په مرسته شوو پیسو کې بې دریغه او بې حسابه غلا وکړه، ملت ستاسې له امله غرک شو..

  2. د ملی دسترخوان کومه بودیجه چه نړیوال بانک ورکوی ، دا به ددی بانک کمک وی په همدغه برخه ګښی . چه البته په بله برخه کی به دغه بانک نه غواړی دغه پیسی مصرف شی ځکه دغه پیسی دغه بانک د همدغه هدف د پاره منظوری کړی . او د افغانستان حکومت هم نشی کولای چه دډونر پیسی په خپل سر په بل سکتور کی مصرف کړی . اوس که دغه پیسی د افغانستان حکومت په مدغه برخه کی مصرف نکړی ، دغه پيسی د افغانستان ددولت او ملت د لاسه وزی ( بیرته نړیوال بانک ته ځی ) نو په دی صورت کی یی ګټه څه ده ؟ امید دی چه وکیلان په دی موضوع باندی ځانونه ښه و پوهوی او موضوع سیاسی نکړی ، چه بیا به ددغه کا ر ډیر ضرر اړو او غریبو خلک ته وی کوم چه دغه وکیلانو ته یی رایه هم ورکړی او د کرونا د وجه بیکاره شوی او عاجل غذایی موادو ته ضرورت لری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...