ځوړند سر د بیمار زوی کټ ته ودریده. د کټ پر بازو ناستې میرمنې ور غږ کړل:
د هلک تبه سر ته ختلې، اپلتې وايي، ویریږي، چیغې وهي… درمل دې راوړل؟ چا پور در کړ؟
سړي خپلې سترګې په ځمکه ګنډلې وې ، غلی ولاړ و. او قات کړې نسخه یې په جیب کې ښکاریده.
میرمنې بیا ور غږ کړ:
تاته وایم، که درمل نه وي دا شپه به هم پرې قیامت تېره شي.
سړی لکه بت خاموش ولاړ و.
ښځه په غوسه شوه:
ته خو تېره جمعه موسک موسک کېدې او ویل دې چې ملګري مې ۵۰۰۰ ته و رسیدل.
له دې سره درب شو او د سړي له لاسه موبایل ولوید.
نعمان دوست،
د وږي ۱۷مه، ۱۳۹۹
THANKS FOR SHARING ITS AWESOME
سلام
د پښتو ژبې سافت وېر او هارډ وېر څېړونکې انجنییره .ستا لیکنه ښکلا لری
کاشکې تا د پښتو اکاډمی کې له څېړنوالو ،محققو ،سر محققو ،څېړن پوه وامثلهم سره مرسته کولی . چېرې چې املا او انشاد سمه نه ده او بی بی سی ډوله لغتونه په اصطلاحاتٍو کې ور ولی .