چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ښکېل لوري دې بین الافغاني خبرو ته نورې بهانې نه...

اروپايي ټولنه: ښکېل لوري دې بین الافغاني خبرو ته نورې بهانې نه لټوي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او د دې وخت دی څو، ژر د سولې بین الافغاني خبرې پيل شي.

یادې ټولنې په اعلامیه کې زیاته کړې، چې د دغه خبرو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، چې ډېری غړي هېوادونه یې په دې باور دي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي، ځکه د اعلامیې په خبره په دې پروسه کې ځنډ د جګړې د دوام سبب ګرځي.

اعلامیه کاږي، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمېدو ته شدیده اړتیا ده او ښکېل لوري باید ژر د جګړې د پای لپاره خبرې پيل کړي.

سرچینه وایي، افغان جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د پای ته رسېدو وړ ده.

اروپایي ټولنه داسې مهال د بین الافغاني خبرو پرژر پيل ټینګار کوي، چې تېره ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي وو، چې طالبان د مرکچي پلاوي بدلولو په پلمې د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکوي.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون زیاته کړې وه، چې طالبان دې نور ځنډ نه کوي او د افغانانو تر منځ دې د خپلمنځي خبرو وخت معلوم کړي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%ac%d9%88%da%93%db%90-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%85%d8%b1%da%a9%da%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب