دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهالقاعده ډلې یمن، امارات او اسرائیلو ته ګواښ کړی

القاعده ډلې یمن، امارات او اسرائیلو ته ګواښ کړی

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) القاعده ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یمن، امارات او اسرائیل ته ګواښ کړی او ویلي یې دي، که اسرائیل د یمن سقطري جزیرې ته ورنږدې شي نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

یادې ډلې وروسته ترهغه دا ګواښ کړی، چې اسرائیل د اماراتو ترملاتړ لاندې د سقطري په نامه جزیرې ته ننوتل.

خبرپاڼه کې ویل شوي دوی په هیڅ صورت اسرائيلو ته اجازه نه ورکوي، چې په یمن کې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

د القاعده شبکې په خبرپاڼه کې ګواښ کړی، چې که چېرته یاد درې هېوادونه له اسرائیل سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي نو له اسرائیل سره یو ځای به د اور خوراک شي.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې اسرائیل د اماراتو په مرسته د یمن په سقطري جزیره کې د نظامي او جاسوسۍ مرکزونو د جوړولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان بیا د فلسطین په خاطر له اسرائیلو سره د عادي اړیکو له جوړولو انکار کړی.

https://taand.net/%d8%b3%d8%b9%d9%88%d8%af%d9%8a-%d8%af-%d9%81%d9%84%d8%b3%d8%b7%db%8c%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d8%a7%d8%b7%d8%b1%d8%8c-%d8%a7%d8%b3%d8%b1%d8%a7%d8%a6%db%8c%d9%84%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب