شنبه, مې 18, 2024
Homeجنرال وزیريد ټولو ستونزو یوازنۍ حل لار یووالی دی| جنرال دولت وزیري

د ټولو ستونزو یوازنۍ حل لار یووالی دی| جنرال دولت وزیري

که کوچني قوتونه سره غونډ شي، په یوه واحد قوت بدلېږي او پر هرڅه به په اسانۍ غلبه مومي. معنی یووالی ځواک دی چې بریا تضمینوي.

له یوه لاسه ټک نه خېژي. په نړۍ کې یو انسان نه شي کولای په خپل انفرادي ژوند کې خوشحاله او ځواکمن وي، ځکه د طبیعت د غوښتنو له مخې اړ دی ټولنیز ژوند ولري او نه شي کولای د ټولو چارو مسوولیت ته اوږه ورکړي، ځکه دومره وړتیا هم نه لري، نو د ګڼو کارونو د بشپړاوي لپاره ټولنیز ژوند، یووالي او ګډ ژوند ته اړ دی.

خو زموږ ټولنیز او فردي ژوند هم د ځینو ستونزو له کبله یو څه ګډوډ شوی دی، چې یوه موضوع هم د اداري فساد ده.

دغې ناولې پدیدې د سرطان د دانې غوندې په ټولنه کې ریښې ځغلولي او هره خوا یې نیولې، اساسي زیان یې هم ولس ته رسېږي.

په پرمختللو ټولنو کې هېڅوک په خپله دنده نه شرمیږي، هرڅوک خپل کار کوي د خپلې کمپنۍ منندوی وي او د خپل دفتر لاسته راوړنه خپله لاسته راوړنه بولي.

د ملي دفاع وزارت هم د دې ټولنې یوه برخه ده، څرنګه چې اداري فساد په هیواد کې عام دی، د ملي دفاع وزارت هم له فساده له نورو ادارو سره په څه تفاوت ځان نه شو ژغورلی. په ملي دفاع وزارت کې همدې ستونزې ته پام د اداري  فساد پر ضد به تل هلې ځلې جاري وې.

له فساد سره د مبارزې په درشل کې د انګليسي استادانو له خوا د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون  میاشت کې د مارشال فهیم په پوهنتون کې سمینار جوړ شو. په سمینار کې شلو  جنرالانو ګډون درلود، د کورس په لومړۍ ورځ په کابل کې د انګلستان د لوی سفیر ريچارد ساک له خوا د انګلستان په سفارت کې میلمستیا جوړه شوه او موږ ټولو شلو تنو جنرالانو په کې ګډون وکړ. له ډوډۍ مخکې سفیر زموږ سره د زړه خواله وکړه. د شلو تنو جنرالانو په استازیتوب ما خبرې وکړې او بیا سفیر د فساد پر ضد د مبارزې پر اهمیت وغږېد، فساد يې د هیواد او ټولنې له پاره د ډیر خطرناک دښمن څخه هم زیان رسوونکی وباله.

وروسته سفیر په خپلو خبرو کې د خپل ژوند د یوې ډیرې په زړه پورې خاطرې په هکله کیسه وکړه او ويې ویل:

«څو کاله مخکې د امریکا متحده ایالتونو ته په یوه کاري سفر تللی وم. هلته په امریکا کې د هغه هیواد د فضايې مرکز ناسا په انتظار خونه کې د فضايي مرکز  ناسا  د رئیس د راتګ په تمه ناست وم. په دې وخت کې یو کس کوټې ته راننووت، ما ترې پوښتنه وکړه چې ته په دې مرکز کې په څه کار بوخت يې؟ نوموړی را ته وویل، زه دلته په دې مرکز کې فضا ته د څو تنو امريکايانو د لیږلو د ټیم غړی یم.»

سفیر وویل:

«ما له ځان سره وویل چې نوموړی خو ډیر مهم کس دی.»

سفیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«څو شېبې وروسته د فضايي مرکز(ناسا) مشر کوټې ته را ننووت. د خبرو په درشل کې مې د ناسا له مشر څخه پوښتنه وکړه، چې دا مخکینی کس چې کوټې ته راغلی و، د ناسا په مرکز کې څه کار کوي؟»

ـ نوموړی کس دلته جاروکش دی.

سفیر وايې:

«ما وخندل او د ناسا مشر ته مې وویل چې نوموړي خو وویل چې دی فضا ته د څو تنو امريکايانو د لیږلو د ټیم غړی دی.»

د ناسا رئیس وویل:

« هغه کس رښتیا وايي. موږ دلته د یو واحد ټیم په څیر کار کوو. یو مو جاروکش دی، بل مو برقي دی، یو بل مو کمپیوتر کار او په دې توګه زه رئیس او بل مو یو بل کار کوي. که چیرې په دوی کې یو یا دوه تنه نه وي، کار په هغه شکل چې اړتیا يې ده نه کیږي. د بریالیتوب راز مو په همدې کې دی چې مو موږ یو واحد ټیم یو او د يوې موخې له پاره کار کوو.»

سفیر زیاته کړه:

«په رښتیا چې د ناسا رئیس په حقه و او زه په حقه نه وم. هیڅ وخت له یوه لاسه ټک نه خیژي. په دې توګه که افغانان هم غواړي چې هیواد او خلک يې له بدمرغیو نجات ومومي باید سره یو شي، یو ټیم شي او د يوې سترې موخې له پاره چې خپل هیواد ته خدمت کول او هیواد له بدمرغیو څخه ژغورل دي کار وکړي.»

رښتیا وايي: بریالیتوب په یووالي کې دی. دا یوازي جسمي یووالی نه دی، بلکې فکري یووالی دی، د احساس، ځواک او موخې یووالی دی.

همدا ټولنیز او فکري یووالی، ملي یووالی ته زمینه برابروي، ځکه د ټولنې د وګړو انفرادي او ټولنیزې ګټې سره غاړه غړۍ کېږي او ټول پر یوه ټغر راټولوي.

له ملي یووالي پرته هیڅ ملت د پرمختګ لوړو پوړیو ته نه دی رسیدلی. د افغانستان ټولې بدمرغۍ د ملي یووالي په نه موجودیت کې دي، کله مو چې ملت متحد شوی دی د نړۍ لوی او ستر ځواکونه دلته په ګونډو شوي دي، خو له بده مرغه چې خپل یووالی مو نه دي ساتلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب