شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهننګرهار: د خرماوو کلنی توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي

ننګرهار: د خرماوو کلنی توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د ننګرهار د کرنې رياست وايي، په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي.

ننګرهار کې د خرماوو ۸۰ جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي.

ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د مېوو کلکسيون هم شتون لري، چې د خرما ونې هم په کې کرل شوي دي.

د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، راتلونکی کال په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي.

که په دې ولايت د خرما بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د توليد په برخه کې پرځان بسيا شي.

1 COMMENT

  1. شکر دی ماشاالله، الله ډیر او مهربانه ذات دی چی د سولی او پر ځان بسیاینتی طرف ته لاړ سوو. هر حلال بوټی د خدای ج ثنا وایی او خرما تر ټولو زیات.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب