تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې تېره ورځ پر یوه کور د هوان مرمۍ لګېدلې ده.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې په دې پېښه کې د هغې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
خوږیاڼی زیاتوي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان شامل دي.
د نوموړي په خبره د هاوان یاده مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې او عامو خلکو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
د امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله، چې طالبانو غوښتل په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د هاوان ګولۍ وتوغوي، خو د دوی په خبره ګولۍ د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلې ده.
بل لورته د یادې ولسوالۍ ځایي خلک وایي، چې د دې ولسوالۍ ډیری برخه د وسله والو طالبانو په واک کې ده او زیاتوي یواځې د ولسوالۍ پر ودانۍ افغان حکومت واک لري او بس.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.