چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مذاکراتي پلاوي لومړنۍ خپلمنځي ناسته ترسره کړه

د طالبانو مذاکراتي پلاوي لومړنۍ خپلمنځي ناسته ترسره کړه

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویليې، چې د طالبانو مرکچي پلاوي د دې ډلې د سياسي دفتر له غړو سره لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د مرکچي پلاوي د غړو د دندو او واکونو په تړاو خبرې کړې دي.

دا ناسته داسې مهال ترسره شوې، چې طالبانو په خپل مرکچي پلاوي کې وړمه ورځ بدلونونه راوستي دي.

د طالبانو په مرکچي پلاوي کې له بدلون وروسته ذبیح الله مجاهد په یوه اعلاميه کې ويلي وو، چې د مرکچي پلاوي مشري مولوي عبدالحکيم کوي او شيرمحمد عباس ستانکزی به يې مرستيال وي.

هغه زیاته کړې وه، چې د سياسي دفتر ويندويي به هم له دې وروسته د سهيل شاهين پر ځای ډاکټرمحمد نعيم وردک کوي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%ac%d9%88%da%93%db%90-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%85%d8%b1%da%a9%da%86/

بل لورته اروپایي ټولنې تازه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د جګړې شدت د افغان سولې پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.

سرچینه زیاته کړې، چې ښکېل لوري دې نور د بین الافغاني خبرو پر وړاندې بهانې نه جوړي او خبرې دې پيل کړي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%be%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%87-%da%9a%da%a9%db%90%d9%84-%d9%84%d9%88%d8%b1%d9%8a-%d8%af%db%90-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب