Homeخبرونهبلاروس کې پولیسو لسګونه لاریون کوونکي نیولي دي

بلاروس کې پولیسو لسګونه لاریون کوونکي نیولي دي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۷) په بلاروس کې د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پر ضد د عامو خلکو لاریونونه دوام لري.

د یاد هېواد پولیس په دې هڅه کې دي، چې د پراخو لاریونونو مخنیوی وکړي او دوی سره وپاشي.

د راپورنو له مخې پولیس په شخصي لباسونوکې د لاریون کوونکو لیکو ته ننوځي او تر دې دمه یې لسګونه لاریون کوونکي نیولي دي.

زرګونه بلاروسیانو د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو په غبرګون کې لاریون کړی دی.

لاریونوال وایي: « لوکاشینکو له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی او اوس یې هم په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده نو ښه به وي، چې له دندې استعفی ورکړي.»

په ورته مهال بیا پولیس وایي، چې دوی به له ټولو امکاناتو په استفادې د لاریونونو د ختمولو لپاره ګام اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...