چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهسعودي د فلسطین په خاطر، اسرائیلو سره د عادي اړیکو له پاللو...

سعودي د فلسطین په خاطر، اسرائیلو سره د عادي اړیکو له پاللو انکار کړی

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) سعودي عربستان ویلي، ترڅو د فلسطین مسئله په دایمي او عادلانه توګه حل نشي، تر هغه به له اسرائیلو سره عادي اړیکې و نه لري.

د یاد هېواد دولتي خبري اژانس ویلي، ټرمپ او ملک سلمان له اسرائیلو سره د سعودي عربستان د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

ملک سلمان ویلي:« دا چې د اماراتو او اسرائیلو ترمنځ اړیکې عادي کېږي دی یې هرکلی کوي، خو سعودي عربستان به تر هغه له اسرائیلو سره اړیکې عادي نه کړي، چې د فلسطین په نامه مستقل هېواد رامنځ ته شوی نه وي، حقوقو ته یې درناوی نه وي شوی او دغه مسئله په عادلانه او دایمي توګه حل شوې نه وي.»

تر دې وړاندې اماراتو هم ویلي وو، چې په دې شرط له اسرائیلو سره اړیکې عادي کوي، چې د فلسطین د ځمکو له نیولو به ډډه کوي.

د اماراتو او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو دعادې پر ایران او ترکیې هم سخت غبرګونونه وښودل.

د ایران مذهبي مشر ویلي وو، چې اماراتو په دې کار سره له ټولې اسلامي نړۍ سره خیانت کړی دی.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%a7%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d9%84%d8%a7%d9%85%d9%8a-%d9%87%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب