دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو کابل ښار کې یو ځوان ډاکتر وژلی

نامعلومو وسله والو کابل ښار کې یو ځوان ډاکتر وژلی

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۷مه: نامعلومو وسله والو کابل ښار کې د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند رسول اکرم ښارګوټي کې یو ځوان ډاکتر وژلی او د نوموړي موټرسایکل یې له ځان سره وړی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چې د حسن شایقي په نوم دغه ډاکتر تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوی دی.

د ښاغلي فرامرز په خبره تر اوسه د دغه ځوان ډاکتر د وژنې څرنګوالی نه دی مشخص شوی او زیاتوي چې په دې هکله د پولیسو پلټنې دوام لري.

نوموړی زیاتوي، ددې پېښې عاملین له سیمې څخه تښتېدلي دي، خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د یو بل خبر له مخې نامعلومو وسله والو په کندهار ښار کې د ژړۍ ولسوالۍ د پرمختیایي شورا يو غړى په ډزو وژلی دی.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ  وياند جمال ناصر بارکزی وايي، وسله والو موټر سایکل سپرو نن سهار د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې د ژړۍ ولسوالۍ د پرمختیایي شورا پر غړي حاجي محمد الله ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

د هغه په وینا بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، تیره شپه په  ژړۍ ولسوالۍ کې پر يوه موټرسايکل د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او بل ټپي دى.

د دغو دواړو پېښو مسؤلیت تر اوسه کوم چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې هدفي بریدونه زیات شوي، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

1 COMMENT

  1. د کابل په ښار او نورو ښارونو کی وژنی او د بی امنیتی وضعیت دا ایجابوی چه د وزارت داخلی په رهبری او ساختدار کی او همدار نګه ریاست امنیت ملی او وزارت داخلی تر منځ د هماهنګی په وضعیت کی جدی تغیر راوستل شی . عینی شواهد د ډیره وخته دا ښیی چه موجوده وزیر داخله متآسفانه دخپلی اداری سره د امنیت په مدیریت او کنترول کی پاتی راغلی ، په دی مملکت کی خو داستعفا ورکولو فرهنګ ډیر کم رنګی او بلکه نشته ، خو باید ولسمشر د خلکو د امنیت د پاره باید تغیراتو راوړلو ته جدی توجه وکړی . په امنیت کی یو بریالی کدر ته فرصت ورکړل شی چه دغه مهمه امنیتی اداره ( وزارت داخله ) رهبری کړی او امنیت تآمین کړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب