شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهچین وايي، د افغان سوداګرو ستونزې به حل کړي

چین وايي، د افغان سوداګرو ستونزې به حل کړي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۱۷مه: چین وايي د افغان سوداګرو د ستونزو حل ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چین سفیر وانګ یو د افغان سوداګرو ستونزې له نږدې اورېدلي دي او ژمنه یې کړې چې د حل لپاره به یې هڅې کوي.

دغه ناسته چې پرون د بهرنیو چارو وزارت کې تر سره شوې د چین سفیر وانګ یو ویلي، له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دی او غواړي د افغان سوداګرو ستونزې به حل کړي.

د ښاغلي وانګ په خبره له افغان سوداګرو سره په اړیکه کې دی او ددوی ستونزې به له نږدې څاري.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له چین څخه مننه کړې چې تل یې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره اقدام کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب