دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد شهید په اونۍ کې د عامه نظم اخلالګرو ته د حکومت...

د شهید په اونۍ کې د عامه نظم اخلالګرو ته د حکومت جدي خبرداری

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د شهید اونۍ د امنیت ساتنې کمېسیون د دغو مراسمو ګډون کوونکو باندې غږ کړی، چې هېڅوک حق نه ‌لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال او عامه امن او نظم له منځه یوسي.

یاد کمېسیون ویلي، چې له ملي امنیتي ځواکونو پرته نظامي یونیفورم او وسلو سره ګرځېدنه جرم دی.

کمېسیون زیات کړې، چې د شهید اونۍ د نمانځنې پرمهال څوک د تورو ښيښو، بې ‌اسنادو، بې ‌پلېټه او غیرقانوني موټرو د ګرځونې حق نه ‌لري.

دوی ګواښ کړی که د سرغړونې په صورت کې یې څوک ونیول وسایط  به یې ضبط کړي.

سرچینې دغه راز د مراسمو له ګډونوالو غوښتنه کړې، چې د کاروانونو په بڼه دې د سړکونو نظم له منځه نه وړي او دغه راز یې ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، څو هغه کسان، چې له پورته یاد شویو ټکو سرغړونه کوي او د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، پر وړاندې یې قانوني او جدي چلند ترسره کړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%b4%d9%87%db%8c%d8%af-%d8%a7%d9%88%d9%86%db%8d-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d9%86%db%8c%d8%aa-%d9%86%db%8c%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7/

5 COMMENTS

  1. باید د شمال ټلوالو او لنډغرانو په وسایطو باندې باید ګرځبندیز ولګیږي، ځکه چې دوی ترافیکي قانون ماتوي، خلک ولي، برچې ، تمانچې، رینجرې، وسلې، کوږ پکول، شمالي وال دستمال او پوځي ډوله واسکټونه نندارې ته اچوي، تر څو په دې بد اخلاقۍ او وحشت اندازه چلند سره نړۍ ته ځانونه ځواکمن وروپیژني، په داسې حال کې چې دوی یو بې کلتوره بې فرهنګه، وحشیان، او لنډغران ښکاري، او شرم پکار دی دوی له .

  2. هغه ورځ چې طالبان د ۱۹۹۶ کال د سنبلې په میاشت کې کابل ته را ننوتل، همدغه لنډغر سره د دوی د لوی جنګسالار او هېواد پلورونکی (مسعود) په داسې بېشرمۍ سره د کابل څخه د شمالي او پنجګیدړانو په لور تښتېدل چې ولاکه یې شاته هم کتل. مونږ د چارېکارو څخه د کابل په لور په سفر وو چې د دوی کاروانونه مو لیدل. هر یوه به یې ویل چې (طالبا به کابل رسیدن۱!!).
    حکومت ډېر بې خونده دی که نه دې ګیدړانو به د زمرو چمونه نه کولای. مړه دې وي لنډغر او د دوی ملاتړي

  3. هېواد پلورونکی مسعود هغه لوی خاین دی چې د دې هېواد تر ټولو ستر ملي ناموس چې وسلوال پوځ وو، هغه یې دړې وړې کړ او په تورمخي پنجابي یې خرڅ کړ. له بده مرغه اوس یې یو شمېر هېواد پلورونکې کړۍ د ده د مردارېدو تلین نمانځي. مړه دې وي سقویان

  4. دا څو لنډه‌غر چې د کابل سرکونو کې بې اسناده موټر، ټوپکې او توپانچې ګرځوي څوک دا فکر نه کوي ګواکې دلته دې حکومت او امنيتي ځواکونه موجود وي که حکومت وي نو بيا لنډه‌غرې ولې د شرم وړ خبره نه ده.
    د جمعيت بانډ غړی احمد ضياء مسعود هر کال تش په خوله اعلان کوي چې څوک دې عامه نظم نه ګډوډوي خو رښتيا داده چې د پردې تر شاه دوی همدا ځوانان تحريکوی ترڅو خپل شرم او بې ننګي وړاندې کړي او د افغانستان نوم سپک کړي.
    ياد لنډه‌غر چې لارو کوڅو ته راووځي عام خلک نه دي بلکې هر يو يې د قومندان، ټوپکسالار، جنګسالار، وکيل او وزير زامن دي.
    د امريکا په غلامۍ کې لنډه‌غرو مادي ګټې ترلاسه کړې خو راتلونکی يې ډېر د زلالت او شرم برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب