چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبلنډه کیسهنانځکه (لنډه کیسه) نازو پسرلی

نانځکه (لنډه کیسه) نازو پسرلی

د زیږیدو له ژړا سره ېې مورمخ ترې واړاوه، په وچ مخ او اننګو ېې اوښکې راغلې، پلار چې ېې خبر شو نجلۍ ده تندی یې تریو کړ دروازه یې کلکه ورپسې پورې کړه، له کوره ووت.

***

د پنځو کالو به وه مور ېې ورته خوشاله وه :

اوس مې لاس پرې سپک دی، د کاله په کاروکې به راسره لاس وړي.

پیغلتوب ته لا نه وه رسیدلې ، پلار ېې ورته سترګې پټې کړې وې:

 ښه ده اوس نو نغده پیسه ده، او ددې په ولور به کار او بار شروع کړم.

تره به ېې ویل:

ښه ده خپله وریره مې ده که تر زوي مې مشره هم ده، په کور کې به ګوزاره راسره وکړي.

 تریندار ېې هم ورته هوسیده:

کاریګره ده زوي مې چې له خیره سره ځوان شو په هوس به بل واده ورته  وکړم، څوک ېې نه راکوي، اوس به مو لاس په دې سپک وي.

***

وايي برخې ازلي دي او د انا خبره ېې لور او خور لکه د غره ډبره له پاسه چې را ګوزار شي هرچیرته چې ولویده…

 د ملا صاحب سپین سرې میرمن  چې په نري رنځ اخته وه درې میاشتې مخکې مړه شوې وه. مُلا  ته د کور کلي خلکو مشوره ورکړه چې په دې عمراو ناجوړۍ کې درته یوه محرمه پکار ده چې پرده دې ورسره خوندي وي.

نجلۍ ناسته وه له وړو وړو ټوټو نه ېې خپلې نانځکې ته چې مور ېې ورته له لرګي او مالوچو جوړه کړې وه کمیس جوړاوه.

انا ېې پرې راغږ کړ:

 ولاړه سه چوتره جارو کړه، د کوم بد بخت په کاله به ننوځې، غټه پیغله ېې له نانځکو سره لوبې کوې.

پلار ېې په دروازه راننوت او مور ته ېې وویل :

 بس خداي دې زموږ او د مُلا صاحب دوستي بختوره کړي، مور ېې په لوړ غږ وویل:

 وبال لري، ډیره وړه ده، اوس خو دې ورکړه تر څو چې پيغله شوې نه وي او د ښځې ځاي ته نه وي رسیدلي نه ېې ودووم.

پلار ېې وخندل :

لور او خور چې دې ورکړه نو بیا ېې اختیار ستا نه وي، او بله دا چې ټولو کلیوالو ویل مُلاصیب جوړ نه دی باید ژر ېې ور واده کړې….

***

څو میاشتې وروسته ېې مور دیدن ته ورغله د نجلۍ رنګ ته ېې چې وکتل واڼې ېې وتښتیدې. مخ ېې داسې زیړ و ته وا  وچ کورکمن دې پرې پاشلي وي. لور ېې ورته وویل:

دا څوورځې مې په نس ډیردرد وي مورېې وغوړیده ، خوله ېې راټولوله چې ورته ووايی پیغله شوې ېې، په دې وخت کې ملا صاحب په دروازه راننوت، له ټوخي سره  ېې اخ کړ او د وره په خوله کې کیناست. نجلۍ منډه کړه، توف داني ېې ورته راوړه. مُلا شکر وایست.

 دا ځل خو شکر دی وینه ورسره نه شته. نجلۍ یې تر لاس ونیوه چې ودریږي. د بنګړیوالې له غږ سره نجلۍ د وره په خوا روانه شوه…

مُلا وخندل او وېې وویل : ډیره کم عقله ده، ته ورته وګوره توف دانۍ ېې دلته پریښوده…

مور ېې لور ته پام شو چې لمنه ېې له شا سره وه….

ملا ورته وویل :

په څه چورت کې ېې.

د مور سترګې د لور په لوري وې او د سر په ښورولو سره ېې د ملا خبره تکرار کړه:

هو ډیره کم عقله ده …

***

 خوشاله وه چې دا ډیره موده ېې نه په نس درد ؤ او نه ېې میاشتنۍ مریضي راغلې وه.

د کورله کاره به چې خلاصه شوه او خاوند به ېې ویده ؤ، خپله نانځکه به ېې ورواخیسته خبرې به ېې ورسره کولې…یوازې نانځکه وه چې له دې نه ېې کومه تمه نه درلوده…دا څو ورځې د مُلا ټوخی ډیرؤ تبه ېې نه شکیده…

کله به ېې سر ورته چاپي کاوه کله به ېې په پښو ورته ختله، خو ورځ تر بلې ملا کمزوری کیده او د روغ صورت هیله ېې شکیدله. شکر ېې ایست چې که نه یم نوم او نښان مې نه دی ورک، انشاالله پاک خداي به زوي راکړي…

دا ډیره موده ېې نجلۍ ته پام وچې په نهاره کانګې کوي، له ځان سره به وموسیده:

 د سرکووزي لور تکړه ده ، ړنګه مېنه به را ډکه کړي، ښه ده، توربورانو ته به مې میراث پاتې نه وي.

***

ملا صاحب چې عمر خوړلی ؤ نه تاویزونو او نه ډاکټرانو راګرځولی شوای، ریښتیا چې د نیمګړې دنیا ارمانانونه نه پوره کیږي، نن ېې څلویښتمه وه ، نجلۍ د نس په لویوالي ځوریږي او هڅه کوي پلو په ځان راتاو کړي چې نس ېې معلوم نه شي .

 د ملا خویندې او راغلې ښځې ټولې ملا یادوي:

 ای کاش چې د اولاد تر لیدو خوژوندی واي، له دې بې وفا نړۍ ارمانجن ولاړ…

د نجلۍ مشره نندرور چې تک سپین سر یې و،خپلې خور ته وویل :

له کله چې دا کرغیړنه د لا لا په کورراننوتې خدايکه به مو ورور روغه ورځ لیدلې وي، خو څه به ېې کوې ، نصیب ټاکل شوی وي اوزور ورسره نه کیږي.

***

مورېې ورته وايي:

وه نجلۍ لږ پام کوه درانه شیان مه پورته کوه تا سره د میړه امانت دی که زوي وي نو بخت دې بیدار دی ، پرې ناسته به ېې سر به پرې سپین کړې، که خداي مه کړه لور دې سوه نو میراث خواره دې ډیر دي . یو به دې لور کوي زوي ته  ، او بل به تا کوي ځانته …

لور ته ېې ځان هم تکړه او هم بې وسه معلوم شو.

تکړه په دې چې له عمره کمه او له ځانه وړه وه او چې کله به  ېې هنداره کې وکتل موسکه به شو کټ مټ مې نانځکې ته شوې یم، هغه هم له لرګي جوړه  او هډونه ېې کلک دي. بې وسه په دې چې د مور له غیږې د یوه سپین ږیري د لاس نانځکه شوه.

لومړیو ورځو کې ورته داسې ښکاریده لکه خپل نیکه چې دې ورته بابا ویل، ده ته ېې بابا ویل خو ده منع کړه چې دا مه وایه ګناه لري مُلاصاحب مې بوله.

***

شپې ورځې تیریدې نس اوس په عذابوله، د ورځې به یوڅه ښه وه خو د شپې به چې په اړخ اوښته ډیره به په عذاب شوه.

مور ېې نن ورته ویلي و چې زما په حساب دا بله میاشت دې خپله ده، ښه مې یاد دي چې لومړۍ خور وه چې راغلې وم، ستا مخ تور او شین اوښتی ؤ او تبه دې هم وه. بیا مُلا صاحب راته په خندا وویل دا څو ورځې کیږي کانګې کوي…

خداي دې وبښي ډیر خوشاله و، خو ما بیا ځان درباندې پوه نه کړ، میانه دې خپله میاشت ده.

د میانې میاشت لا نه وه چې دردونه ېې لږ لږشروع شول ، ورځ تربلې کمزورې کیدله، د مور ېې ورته پام ؤ تل به ېې ورته ویل :

د اولاد د پيدا کیدو دردونه اسانه نه وي خو ته اوس تکړه ښځه ېې بیا زه درسره یم، ښه مې یاد دې  چې کله تا باندې مریضه وم خپله مور مې نه وه او انا دې هم رانه مروره وه.

***

نجلۍ له ځانه کمزورې او داسې ښکاریده چې څاڅکی وینه ېې په وجود نه شته، له خولو لمده خیشته وه، د مور په ځنګانه ېې سر کیښود مړې له اوښکو ډکې سترګې ېې مور ته ونیولې:

 ادې ! تر دې به هم سخت درد راباندې راځي ؟

نوره په ځان نه ده پوه شوې…

انا ېې د خپل ټیکري تراړه راپرې کړه زنه ېې ور وتړله مور ېې په چیغو چیغو ویل :

زما ماشومې لورې ستا له خولې لا زما د شیدو بوي ته، خو تا ماته خپله نخښه راپریښوده دا  ځل به  ستا دزړه د غوښې په ټوټې پخیږم …

۲۰۱۹/۰۸/۲۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب