سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو پرمهال ۳۳ طالبانو ته...

لغمان کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو پرمهال ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۷) د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د والي ویاند اسدالله دولت زي تاندې وېب پاڼې ته وویل، لومړی د یادې ولسوالۍ جبون سیمه کې طالبانو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

دولت زی زیاتوي په ځوابیه برید کې د هوایي بریدونو پرمهال ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.

د نوموړي په خبره په وژل شویو طالبانو کې د دوی مهم غړي هم شامل دي او د ډیرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي..

هغه زیاته کړه، چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته وسله والو طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په لغمان کې طالبانو ته داسې مهال افغان چارواکې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي، چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد لغمان ته په خپل سفر کې ویلي وو، چې د سولې خبرو له چټکتیا سره سره بیاهم طالبانو تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

https://taand.net/%d8%ae%d8%a7%d9%84%d8%af-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%87%da%85%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ae%d9%88%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب