چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهصالح: امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې

صالح: امریکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امریکا افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلې ده هر وخت چې وغواړي دغه هیواد پرېږدي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه مرکه کې ویلي، امریکا د افغان ملت غمخواره نه ده، د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلې وه او په خبره یې اوس یې ګټې نشته ځکه غواړي له افغانستان ووځي.

صالح دغه راز وویل، له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتو د ځنډ لامل د طالبانو خپلمنځي اختلافات وو.

هغه وایي، د دوحې په لومړۍ ناسته کې به له طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه وشي ترڅو پر نورو موضوعاتو د بحث کولو لپاره د باور فضا رامنځته شي.

نوموړي دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایا که طالبانو د موقت حکومت غوښتنه وکړي افغان حکومت به یې ورسره ومني؟

نوموړي وویل:

د موقت حکومت موضوع یوازې په ما او ولسمشر پورې تړاو نه لري دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې باید موقت حکومت رامنځته نه شي ځکه که وګورو د افغانستان په تاریخ کې چې کوم موقت حکومتونه راغلي پایلې یې خرابې وې او یوه بله جګړه یې زېږولې ده.

نوموړی په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې افغان حکومت د طالبانو ټول بندیان دلېست سره سم ازاد کړل او ټاکل شوې ده چې په نېږدې راتلونکي کې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته ترسره شي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د خپل مذاکراتي ټيم په ترکیب کې تغیرات راوستي او د مذاکراتي ټیم پخواني مشر او ویاند پرځای یې نوي کسان ګومارلي دي.

3 COMMENTS

  1. ټولی خبری مو واقعیت دی، خو موږ افغانان د سولی طرفداره او تږی یوو او ملی ارزښتونه هم زموږ لومړی توبونه دی، موقتی اداری د نویو بد بختیو شروع وی. طالبان باید خپل زور په سیاسی ډګر او انتخاباتو کښی وازمویی نه د جنګ او اسلام وژنی او افغان وژنی له لاری. طالب که په ریښتونی او مخلصه توګه ددی حکومت او وطن یوه برخه سی لیری به نوی چی دا دری رنګه بیرغ په اټک ورپیږی چی دا د هر په وطن او خاوره مین افغان ارمان دی. افغانان باید نو هوښیار سی چی د دښمنو هیوادونو ملیشی له ځانه جوړی نکړی. نور په دی وطن کښی نه بوری، نه یتیمان او نه هم کونډی ځایږی.

  2. که څوک نه خپه کیږی ( البته خپګان به ئی د خپګان خبره وی ) :
    د صالح جان ددی خبری سره چی ( امریکا په پاتی کیدو کی نوره ګټه نه وینی) شاید بصیر اذهان موافق نه وی.
    امریکائیانو ځانو ته دا سی فورمولونه جوړ کړی دی چی له هر حالت څخه ګټه پورته کولای سی.
    زموږ په هیواد کی د امریکی د نظامی شتون ګټی یوه بڼه او کیفیت لری او د احتمالی وتلو ګټی به ئی بله بڼه او بل کیفیت ولری. دا ټکی باید له پامه لیری نه سی چی د امریکی غیر نظامی راتلونکی سیاستونه به احتمالاً یا حتماً زموږ د جغرافیا او وولس لپاره ډیر خطرناک وی او ممکن د طالب یا نورو کړَیو سره د پټی او ښکاره همکاری له لیاری ئی د یوی بلی ستری فتنی د را منځته کولو پلانونه په سر کی روزلی وی.
    امریکائیان ماهرو سود خورانو او ماهرو محتکرینو غوندی دوې روپی بایلی ( حتی په تصنعی توګه) او په عوض کی ئی اته روپی لاسته راوړی.
    امریکائیان د طالب په وړاندی د تصنعی ماتی! د تصنعی سناریو څخه د همدی ماتی ورکوونکی! طالب له وجود څخه او طالب ته د مصنوعی تنفس له لیاری په نورو سنګرونو کی ګټه پورته کولای سی او یا حد اقل د لوبی د بل ستر ( ظاهراً فاتح) لوبغاړی یعنی انګریز سره په معامله کی د شراکت رضائیت هم د ځان ګټه بولی.

  3. موقت حکومت یواځې د افغانستان د خلکو دې دښمنانو په ګټه ده .
    پداسې نازکو حالاتو کې چې زمونږ دخاورې او خلکو دښمنان ټول په کمین کې ناست دي ، ټول افغان ملت باید هوښیار او ویښ اوسې . د موقت حکومت تجربه مو څو ځلې لیدلې ده ، مرحوم حضرت صبغت الله مجددي دوه میاشتې د داسې یو حکومت مشر وو چې په پای کې د کابل ښار په کنډواله بدل شو. سل کلنه مجهزه ملي اردو منحل او له زرګونو الوتکو ، ټانکونو ، سکات ، لونا ، دافع هوا او رنګارنګ عصري وسایلو سره پاکستان او نورو هېوادونو ته انتقال شوه ، په میلیونونو خلک مهاجر ، په زرګونو شهیدان شول ، خلاصه د افغانستان اقتصاد سل کاله د بشریت له تمدن نه بېرته پاته شو.
    د طالبانو د واکمنۍ له سقوط نه وروسته د حامد کرزي موقت حکومت نولس کاله له طالبانو سره د جنګ ، ورور وژنې او افغان وژنې زمینه برابره کړه ، په زرګونو خلک شهیدان او وطن یوځل بیا په کنډوالو بدل او د پخوا په شان د اقتصادي پرمختګ له کاروان نه پاته شولو.
    ترټولو ښه لار اوربند ، دوامداره سوله ، انتخابات او یو له بل سره صادقانه همکاري او په ګډه د دې وران ویجاړ هېواد آباددول دي. که دا موجود فرصتونه ، د طالبانو نظامي قوا او د دولت موجوده ټوله قوا سره یوځای شي ، بیا به افغانان تر اټک سیند پورې سره متحد او یو لوی ، خپلواک او ملي افغانستان به سره جوړ کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب