شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهقطري چارواکو د طالبانو یو مشر امیرخان متقي له خپلې خاورې وایست

قطري چارواکو د طالبانو یو مشر امیرخان متقي له خپلې خاورې وایست

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۶) د دوحې د نړیوال هوايي ډګر مسوولانو د طالبانو یو مشر امیرخان متقي له لنډ توقیفه وروسته پاکستان ته ولېږه.

طالب سرچینو تاند ته وویل، پاکستاني د مقاماتو د جمعې په ورځ ملا امیر خان متقي په خپله خوښه له ملابرادر سره په الوتکه کې له اسلام اباد څخه قطر ته ولیږه. خو کله چې طالب پلاوی د جمعې په سهار د دوحې نړیوال شاهي هوايي ډګر ته ورسید قطري مقاماتو امیرخان متقي د نورو طالب مشرانو له صفه وایست او ورته وویل شول نابللی قطر ته ورغلی نو باید له ۳ ساعته توقیف وروسته اسلام اباد ته په تلونکې الوتکه کې ستون شي.

د طالبانو سرچینو تاند ته وویل، د پاکستان له هوايي ډګره پاکستاني مقاماتو د متقي د کورونا ټیست وکړ او پرته له مشورې یې په الوتکه کې کښېناوه.

قطري چارواکو ملا برادر ته وویل، متقي باید بیرته پاکستان ته ستون شي. د طالبانو د تګ راتګ لپاره د قطر د صداراعظم ځانګړي اجازه لیک ته ضرورت وي او د امیرخان متقي نوم په دې ځاګړي اجازه لیک کې نه و.

اسلام اباد ته په رسیدو ملاهبت الله اخوندزاده سمدستی د دې بې نزاکتۍ له امله  امیرخان متقي د خپل دفتر له ریاسته منفک او په ځای یې د طالبانو د وخت د خارجه چارو د پروتوکول پخوانی رییس ملا احمد جان احمدي، چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د خپل دفتر رییس وټاکه.

طالب سرچینې وايي، ملابرادر غواړي چې متقی په قطر کې وساتي خو هبت الله اخوندزاده له دې نظر سره موافق نه دی.

3 COMMENTS

  1. هههههههههه
    ماخو له همدغو ږیرورو خیرونو اوریدلي چی ایسلام سرحد نلري او په همدی نوم یی افغانستان لوټي لوټي او عربو پنجابیانو ته لیلام کړ

  2. ملایانو سلامونه:
    څوک چی د خپل هیواد او خلکو سپکاوی کوی هغوی به هر ځای همداسی زلیل او شرمنده وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب